جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبلنډه کیسهپخوانۍ کوڅه / اجمل پسرلی

پخوانۍ کوڅه / اجمل پسرلی

مازدیګر ناوخته خوب وزنګولم. پښې مې په کوچ کې وغځولې او سترګې مې سره ورغلې. یو وخت چې مې سترګې پرانیستې په کوټه کې تپه تیاره وه. څراغ مې ولګاوه. دولس بجې وې.

ډوډۍ مې نه وه خوړلې، له هوټله راکوز شوم. د پراګ د ښار په منځ کې تر ناوخته خلک ګرځي. دلته هلته ځوانان په مخه راتلل، چې اکثر یې د نورو هیوادو راته ښکاریدل. پر یوې کوڅې ورننوتم، کږه وږه کوڅه وه، دې خوا مې وکتل ها خوا مې وکتل د بیرته ستنیدو لاره له ما ورکه شوه. شاوخوا هم څوک نه و چې پوښتنه وکړم. ښي لاس ته وګرځیدم، تیاره وه، زړه مې وکړ چې بیرته راپه شا شم، خو سوې سوې چیغې مې تر غوږو شوې. د پنجره اي وره شاته یوه نجلۍ ولاړه وه. پنجره یې په دواړو لاسونو راکاږله او هڅه یې کوله چې بهر راووځي خو نه شوای راوتلی. زه ورته ودریدم، په چکي یې څه راته وویل، خو په ژبه نه سره پوهیدو. په اشارې یې پوه شوم چې دروازه پسې کلکه شوې. ما غوږ ته بټه ګوته یووړه او خمچۍ ګوته مې خولې ته ونیوله، د ټیلفون اشاره مې وکړه او ورته ومې ویل:

– پولیس

د پولیس د نوم له اوریدو سره یې سر وریږداوه او یو ګام شاته شوه.

 ترې رهي شوم. وړاندې یوه ډله ځوانان مخې ته راغلل، هغوی ته مې د دې نجلۍ کیسه وکړه، دوی مست له دنیا نا خبره په خپله مخه ولاړل.

اوس مې په پراګ کې کلونه شوي، په همدې کوڅې پسې د ښار په منځ کې ګرځیدلی یم خو نه مې ده موندلې، ښایي هغه ور بدل شوي وي، خو نه پوهیږم ولې مې زړه غواړي چې دغه ځای بیا ووینم.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب