Homeخبرونهافغانستان بانک د یو شمېر زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ

افغانستان بانک د یو شمېر زیانمنو بانکنوټونو د بدلولو خبر ورکړ

تاند (چارشنبه د دلوې ۴ مه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي چې د مختلف سريال لرونکي يا دوه نمره يي بانکنوټونه په دې شرط چې دواړه طرفونه يې اصلي وي او دوه سره نه وي؛ په مندرس بانکنوټونو کې شامل دي.

د دغه بانک په یوه اعلامیه کې راغلي: هغه هېوادوال چې دا ډول بانکنوټونه ولري؛ کولای شي چې د افغانستان بانک او يا هم د سوداګریزو بانکونو تر ټولو نږدې نمايندګۍ ته په ورتګ سره یې پر چلښت وړ بانکنوټو بــدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر خلک په بازارونو کې د زړو او بې کیفیته شویو افغاني بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت لري.

دوی دا هم وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک دا ډول اعلامیې خپروي، خو دوی چې بانکي نمایندګیو ته له بدلونکو پیسو سره مراجعه کوي، مثبت ځواب نه ترلاسه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...