دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د ميږيانو هغه ځانګړتياوې چي انسانان يې نه لري

د ميږيانو هغه ځانګړتياوې چي انسانان يې نه لري

مسعود رښتین
د میږیانو ژوند او د دوی په زړه پوري نړۍ د ژوند له فلسفې ډکه ده کله چې موږ وینو چې یو میږي په خوله کي تخم نیولی او ځالي ته د رسیدو لپاره له ستونزمنو لارو تیریږي په داسي حال کي چي تُخم یې له خولې څخه سل ځله راوتلی وي. خو بیا هم په هڅه او دوه اړخیزه استقامت سره خپل هدف ته د رسیدو لپاره دوام ورکوي. د لاري سختي د هغه د کاميابۍ او ځالې ته د رسېدو په هڅونه کي کومه ستونزه نه رامنځته کوي، زه له ځانه سره وايم چې خدای پاک دې کوچني مخلوق ته دومره قدرت ورکړی دی، وروسته موږ چې اشرف المخلوقات د عالم يو ولي نه بريالي کيږو په هغه څه چې ترلاسه کول يې غواړو؟
د مخلوقاتو رب الله ج میږیان په خپل ځانګړي خلقت کي په جلا ځانګړنو سره پيداکړي دي.
مسعود رښتین
۱- میږیان ډېر سختي زغمونکي دي.
2- ميږیان د مختلفو لارو لټون کوي.
3- له خنډونو څخه تيريږي هغه که هرڅومره لوی يا خطرناکه هم وي.
۴- که له خنډ څخه تېرېدل ممکن نه وي، هغوی اول خنډ له منځه وړي.
5. کله چي خپلي موخي ته نه وي رسيدلي، تر هغو تګ کول نه پرېږدي، له لومړي سر څخه يې بيا پيلوي خو خپل هدف نه پريږدي.
۶- ډير محتاط، له احتياط څخه کار اخلي، تلوار او تلوسه نه لري.
۷- یووالی لري هیڅ یو یي یوازي د دښمنانو سره جګړه نه کوي.
۸- دوی ټول ګډ ژوند کوي هيڅ يو يې يوازي ژوند نه کوي.
۹- يوځای د يوبل ترڅنګ د کار په تقسیمولو سره په زړه پوري ژوند تيروي.
 10 – دوی د صرفه جويې روح لري؛ هیڅکله د ژمي ټول خواړه نه خوري او تل د راتلونکو څو کلونو لپاره خواړه په خپل ځاله کي چمتو کوي. په همدې طریقې سره، دوی په ساړه او سخت ژمي کې کافي خواړه لري.
11. دوی له لمر سره مینه لري، په ژمي کي، کله چي لمر روښانه وي، دوی سمدلاسه د ګرمي ځالې څخه دباندي را وځي.
12 د تمرین په نتیجه کي، دوی دومره روزل شوي چي دوی وايي موږ د ځمکي تر ټولو پیاوړی مخلوق يو ځکه چي موږ کولای سو د ځمکي څخه څو ځله د خپل وزن په اندازه بار پورته کړو.
هو! واړه مېږيان خلکو ته د ژوند فلسفه ور زده کوي، مېږيان موږ ته په خپلو کړنو سره دا را ښيي چي موږ بايد هېڅکله ناهیلي نه شو. محتاط اوسئ راځئ چې د غوښتنې سره اشنا سو؛ ټول هغه څه وکړئ چې تاسو یې کولای سئ پرې بریالي سئ؛ د خدای د نعمتونو قدر وپيژنئ.
 صرفه جوه اوسئ،  مګر راځئ چې له یوځای کیدو څخه خوند واخلو؛ راځئ چي په ګډه خپل راتلونکی جوړ کړو؛ د یوازیتوب مخنیوی وکړو؛ موږ باید د ډلي ګټو ته د خپلو ګټو په پرتله ترجیح ورکړو.
په حقیقت کې د ذکر شویو اصولو له مخې یو څوک دا هیله لرلای سي چي بریا به درته راسي، بریا تصادفي نه ده او نه هم بخت دی. غوښتل بريالي کيدل دي که چيري موږ وغواړو نو بريالي به سو.
نوټ: موږ چي په فزيکي، فکري او جسمي لحاظ تر مېږيانو څو چنده لوی يو، هغه اندازه له خپلو اهدافو، ورځنيو مسؤليتونو، ټولنيزتوب، ښاريتوب، همسايه توب، يوځای والي اتحاد او مقاومت څخه ليري يو، موږ له اوله سره خپل ځان اوقوت نه دی پيژندلی، څه چي موږ کولای سو بايد اول ځان ډاډه کړو چي د بشريت په تاريخ کي يي بل څوک نه سي ترسره کولای، راځئ پر خپلو قوي نقطو تمرکز وکړو، کمزورياني وپيژنو، تحليل يي کړو او له منځه يي يوسو، موږ هغه څه ترسره کولای سو چي فکر يي کولای سو، پر خپلو افکارو کنټرول د قوي انسانونو خصلت دی.

1 COMMENT

  1. منلی او ښاغلی مسعود جانه السلام علیکم
    ډیره خوږه او په زړه پورې لیکنه دی کړی ده. خدای دی توفیق درکړی چې لیکلو ته دوام ورکړی. نامخدا لوړ استعداد لری، خو یووړاندیز لرم:
    لطفاً دی تخلص د (ریښتین) په بڼه لیکه. (ی) پکې مه هیروه. پخوانیو په سهوې سره رښتین لکلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب