د سلیقوي قضاوتونو پر ځای د څېړنې او علمي میتود اړتیا
زما او عقلمند کاکا ترمنځ دا محاوره له هغې وروسته پيلېږي چې عقلمند کاکا زما لخوا په ټولنیزو، ټولیزو او عمومي مسایلو کې فردي، عندي، عقدوي، او سلیقوي قضاوتونه تر سخت نقد لاندې نیسي، او ما ته وایي چې پر خپل عقل او خپلو پنځو حواسو تکیه مه کوه. زما لپاره جالبه ده چې یو څوک ځان ته عقلمند وایي او بیا درته وایي چې یواځې پر خپل عقل، او خپلو پنځو حواسو تکیه حماقت دی.
عقلمند کاکا: په داسې حال کې چې زموږ فردي قضاوتونه زموږ د پنځو حواسو په وسیله د خپل فردي محیط د څار زېږنده دي، هوښیار ولسونه او د هغوی تحلیلوونکي بیا د خپلو ټولنو تحولات، د ولسونو نظریات، د حکومتدارۍ په څېر د لویو مسألو په برخه کې بدلونونه او دې ته ورته ژور او وسیع ابعاد لرونکي مسایل هیڅ وخت په خپل فردي قضاوت او فردي حواسو نه مطالعه کوي.
د ټولو د نظریاتو لپاره خپل نظریات معیار نه ټاکي، خپل خراب وضعیت د ټولو خراب وضعیت نه ګڼي، او خپله عیاشي او رفاه د ټولو عیاشي او رفاه نه ګڼي. خپلو پنځو حواسو او فردي عقل ته دا حق نه ورکوي چې حالات په خپل فردي معیار یا ډېر خراب یا ډېر ښه وښیي. فردي حواسو او عقل ته د قضاوت حق نه ورکوي.
زه: ښه نو،، دا خلک عقل او حواسو ته د قضاوت حق نه ورکوي نو څه ته یې ورکوي؟ انسان خو سم قضاوت په عقل، بصارت او بصیرت کوي، نو اوس ته را ته وایې چې مه په خپلو پنځو حواسو باور کوئ او مه په خپل عقل، نو په څه شي باور وکړو؟
عقلمند کاکا: لږ صبر، څه ښه به خوشاله شوی یې چې سړی مو په خپله خبره کې را ایسار کړ.
زه دې په خپله خبره کې نه یم را ایسار کړی. ځواب لرم، او په دې خبره اوس هم ټینګ یم چې ستاسې فردي عقل، فردي نظریات، پنځه حواس او مشاهدې د حقیقت د موندلو لپاره کافي نه دي.
زه: مه کوه سړیه، نو چې عقل کافي نه دی، پنځه حواس کافي نه دي نو بیا خو ټول باید د پیران پیر صاحب مریدان شو او د خلیفه صاحب په ګفت وکړو، ځکه چې نه به مو په خپل عقل باور وي او نه به مو په خپلو لیدلیو رڼو سترګو.
عقلمند کاکا: هو نو، والله که ټوکه کوم.
زه: عقلمنده، دا خو وایي یوه زمانه یو مذهب او فکري میلان دغسې پیدا شوی و چې د عقل او فلسفې مخالف جریان و، ته چې خلک د عقل له کارولو را ګرځوې، د هغوی مذهب ته خو به نه یې ور اوښتی؟
عقلمند کاکا: نه نه، زما خبره دا نه ده چې عقل مه کاروه. زما خبره دا ده چې د ټولنیزو او لویو حقیقتونو د موندلو لپاره د یوه کس عقل او بصیرت کافي نه دی.
زه: ښه نو ستا په نزد حقیقتونه هم توپیر لري؟
عقلمند کاکا- هو، ولې یې نه لري. یو دا حقیقت دی چې یوه خونه تیاره ده او که رڼا ده. چې خونې ته ور ننوتلې، سترګې دې درته وایي چې رڼا ده، عقل دې توجیه ورته لټوي چې په ګروپ، د لمر په وړانګې یا په شمع رڼا ده. یو بیا دا حقیقت دی چې په افغانستان کې شاوخوا شپېته زره کلي او په هر کلي کې اوسطاً سل کوره دي. دا شو شپږ ملیونه کوره. دا چې په دې کې څومره کورونه رڼا دي، څومره تیاره دي، دې حقیقت موندلو ته نه د سترګو زور رسېږي، نه د یوه کس عقل کار پرې کوي.
زه: اها، نو ته وایې چې د لویو حقیقتونو موندلو لپاره باید د ډېرو عقلونو نظریات را ټول شي؟
عقلمند کاکا: هو، خو یواځې نظریات نه، وقایع، یا فکټونه هم را ټول شي.
زه: ښه ښه. نو تا ویل چې عقل مه کاروه. عقل خو به د دې را ټولو شویو فکټونو او نظریاتو د تحلیل لپاره هم کاروې کنه؟
عقلمند کاکا: هلکه ساده ګله، ما خو نه دي درته ویلي چې عقل مه کاروه. ما درته وویل چې عقل په یواځې سر ورته کافي نه دی.
زه: ښه ښه، نو یو خو ستا په نظر له عقل او فردي حواسو سره باید څېړنه، د وقایعو (فکټونو)، ډېټا، احصائیې، او نظریاتو را ټولول مله وي چې عقل خپله دایره پراخه کړي. اوس بیا وایې چې د څېړنې د تحلیل لپاره هم عقل کافي نه دی. دا خو دې کیسه نوره هم پېچلې کړه. چې یو څوک څېړنه هم وکړي، او نتیجه یې عقل تحلیل نکړای شي، سړی بیا څه وکړي؟
عقلمند کاکا: لږه یې سړه خوره هلکه، تر اوبو مخکې موزې مه وباسه. زه یې درته وایم.
ګوره خانیه، په اسمان کې ستوري په سترګو لیدل کېدای شي، خو ټول ستوري یو رنګ ښکارېږي. ټول ستوري لکه زرین او راڼه بڅرکي ښکارېږي. زحل، زهره، سیاره، مریخ نه سره پېژندل کېږي او توپير یې نه کېږي. نو د دې لپاره چې هر یو دقیق وپېژنې، ټيلي سکوپ ته اړتیا ده.
دغسې د غټو حقایقو د لیدلو لپاره پوهانو د عقل د قوت زیاتولو لپاره علمي تیورۍ را منځته کړي دي. د ریسرچ نتایج بیا په علمي تیوریو تحلیلېږي. اوس ورسېدې؟
زه: هممم هو. یو څه ورسېدم. نو ستا په نزد، د ډیټا او څېړنو د پایلو د تحلیل لپاره بیا هم فردي عقل کافي نه دی، باید علمي تیورۍ وي چې خپله دا تیورۍ هم په څېړنو بیا بیا کره شوي وي؟
عقلمند کاکا: هو. اوس ورسېدې او چې ورسېدې، نو که دې اجازه وي، یو نصیحت به درته وکړم.
زه: وکړه وکړه عقلمنده، ښه ډېر نصیحت وکړه. !
عقلمند کاکا: ګوره هلکه، په مثال یې درته وایم، مثال د توضیح لپاره وي. ته چې کله وایې په افغانستان کې امنیت خراب دی. دا غټ او عمومي قضاوت دی. د دې لپاره ستا خپل عقل، خپلې مشاهدې کافي نه دي. که پر تا چا ستاسې په کوڅه کې برید وکړ، او بچ شوې دا د افغانستان د امنیت د خرابوالي معیار نشي کېدای. دغسې پېښې په واشنګټن کې هم کېږي. نو ته خپله شخصي تجربه یواځې هغه وخت عامولای شې چې ریسرچ وکړې. تحقیق وکړې، نمونه ګیري وکړې، مثلا، د افغانستان په مختلفو زونونو کې شاوخوا دوولس ولایتونه انتخاب کړې، چې هر زون ته څلور ولایتونه ورسېږي. بیا په هر ولایت کې ولسوالۍ او د نفوسو مرکزونه په نښه کړې، بیا هلته د یوې اونۍ د هر ولایت پېښې را ټولې کړې. بیا ورته کښېنې، د نړۍ د ښارونو له عادي ارقامو سره یې پرتله کړې او یوه داسې علمي تیوري پیدا کړې چې درته ووایي، په تر جګړې وروسته هېوادونو کې که د جرایمو او پېښو کچه په دومره سیمو کې د ورځې تر دې شمېرې زیاته شوه نو وضعیت جدي دی. بیا به نو ستا قضاوت د یوه معیار پر اساس وي.
دغه راز، کله چې وایې په افغانستان کې سږ کال غنم نشته. دا غلطه خبره ده. ایف اې او او د ملګرو ملتونو د خوراک اداره چې د زراعت وزارت په مرسته هر کال د افغانستان د غنمو د تولید کچه معلوموي لږ تر لږه شپږ زره بزګر غږوي، د هغوی د ځمکو پر هکتار /في هکتار حاصل ګوري، د تخم نوعه یې ګوري، پوښتي یې چې څومره تخم یې کرلی او دا معلوموي چې دغه تخم له دومره مقداره څومره غنم تولیدوي، بیا له فضا څخه په ګوګل ایرت باندې نقشې را اخلي بیا یې پرتله کوي، بیا د خاصو علمي تیوریو پر اساس تنایج ړاندې کوي.
ته را ولاړ شې، په ټلویزیون کې ځګاړې بادوې چې هله غنم نشته، امنیت خراب دی، د خلکو ذهنیتونه خراب دي، عایدات کم شوي، تجارت سقوط دی. په کوم اساس لالا؟؟؟