یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د برماڼو د انګېرنو د لړۍ دویمه برخه

د برماڼو د انګېرنو د لړۍ دویمه برخه

ارواښاد استاد شپون

زه اوته له یوه اصله، ته اصیل شوې زه کم اصله

د برماڼو د انګېرنو د لړۍ دویمه برخه د ارشاد خان د ټنګ ټکور په دویمه وقفه کې، پېښوري زلمیانو، چې ډېری یې، یا د اجمل خټک لاروي، یا د پاکستان د آی اېس آی او نورو جاسوسي دفترونو.او ورسره د مهاجرو د کمیشنرۍ چارواکي وو، د برنو پښتنو سره بحثونه روان کړل. دوه ټکي راته مهم ښکاره شول. یو تکی دا و چې دوی موږ برنو ته، د شک نه، کرکې نه، رخې نه، بلکه د داسې تعجب په سترګه کتل لکه چې سړی بېرته ژوندي شوي مړي ته ګوري، یا داسې اتلانو او کرکټرونو ته چې به پخوانو زېړپاڼو، د امیر حمزه او ترابان دېو په کتابونو کې یې نومونه لوستي وي او اوس یې په ژوندوني ویني. موږ به چې څه ویل، هغوی به نري ورته موسک شول، لکه چې را ته وايي«موږ غله صحیح، خدای دې تاسو روغ کړي» ګویا پوهلو یې چې تاسو ښه خلک یئ او دا ستاسو ګناه نه ده چې د برماڼوانو د پلار ګنۍ نه زېږېدلي یئ.

 نو خبرې په همدې «انداز» کې روانې وې، موږ جدي، دوی را ته موسک او په زړونو کې په غوسه. سعدي دا حالت داسې ترسیموي: نګه کرد رنجیده در من فقیه+ نګه کردن عالم اندر سفیه. یوه خو یې په پښتني خاصیت (چې لا هم په ځینو کې شته) په ډانګ پېیلې وویل، «ستاسو نه ګیله نشته. د غرونو خلک یئ، نه خوشالخان سمې ته راکوز کړی شوئ، نه باچا خان. خبرې مو زږې، په کړو وړو کې شړ، جټ. موږ مو د رحمان بابا کلام ته رابولو، تاسو د ملنګجان بابو لالو ته زور وهئ. »

یو بل، خدای مې دې نه ګنانګار وي چې ګلزار خان نومېده که بل څه، پس له اوږدې خندا وویل،«پرېږدۍ زورورو، موږ به تل پنجاپیانو ته «باو» ویل چې که زموږ پښتانه لالا ګان د افغانستان نه راشي، د تاسو نه به څرمن وباسي. اوس چې دوی خواره کي وینم چې کشران څه چې مشران یې د پنجاپي بوټان پاکوي، نو وایم ٍپښتونه وروره، هماغلته افغانستان کې، د سره کاپر په کلاشنیکوف غلبېل وای خو چې دلته نه وای راغلی، موږ مو په شرمو وشرمولو.» دریم لره نی چې خر نیشه و، لا یوه ناولې ناشپپړه وروتوغوله ،«د خره سر یې راښکه ګلو ته+دی رغښتلو …. ته.  موږ یې په دوو پښو تګ ته رابولو، دوی څلوري ته هڅه کوي.

په دې حال دوی پښتونستان هم غواړي. زموږ دې ملاګانې ماتې شي چې خپل پاک پاکستان به پرېږدو، د اغوانستان، نه، برماڼوستان سره به یو ځای کېږو.» په دې باندې نو افغانان را وپارېدل، څه یې چې په خوله راتلل باد یې کړل، په ګډه، د یوه ملګري په وینا، د دال خورو د مجلس نه ووتلو. هغه وخت نو ما د مولوي خالص صیب نه د دالو په دفاع کې دا خبره نه وه اورېدلې چې، د پیتي خوراک ثواب لري، صحا به و کرامو به تل دال خوړل. هغه وخت په دې هم نه وم خبر چې عربستان کې دال رواج نه وو. ګوره که بلې ګڼې ته د برماڼو د انګېرنو د راسپړلو وار راشي، ځکه چې په همدې کې د پښتنو د ښکلا خوښونې او نړۍ لید، دواړو تومنه وینم او که زه د خان صیب په مجلس کې غږېدای، نو د لره نو مخې ته به مې هینداره نیولې وه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب