چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهافغانستان به په ۳۰ کلونو کې تر ټولو له سختې وچکالۍ سره...

افغانستان به په ۳۰ کلونو کې تر ټولو له سختې وچکالۍ سره مخامخ شي

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۴ مه) ملګري ملتونه اټکل کوي چې راتلونکی کال به افغانستان له خورا بدې وچکالۍ سره مخامخ شي.

سږ کال تر دې دمه چې د ژمې یوه میاشت اوښتې، د افغانستان په اکثرو سیمو کې واورې او بارانونه نه دي اورېدلي او په کومو سیمو کې چې اورېدلي، هومره نه دي چې له تېرو کلونو سره پرتله شي.

د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، اوچا پرون (سې شنبې) پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې وچکالي به په افغانستان کې د اوبو پر زېرمو، اوبه خور، کرنیزو محصولاتو او ځړځایونو منفي اغېز وشیندي.

اوچا په دې اندېښنه ښوولې چې د وچکالۍ له کبله به ډېر خلک مجبوره شي چې خپلې اصلي مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

اوچا تر دې وړاندې د روانې جنورۍ په ۷ مه هم ویلي و چې افغانستان په دېرش کلونو کې تر ټولو له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

د اوچا پر اساس، سږ درېیم پر له پسې کال دی چې په افغانستان کې کافي ورښت نه کیږي.

تېر کال هم د افغانستان په یو شمېر سیمو، خصوصاً زابل، ارزوګان، کندهار او هلمند کې د وچکالۍ له کبله یو شمېر خلک مجبوره شول چې خپلې مېنې پرېږدي او مځکې ورڅخه شاړې پاته شي. وړم کال هم کافي ورښت نه و شوی.

د افغانستان لپاره د جدي میاشت، چې عموماً یې په لړ کې واوره اوري، تقریباً بیخي وچه تېره شوه. د ژمي د لومړۍ میاشتې واورې په دې خاطر مهمې دي چې تر ډېره پر مځکه پاته کېږي او مځکه یې په تدریج اوبه جذبوي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا او امریکا کې سږ کال د تېرو کلونو پر تله زیاتې واورې اورېدلي دي.

1 COMMENT

  1. په دعاګانو نه کېږي ، چېرته چې ظالم وي ، هلته وچکالي ، قحطي ، مرضونه ، جنګونه او ټول طبیعي آفتونه هم وي .
    به خاطر یک شوم بسوزد ، شهر روم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب