شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازبکستان او پاکستان استازو د افغانستان پر ترانسپورتي پروژو خبرې وکړې

د ازبکستان او پاکستان استازو د افغانستان پر ترانسپورتي پروژو خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۴ مه) ازبکستان او پاکستان په افغانستان کې پر روانو ترانسپورتي او مواصلاتي پروژو خبرې وکړې.

د منځنۍ اسیا د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په خپله کتنه کې همداراز د ترمز- مزارشریف، کابل، پېښور د ریللارې د جوړېدو پر اهمیت هم خبرې وکړې.

دوی دا پروژه د سیمې د اتصال لپاره خورا مهمه وبلله.

ازبکستان ډېر لېوال دی چې دا پروژه تطبیق شي.

په وروستیو ورځو کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ایلخوم ماخاموف له پاکستاني چارواکو سره د ترانس افغان په شمول د دوو هیوادونو ترمنځ د افغانستان له لارې د ترانسپورت پر بیلابیلو طرحو خبرې وکړې.

دوی د ترانس افغان پروژې پر جوړېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې دا پروژه له یوې خوا مزل لنډوي او له بلې خوا د ترانسپورت لګښت کموي.

د ترانس افغان ریللارې په اړه لومړی پلا په ۲۰۱۸ م کال د درو هیوادونو ترمنځ موافقه وشوه. هماغه مهال د دې پروژې لګښت، چې په وسیله یې په کال کې ۲۰ میلیون ټنه مال لېږدول کېږي، ۵ میلیارد ډالره اټکل شوی و.

د ۲۰۲۲ په جولای کې د ازبکستان د ریللارو ادارې له (Boshtransloyikha) انستیتیوت څخه وغوښتل چې د دې ریللارې لګښت اټکل کړي، دې ادارې اټکل وکړ چې دا پروژه به په ۵ کلونو کې په ۴ میلیارده او ۶ سوه میلیون ډالره جوړه شي.

خو د تېر کال په دسمبر کې پاکستان اټکل وکړ چې د دې پروژې پر جوړېدو ۸ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره لګښت راځي.

اوس تازه اټکل ښيي چې پر دې پروژې ۷ میلیارد ډالره لګښت راځي.

ترانس افغان ریللار له مزارشریف څخه پیلېږي او د خوست ولایت تر غلام خان بندر پورې رسیږٍي.

6 COMMENTS

  1. پاکستان بايد له نورو سره زموږ پر استازولۍ خبرې ونه کړي.
    تر هر څه له مخه بايد خپله لاسوهنه پريږدي.

  2. ټالبانو خو د نړۍ ابرځواک ته ماتې ورکړې ، اوس یې استازیتوب پنجابیان کوي . دوی تراوسه د ښځو له ستونزو نه دي فارغ شوي .

  3. وطندار جنوري 24, 2024 At 2:55 am
    کابلوف ته وایم چه د افغانستان په اړه غونډه باید د یو میلیون څخه زیاتو مظلومو افغانانو چه شوروی یا ننی روسي په بی رحمي شهیدان کړیدی، په دیت ورکولو متمرکزه وی. روسان باید لمړی ځمونږ د شهیدانو ديت ادا کړی. او هم د افغانستان د ورانولو او بمباریو جرم او بیا جوړونی ته پیسی ورکړی.

    تاسی کابلوف ته وایم که غواړی چه د پخوا پشان د افغانستان سرنوشت د پخوانی لنډغر او کی جی بی غړی(احمد شاه مسعود) ځوی اخمد مسعود ته ورکړی. نو کابلوف به دغه آرمان ګور ته یوسی.
    افغانان باید ټول په شریکه د نړیوالی جنګی مجریمونو محکمی ته عرض وکړی، چه روسان ځمونږ د شهیدانو ديت او د وطن ورانولو دپور پیسی ورکړی.

    سید محمد جنوري 24, 2024 At 3:07 am
    دغه پوښتنه د له کتابي وروره وکړه وطنخواره سي د تاسي د اشرارو پلرونو په اوږه یې سټينګر وریښئ وه. او د تاسي پلرونو ورته کتابي وروڼه ویل. 😡اخیر کتابي وروڼه درته راغلل د میړه او ماینې خوب کټ ته ودریدل. داسي څرګندیږي سي د غولبویدین په اخوره کې د سخوند وهلئ.د تاسي په طاغوتي جهاد کې میتیازې وکړم سي ملک مو د تورغري سوبه کړ 😡

    Reply
    سید محمد جنوري 24, 2024 At 3:03 am
    Иди ты на хуй сука что хотите что бы опять тех воры участвовали ?такими вы суки братьями стали с чёрножёпо кафиристаном 😡
    سید محمد چه ډیر نومونه لری خو مشهور نوم یی په تاند کی ع، شریف زاد دی.

  4. سید محمد یا ع. شریف زاد کله د افغان نوم هم کاروی.د پنجابی ای اس ای او د شورای نطار د لنډغرو لخوا مقرر شویدی، غواړی چه په تاند ویبپاڼه کی پښتانه په خپل مینځ کی په جنګ واچوی. د ده په باره کی به نور معلومات د ثبوت په اساس وروسته ولولي.

  5. وطندار ورور ته دی وویل سی چی:
    د نظر اظهار به د هر چا مدنی حق وی ( البته معنویاتو ته توهین او سپکاوی د منلو وړ نه دی ) .
    یو څوک باید دومره پوهه او سواد ولری چی د لیکنو د ادبیاتو او سبک له مخی دوو یا درو مختلفو کسانو د هویت تشخیص وکړای سی. ګومان نه کوم ښاغلی شریف زاد او ښاغلی سید محمد او ښاغلی افغان یو شخص وی. ښاغلی شریف زاد او ښاغلی افغان سپک الفاظ نه کاروی خو ښاغلی سید محمد ځانته بیل طرز تفکر لری او ما غوندی ځینی وخت خښمیږی.
    هیله ده چی ښاغلی سید محمد د ” تاریخ ” د لانده بستر څخه را ووځی او د ” نن ورځی ” پِتاوی ته کښینی او نوری نوی نوی ننداری وکړی.
    ما همیشه ویلی دی چی د وطن په باب د هر افغان د نظر څرګندونی او بیان به د هغه د وولس دوستی او وطن پالنی نخښه وی خو د بصیرت او تعقل او انصاف سره هم باید عجین وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب