شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغانستان پر ځای له جنوبي افریقا سکاره واردوي

پاکستان د افغانستان پر ځای له جنوبي افریقا سکاره واردوي

تاند (چهارشنبه، د دولوې ۴ مه) پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه هیواد له افغانستانه د سکرو واردات کم کړي او پر ځای یې له جنوبي افریقا ډېر سکاره واردوي.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، په کراچۍ کې د سوداګري زېرمو د نړیوال ترمینل دولتي کمپنۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۴ م کال په لومړیو ۱۶ ورځو کې د سمندر له لارې له نورو هیوادونو څخه د پاکستان د سکرو واردات د تېر کال د ورته مودې پرتله زیات شوي او ۴۹۳ ټنو ته رسیدلي دي.

دې ورځپاڼې نه دي ویلي چې په یاده موده کې له افغانستانه څومره سکاره وارد شوي دي.

د روانې جنورۍ په ۱۱ ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لارې بندې وې او په لړ کې یې د سکرو ترڅنګ نور تجارتي مالونه صادر یا وارد شوي نه دي.

د طالبانو حکومت تېر کال ویلي و چې پاکستان ته د افغانستان د سکرو د صادراتو د زیاتېدو په نتیجه کې افغانستان د پاکستان د ورځینۍ اړتیا لس سلنه پوره کوي.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، له جنوبي افریقا د ریچارد خلیج د سکرو د ترمینل د سکرو د هر ټن بیه له ۱۱۶ ډالرو ۹۸ ډالرو ته راټیټه شوې ده.

جنوبي افریقا د نړۍ ګڼو نورو هیوادونو ته هم سکاره صادروي.

د پاکستان دولتي شرکت وايي چې د روان مالي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې له جنوبي افریقا یو میلیون او ۹۰۰ زره ټنه سکاره وارد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب