چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+په ژبو کې "ابهام" کله رامنځته کېږي؟

په ژبو کې “ابهام” کله رامنځته کېږي؟

لیکنه: رحمت الله “ابرار”

په ژبو کې ”

لیکنه: رحمت الله “ابرار”
په ژبو کې “Ambiguity” ابهام څه او کله رامنځته کیږي؟
که چېرې یوه کلمه یا جمله له یوې زیاتې ماناوې ولري، په ژبه کې د مانا ستونزه رامنځته کوي چې همدې ستونزې ته “Ambiguity” د اصل مانا ناڅرګندتیا یا ابهام وایي.
خو د ژبپوهنې مانا پوهنې په اصطلاح کې دې حالت ته “Polysemy” وایي یعنې د زیاتو ماناوو لرونکی حالت.
مانا پوهنه “Semantics” د ژبپوهنې یوه پراخه برخه ده چې د یوې ژبې مانا مطالعه کوي، چې د کلمو، فقرو، عبارتونو او جملو ماناوې پکې شاملیږي.
په ژبو کې د مانا ابهام په مختلفو بڼو رامنځته کیږي چې لاندې یې په هر ډول باندې جلا او لنډ بحث کوو.
راځئ دلته د مانا پوهنې “Semantics” برخې پورې تړلي د مانا ناڅرګندتیا څو مثالونه ولولو:
○- I saw the table.
دا جمله دوه ډوله مانا کولای شو.
اول: ما مېز ولید.
دوهم: زۀ مېز اره کوم.
د لومړي مانا تشریح:
د “saw” کلمه که چېرې د “see” فعل تېر حالت وګڼو، بیا د لېدلو مانا لري.
د دوهمې مانا تشریح:
که د “saw” کلمه د فعل لومړنۍ حالت وګڼو نو د “اره کول/کولو” مانا لري.
پورته د مانا مشکل “saw” کلمې رامنځته کړی، نو دا ستونزه د مانا پوهنې اړوند ګڼو.
راځئ یو بل مثال ته وګورو.
○- Meet me at the bank.
دلته د بانک کلمه بیا هم دوه ماناوې لري.
۱- بانک هغه ځای ته وايي چې موږ پیسې پکې ساتو.
۲- بانک د سیند سره نږدې ساحې ته هم وايي.
اوس دې ځای کې بیا اورېدونکی پوښتنه کوي چې کوم بانک؟ د سیند غاړه او که هغه د پیسو اخېستلو ځای؟
خو که ځیر شو دلته ستونزه د Bank کلمې پیدا کړې نۀ د کلمو کارونې او جوړښت، نو دا ستونزه خپله د کلمې مانا ته راجع کیږي او په مانا پوهنه پورې تړل کېږي.
ګرامري ابهام:
راځئ دلته یو داسې مثال راواخلو چې ستونزه د جملې جوړېښت رامنځته کړې وي نه د کلمې مانا.
○- John saw the man from the restaurant.
پورته جمله هم دوه ډوله مانا کولای شو:
لومړی:  جان هغه سړی بیا ځلې بل ځای لیدلی چې مخکې یې په هوټل کې هم لیدلی و.
دوهم:  جان سړی هغه وخت لیدلی چې د هوټل له مخې تېرېدۀ.
اوس دا د ناڅرګندتیا ستونزه د مانا پوهنې (Semantics) مشکل ګڼل کیږي او که د جوړښت یا ګرامر (Syntax)؟
دلته ستونزه د کلمو کارونې رامنځته کړې نۀ د کلمو مانا، ځکه یې د مانا پوهنې ستونزه نشو ګڼلای او ستونزه په ګرامر (Syntax) پورې تړلې ګڼو.
د ګرامري ابهام یو بل مثال به هم راواخلو:
دا مثال:
○- Ahmad saw the man with the  telescope.
دلته بیا هم جمله دوه ډوله مانا کولای شو:
۱- لومړی: احمد سړی په تېلېسکوپ سره ولیدۀ. یعنې احمد سړی د تېلېسکوپ په واسطه ” دښيښې له لارې” لیدلای.
۲- دوهم: احمد سړی هغه وخت لیدلای چې تېلېسکوپ ورسره و.
دا ستونزه بیا هم د جملې جوړښت جوړه کړې ده نو ځکه یې د Syntax یا جوړښت ستونزه بللی شو.
کلمه یې “lexical Ambiguity” ابهاب یا ناڅرکندتیا:
کله چې یوه کلمه له یوې زیاتې ماناوې ولري، نو دا حالت هم ابهام رامنځته کوي چې دا ډول حالت کلمه یېز ابهام بلل کیږي، راځئ په لاندې مثال کې یې واضع کړو:
○- He was bothered by the cold.
پورته جمله کې د “cold”  کلمه هم دوه ډوله مانا کولای شو.
لومړی: cold ډېرې ساړې هوا لپاره استعمالیږي، نو یوه مانا دا شوه چې هغه ساړې هوا ادېښمن کړی.
دوهم: cold کلمه یوې عامې زکام ډوله ناروغۍ  ته هم کارول کیږي. نو دلته بیا داسې فکر کیږي چې هغه د زکام ناروغۍ اندېښمن کړی دی.
دلته بیا هم مانا ښکاره نشوه ځکه دې ډول ابهام ته موږ کلمه یيز ابهام “Lexical Ambiguity” وایو.
کیسه ییز ابهام:
دا ډول د مانا ابهام د یوې کیسې په ځینې جملو کې رامنځته کیږي.
راځئ دلته یې یو مثال را واخلو:
○-  I will repay you for this.
که پورته جملې ته ځیر شو، طبعاً یې دوه ډوله مانا کولای شو.
لومړی: د ویونکي هدف به دا وي چې د ښو بدله به اداء کوي، یعنې د یو کس د ښې کړنې په مقابل کې به دی هم غواړي ښۀ ورسره وکړي.
دوهم: د ویونکي هدف شاید دا وي چې هغه خپل غچ اخلي، یعنې یو چا مشکل ورته جوړ کړي او دی هم غواړي غچ او انتقام ترې واخلي. موږ نۀ پوهېږم چې ویونکی څه هدف لري، خو دې دا ډول جملو، کلمو، فقرو اصل مانا پیدا کولو لپاره مجبور یو د جملو، کلمو او فقرو شاوخوا نورې کلمې او جملې ولولو ترڅو تر اصل مانا ځانونه ورسوو.
د ماناوو ابهام ګټې، د کارونې او مخنوي ځایونه:
په ژبو کې د ماناوو دا ډول ابهام د ژبو د غني کیدو سبب کیږي، لوستونکي مجبوریږي ترڅو د کلمو اصل مانا پیدا کړي، دا ابهام د ادبیاتو، د فصاحت او بلاغت او د شاعرۍ په برخه کې په پراخه کچه لیدل کیږي، ترڅو لوستونکي او اورېدونکي لا وهڅول شي چې د متن ژورو ته ښکته شي او د کلمو او جملو پټې او ناڅرګندې ماناوې وپېژني. دا چاره نۀ یوازې د پوهېدونکي په اړیکو کې د روڼتیا سبب کیږي، بلکې د نورو مغلق پیغامونه په سم ډول ترلاسه کولای شي. په شاعرۍ، دستاني او ادبي متنونو کې ابهام یا څو امکاني ماناوې د متن خوند زیاتوي او موضوع لا جالبوي.
 خو په رسمي، تجارتي او تخنیکي متنونو او لیکنو کې باید د دا ډول ابهام مخنوی وشي ترڅو د پوهاوي ستونزې رامنځته نۀ کړي.

” څه او کله رامنځته کیږي؟

که چېرې یوه کلمه یا جمله له یوې زیاتې ماناوې ولري، په ژبه کې د مانا ستونزه رامنځته کوي چې همدې ستونزې ته “Ambiguity” د اصل مانا ناڅرګندتیا یا ابهام وایي.
خو د ژبپوهنې مانا پوهنې په اصطلاح کې دې حالت ته “Polysemy” وایي یعنې د زیاتو ماناوو لرونکی حالت.
مانا پوهنه “Semantics” د ژبپوهنې یوه پراخه برخه ده چې د یوې ژبې مانا مطالعه کوي، چې د کلمو، فقرو، عبارتونو او جملو ماناوې پکې شاملیږي.
په ژبو کې د مانا ابهام په مختلفو بڼو رامنځته کیږي چې لاندې یې په هر ډول باندې جلا او لنډ بحث کوو.
راځئ دلته د مانا پوهنې “Semantics” برخې پورې تړلي د مانا ناڅرګندتیا څو مثالونه ولولو:
○- I saw the table.
دا جمله دوه ډوله مانا کولای شو.
اول: ما مېز ولید.
دوهم: زۀ مېز ارۀ کوم.
د لومړي مانا تشریح:
د “saw” کلمه که چېرې د “see” فعل تېر حالت وګڼو، بیا د لېدلو مانا لري.
د دوهمې مانا تشریح:
که د “saw” کلمه د فعل لومړنۍ حالت وګڼو نو د “ارۀ کول/کولو” مانا لري.
پورته د مانا مشکل “saw” کلمې رامنځته کړي، نو دا ستونزه د مانا پوهنې اړوند ګڼو.
راځئ یو بل مثال ته وګورو.
○- Meet me at the bank.
دلته د بانک کلمه بیا هم دوه ماناوې لري.
۱- بانک هغه ځای ته وايي چې موږ پیسې پکې ساتو.
۲- بانک د سیند سره نږدې ساحې ته هم وايي.
اوس دې ځای کې بیا اورېدونکی پوښتنه کوي چې کوم بانک؟ د سیند غاړه او که هغه د پیسو اخېستلو ځای؟
خو که ځیر شو دلته ستونزه د Bank کلمې پیدا کړې نۀ د کلمو کارونې او جوړښت، نو دا ستونزه خپله د کلمې مانا ته راجع کیږي او په مانا پوهنه پورې تړل کېږي.
ګرامري ابهام:
راځئ دلته یو داسې مثال راواخلو چې ستونزه د جملې جوړېښت رامنځته کړې وي نه د کلمې مانا.
○- John saw the man from the restaurant.
پورته جمله هم دوه ډوله مانا کولای شو:
لومړی:  جان هغه سړی بیا ځلې بل ځای لیدلی چې مخکې یې په هوټل کې هم لیدلی و.
دوهم:  جان سړی هغه وخت لیدلی چې د هوټل له مخې تېرېدۀ.
اوس دا د ناڅرګندتیا ستونزه د مانا پوهنې (Semantics) مشکل ګڼل کیږي او که د جوړښت یا ګرامر (Syntax)؟
دلته ستونزه د کلمو کارونې رامنځته کړې نۀ د کلمو مانا، ځکه یې د مانا پوهنې ستونزه نشو ګڼلای او ستونزه په ګرامر (Syntax) پورې تړلې ګڼو.
د ګرامري ابهام یو بل مثال به هم راواخلو:
دا مثال:
○- Ahmad saw the man with the  telescope.
دلته بیا هم جمله دوه ډوله مانا کولای شو:
۱- لومړی: احمد سړی په تېلېسکوپ سره ولیدۀ. یعنې احمد سړی د تېلېسکوپ په واسطه ” دښيښې له لارې” لیدلای.
۲- دوهم: احمد سړی هغه وخت لیدلای چې تېلېسکوپ ورسره و.
دا ستونزه بیا هم د جملې جوړښت جوړه کړې ده نو ځکه یې د Syntax یا جوړښت ستونزه بللی شو.
کلمه یې “lexical Ambiguity” ابهاب یا ناڅرکندتیا:
کله چې یوه کلمه له یوې زیاتې ماناوې ولري، نو دا حالت هم ابهام رامنځته کوي چې دا ډول حالت کلمه یېز ابهام بلل کیږي، راځئ په لاندې مثال کې یې واضع کړو:
○- He was bothered by the cold.
پورته جمله کې د “cold”  کلمه هم دوه ډوله مانا کولای شو.
لومړی: cold ډېرې سړې هوا لپاره استعمالیږي، نو یوه مانا دا شوه چې هغه سړې هوا ادېښمن کړی.
دوهم: cold کلمه یوې عامې زکام ډوله ناروغۍ ته هم کارول کیږي. نو دلته بیا داسې فکر کیږي چې هغه د زکام ناروغۍ اندېښمن کړی دی.
دلته بیا هم مانا ښکاره نه شوه ځکه دې ډول ابهام ته موږ کلمه یيز ابهام “Lexical Ambiguity” وایو.
کیسه ییز ابهام:
دا ډول د مانا ابهام د یوې کیسې په ځینې جملو کې رامنځته کیږي.
راځئ دلته یې یو مثال را واخلو:
○-  I will repay you for this.
که پورته جملې ته ځیر شو، طبعاً یې دوه ډوله مانا کولای شو.
لومړی: د ویونکي هدف به دا وي چې د ښو بدله به اداء کوي، یعنې د یو کس د ښې کړنې په مقابل کې به دی هم غواړي ښۀ ورسره وکړي.
دوهم: د ویونکي هدف شاید دا وي چې هغه خپل غچ اخلي، یعنې یو چا مشکل ورته جوړ کړي او دی هم غواړي غچ او انتقام ترې واخلي. موږ نۀ پوهېږم چې ویونکی څه هدف لري، خو دې دا ډول جملو، کلمو، فقرو اصل مانا پیدا کولو لپاره مجبور یو د جملو، کلمو او فقرو شاوخوا نورې کلمې او جملې ولولو ترڅو تر اصل مانا ځانونه ورسوو.
د ماناوو د ابهام ګټې، د کارونې او مخنوي ځایونه:
په ژبو کې د ماناوو دا ډول ابهام د ژبو د غني کیدو سبب کیږي، لوستونکي مجبوریږي ترڅو د کلمو اصل مانا پیدا کړي، دا ابهام د ادبیاتو، د فصاحت او بلاغت او د شاعرۍ په برخه کې په پراخه کچه لیدل کیږي، ترڅو لوستونکي او اورېدونکي لا وهڅول شي چې د متن ژورو ته ښکته شي او د کلمو او جملو پټې او ناڅرګندې ماناوې وپېژني. دا چاره نۀ یوازې د پوهېدونکي په اړیکو کې د روڼتیا سبب کیږي، بلکې د نورو مغلق پیغامونه په سم ډول ترلاسه کولای شي. په شاعرۍ، دستاني او ادبي متنونو کې ابهام یا څو امکاني ماناوې د متن خوند زیاتوي او موضوع لا جالبوي.
 خو په رسمي، تجارتي او تخنیکي متنونو او لیکنو کې باید د دا ډول ابهام مخنوی وشي ترڅو د پوهاوي ستونزې رامنځته نۀ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب