شنبه, مې 18, 2024
Home+ښځه او ډاکټري| خالد انسان

ښځه او ډاکټري| خالد انسان

زمونږ ذهنیت او وروسته پاتې والی له دې څخه در ګز کړه چې کله د ښځو د تعلیم ته د هڅولو لپاره همدا یو جمله کوز او بره کېږي چې په “ښځو تعلیم وکړئ تر څو پردی ډاکټر پرې لاس ونه وهي”. دا جمله له لږ فکر څخه پس مونږ ته دا وایي چې افغان انسان لا هم ښځه د یو توکي او ملکیت څخه پورته څیز نه ګڼي. حتا که تعلیم هم پرې کوې نو له دې کبله یې نه پرې کوي چې ګوندې ښځه انسان دی، د تمدن روزونکې ده، دا یې انساني حق دی، باید خپلواکه وي او شعور یې وده وکړي، بلکې د د دې لپاره چې د نورو څخه یې بچ کړي. کوم چې د دوی د ذهنیت له مخې تیار کمین کې ناست دي چې د نوموړي له ملکیت څخه ګټه پورته کړي.
بله دا جمله سره له دې مردار ذهنیته دا تاوان هم لري چې د ښځې د تعلیم ساحه صرف ډاکټرۍ ته رامحدودوي. مطلب کې دا خبر داسې وي نو ښځه باید له هر هاغه علمي ساحې څخه لیرې وساتل شي چې مونږ ته دا مشکل نه جوړوي چې بیا به سړی لاس پرې وهي. د بېلګې په ډول فزیک یا ټولنپوهنه یا فلسفه. که ښځه دا ونه هم لولي دغه پورته ویره نشته نو فلهذا ښځه یې د لوستلو حق نه لري.
د ښځې د پولیسې کېدو لپاره هم ورته دلیل فیسبوکو کې کوز او بر کېږي.
نوټ: روښانفکره ملګري دا دلیل له مجبورۍ رامخته کوي. مطلب افغان انسان ته په کتلو مجبور یې هم دا دلیل ورته رامخته کړې.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور خالد انسان صاحب ،ښې چارې
    زه فکر کوم ډاکټري د ښځمنو لپاره حیاتي ارزښت لري او هم دیني اړخه د محرم اونا محرم؛د زنانه ناروغیو او امیندوارۍ او زیږون او….واقعیتونو د ناموسي او شرم مسایل ،د ولادي اونسایی څانګې ته الویت ورکوي.
    د دې تر څنګ اوسنۍ دنیا کښې د هرې علمي څانګې دوکتوراوې او بیلابیلو مسلکونو لکه معلمي،پولیسي، حقوق ،سټیوردسي،اداری ماموریتونه، روانپوهنه، حتی په سیاست او حکومتولۍ کښې اهلیتونه،تخصصونه او دوکتوراګانې اخیستل کیږي چې له مادي ګټو نه ې ډیرې معنوي ښیګڼې لري، او هم د راتلونکو نسلونو لپاره د روښنايۍ او پرمختګونو لاره پرانیزي. نه تنها په غیر اسلامي ټولنو کې ،بلکې په ۵۷ اسلامي ملکونو او اماراتو کې هم .
    او زما په قاصر فکر، افغاني میرمنې اونجونې له زانګو او زراعت او مالدارۍ، او دکورکارونو او حتی د جهاد د اړم په شکل ..نیولې تر دا پورتنیو پوهنو لاسته راوړلو او پکار اچولو سل په سلو کې استعداد او لیاقتونه لري ؛ نو بایده دي هر څومره چې ژر امکانات د تعلیم،تحصیل،کار او دوکتوراوو ورته مهیا شي.
    (هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون ) صدق الله العظيم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب