دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد حجاب ترویجولو په نوم پر خپلو ځپونکو اقداماتو د طالب چارواکو...

د حجاب ترویجولو په نوم پر خپلو ځپونکو اقداماتو د طالب چارواکو ټینګار

تاند (چارشنبه د دلوې ۴ مه) د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مرستیال محمد فقیر محمدي د حجاب ترویجولو په نوم، د دوی د اړوند وزارت د ځپونکو اقداماتو پر دوام ټینګار او د دغو اقداماتو ننګه کړې.

نوموړي له یوې خصوصي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي، چې حجاب د دوی امر نه؛ بلکې د خدای امر دی او افغانان یې سل په سله ملاتړي دي.

هغه نه دي ویلي، چې مخکې افغان ښځې بې حجابه وې کنه، خو په دې تړاو د طالبانو د رژیم کړنې په پراخه کچه د افغانانو له توندو غبرګونونو سره مخ دي.

د دوی په باور، طالب چارواکي په دې پلمه د خلکو خصوصي حریم نقضوي، سپکاوی ور اړوي او دا چارې به یې د پراخ ولسي نفرت او ناوړه پایلو هڅونکې شي.

د طالبانو له دغو اقداماتو سره که څه هم د بیان ازادۍ د نشتوالي له امله هېواد مېشتي افغانان مخالفت نه شي کولای، خو ډېرو بهر مېشتو یې دا کړنې نقد کړي.

د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر نړیوالو دیپلوماتیکو بنسټونو او له هغې ډلې یوناما او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې د افراطي کړنو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

طالب چارواکو بیا له دې کړنو دفاع کړې او ویاند یې ذبیح الله مجاهد یوناما ادارې ته په یوه غبرګون کې په دې تړاو د نه تبصرو خبرداری ورکړی.

3 COMMENTS

  1. دا حقیقت دی چې حجاب اسلامي امر دی مګر دوی په هغې کې هم افراط کوي. حجاب کې مخ پټول نشته یواځې سر پټول دي او ځینې ښځې چې په خپله خوښه مخ پټوي دا د هغوی خپل اختیار او رواج دی. دوی باید ححاب تشریح کړي او خلکو ته یې واضح کړي چې په سمه توګه حجاب په کوم شکل دی. داسې خو نه کیږي چې دوی د شپنو غوندې رمې پسې کیبل په لاس د حیوانانو ته بدتر حیوان شي او د داړونکي ځناور غوندې ښځو پسې منډې وهي.

  2. دا طالبان د خدای او رسول هغه دشمنان دی چه دخپل کفری او جاهلانه کروره په الله تعالی او قران اچوی چه دا پخپله خلک له اسلام نه لری کوی. دوی نه اسلامیت پیژنی نه افغانیت او سریتوپ خو دیره یو لری پدیده طالبان ته دی الله مو له دغو جاهلانو خلاض کری.

  3. ټالبي پروژه د اسلام نه د نفرت او کرکې پیداکولو لپاره په دومره قساوت اوافراط سره جوړه شوېده . په حقیقت کې اسلام د مینې ، دوستي ، سولې ، انسانیت ، عدالت ، حقیقت او وروري دین دی . باید تکبر نه ځانونه وساتو ، پر نورو ظلم ونه کړو، د بل مسلمان ورور په کارونو کې مداخله ونه کړو، غیبت او دروغ ویل ، د بل انسان اهانت حرام بلل شویدي او مسلمانان باید حلیم ، متواضیع او صابرین اوسې .
    دا د انسان په جامه کې شیطانان یا امر بالمعروف او ملا غایب اله د نړۍ په تاریخ کې ترټولو شرموونکې پدیده ده . دوی د همدې شیطان صفتو د ظالمانه او غیرانساني اعمالو په واسطه د اسلام مبارک دین د خلکو په زړونو کې وربدوي ، ترڅو له دین سره خدای پاماني وکړي .
    دا کرغېړنې تجربې په اروپا کې هم څلور پنځه سوه کاله مخکې تکرار شویدي ، چې په نتیجه کې خلکو د کلیسا ملایانو ته کلیساوې ورتسلیم کړې او دوی د تل لپاره مخه ښه ورسره وکړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب