جمعه, اپریل 19, 2024
Homeټولنیزملالۍ / لیکوال: آغامحمد قریشي

ملالۍ / لیکوال: آغامحمد قریشي

موضوع: د جنډر مساوات

سلام، کاکا

وعلیکم سلام، څوک؟

کاکا، زه ملالۍ یم. د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکې یم، کاکا ته قریشي صاب یې؟

هو، لورکۍ راته ووایه، څه وايه؟

کاکا، د کلي ټولو ماشومانو ته یې کتابچې او کتابونه ورکړي، ماته یې یوه کتابچه هم نه ده راکړې.

تاسو د کوم کلیوالي ټولګي زده کوونکې یاست؟

یا کاکا، زموږ د ملا صاب لوڼې ټولې ورځي ، زه نه ورځم.

ولي؟ هلو! هلو! …

له دې سره د تلیفون اړیکه پرې سوه، هماغه شمېرې ته مې یو ځل بیا زنګ وواهه، شمېره بنده وه. له دې سره سوچونو واخیستم، نه پوهېدم ، څوک او د څه لپاره یې راسره اړیکه ټینګه کړې وه؟ د هغې نرم  ږغ او سلګۍ مې په غوږونو کې ازانګه کوله.

په دفتر کې ناست وم چې د کمپیوټر پر پرده راته له کابله یو برېښنالیک راغی، کله چې مې پرانستی، د سپیده پروژې مشر راته لیکلي وو: هر څومره اضافي زده کوونکي چې لرئ، هیله ده د ثبت چاري یې پیل کړئ، تر څو په راتلونکي تعلیمي کال کې زموږ د کلیوالو زده کړو اصلي زده کوونکې اوسي. د کمپیوټر پردې ته ځېر وم، مخته پر سپین دېواله ځوړنده پاڼې باد ښورولې، د راغلي برېښنالیک ځواب مې لیکی، په وار وار مې هڅه وکړه ، هر ځل به رانه تېروتنه سوې وه، یو ځل خو مې بیخي لیکلي وو: هغه زده کوونکي چې د اضافي کتابچو غوښتنه کوي، باید ورکړل سي. وروسته مې خپل برېښنالیک سم او د اضافي کتابچو د غوښتنې لپاره مې اړوند مامورینو ته سپارښتنې وکړې، تر څو له اړوند ټولګیو د زده کوونکو د موادو د کمښت په اړه څه راوړي، له سروې او کره معلوماتو وروسته جوته سوه چې زده کوونکو اضافي کتابچو ته اړتیا لرله، په اړوند مې بل برېښنالیک ولېږلی.

د دفتر ور مې وټکېدی، اجازه مې ورکړه چې دفتر ته دننه راسي.  که ګورم د دپوهني ریاست د کیوالي زده کړو مامور  و، له روغبړ وروسته سمدستي یې د ای ار سي د کلیوالي زده کړو د زده کوونکو، ښوونکو او ترینرانو په اړه ډېر د خوښۍ او بریا خبرې وکړې، په وینا یې چې ټول ښوونکي، پوهني ریاست ، اړوند مرکزي ښوونځي او ټولنه له کلیوالي زده کړو ډېر خوښ دي. دا یې هم راته وویل چې په اکثره اولسوالیو کې خلک د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنې کوي، خو تر دې دمه یې هیچا غوښتني ته ځواب نه دی ویلی.

د چای ست مې هیر سوی و، مېلمه ته مې شین چای ورکړې، له هغه سره په خبرو بوخت وم چې د محلي زده کړو د یوې تولګۍ د یوې شورا غړی چې په مارجه کې اوسېده اړیکه راسره ټینګه کړه:

سلام علیکم.

وعلیکم سلام.

زه د (…) ټولګی د شورا غړی یم، ستاسو مامور اوس یو خروار بوټي او یوه بُخارۍ راوړه، زه ډېر خوشحاله سوم.

سمه ده ، حاجي صاحب، ای ار سي موسسه تل دخلکو خدمت کوي. دا ستاسو حق دی.

الله مو په دین او دنیا کې مه خواروه، ټول شاګردان ویخ ته ناست وو.اوس به نور ټولګی په بخارۍ تودوو.

ډېره ښه خبره ده. زه هم ډېر خوشحاله سوم، زده کوونکي څنګه دي؟

ټول ښه دي، الله دي ستاسو غم نه راکوي.

سمه ده، که کوم کار نه  وي، له تاسو رُخصت  اخلم.

الله مو مل او ملګر ی سه.

دوه ورځې وروسته یو ځل بیا په هماغه شمېره اړیکه راسره ټینګه سوه چې یو ځل یې په نرم ږغ خبرې راسره کړې وې،

سلام کاکا.

وعلیکم سلام.

کاکا زموږ خواته برق نسته، مبایل مې په هماغه ورځ برق خلاص کړ.

کومه خبره نه ده. ته څوک یي؟

زه د نظر کاکا لور یم. زما قرآنکریم زده دی، ماته ولي کتابچې او قلمونه نه راکوئ؟

ولي به یې نه درکوو، تاسو په کوم ټولګی کې یاست؟

په کوم ټولګی کې نه یم، زه پر کور یم، پلار مې راته وايي غټه یې، له کوره مه وزه.

تاسو د څو کالو یاست؟

مور مې راته وايي چې سږ کال دي اتم دی او د  اووه کلنۍ غاښونه مې مات کړي دي.

لورکۍ ستاسو خواته مکتب سته.

هو، د ای ار سي موسسې مکتبونه ډېر دي، زما ملګرې ټولي ورځي، خو ….

پلار دي څه کار کوي؟

هغه د کلي خان دی، ګرده ځمکه زموږ ده، ډېر موټرونه هم لرو، زما رسم زده دی.

نو… (خبره یې راپرې کړه.)

کاکا زما پلار راغی د خدای په امان….

له دې سره یې اړیکه پرې کړه، یو څه مې ترې واخیستل، له ښځينه ماستر ترینرې سره مې خبرې وکړې، له هغې سره مې هم یادي خبرې شریکې کړې:   یوه نجلۍ چې ډېر معصوم ږغ یې دی له ناوې اولسوالۍ څخه له ماسره خبرې کوي، په یوه روشن شمېره اړیکه راسره نیسي.

څه درته وايي؟

نور هيڅ نه،  یواځي دومره چې ولي مو هغې ته کتابچې نه دي ورکړي؟

کتابچې خو یې ټولو ته ور کړي، نه پوهېږم چې دا یوه نجلۍ ولي پاته ده؟

په ټولنه کې ځينې خلک ډېرې پیسې لري، نظر اکا موړ سړی دی، یوه لور یې په څوارلس کلنۍ واده کړه، بله یې پر کور د کلیوالي زده کړو ټولګی ته یې د درس ویلو لپاره نه پرېږدي.

ایا تاسو د نظر اکا له مېرمنې سره خبرې کړې؟

نه ، خبرې خو مو نه دي کړي، راتلونکې ورځ به ور سره وږغېږم.

سمه ده. زه هم کوښښ کوم ددې موضوع په اړه پلټنه وکړم.

راتلونکې ورځ سه شنبه ښځينه ماستر ترینره د نظر کاکا کور ته ولاړه د هغه له مېرمنې سره یې خبرې وکړې:

ستړې مسې خورې!

خیر یوسې. ته د ماسسې ښځه یې؟

هو، خورې زه معلمه یم.

یووو، ستا کالي خو داسي شیان دي لکه زموږ ده، ته بیا څنګه مالمه یې؟

هو، خورې کالي اړین نه دي، سواد او زده کړه مهمه ده. زه هم د همدې هلمند ولایت اوسېدونکې یم.

ملالۍ !!! هله، لورې ژر سه مالمې ته چای راوړه.

سمه ده مورې، ژر یی دروړم.

ملالۍ درس وايي؟

یا، درس دي په غم سي، ټولی نجوني یې سپین سترګې کړې، تا لیدلي یې ګرده ورځ د امریکایانو شیان په وايي

خورې، داسي نه ده ، تعلیم ډېر ښه دی، ته ملالۍ د کلیوالي زده کړو ټولګي ته ولېږه.

یو، په خاورو دي سي، ښه شیکه لور مې ده، سبا و بل سبا یې د وررو زوی ته ورکوم، د خاوند مې لا خوښه ده چې د خپل ورور زوی ته یې ورکي.

مه خورې، داسي مه وایه، لور دي باید ښوونځی ته ولېږې، چې یو څه زده کړي، سبا به دي توله کورنۍ په هوسا وي.

دادي ، معلمه صاحبې چای مې تاته راوړې، شين چای مې درته پخې کړي.

لوري، د درس سره مینه لرې؟

هو، معلمې، پلار ته مې نه سم ویلای ډبوي مي، خو مور ته مي کرۍ ورځ وایم چې ښوونځی ته مې پرېږدي، ډېر څه مې له ځان سره زده کړي دي.

خورې! ملالۍ به هرورو مرو درس ته پرېږدې.

ښه دی، زه به یې پلار ته ووایم، ولاکه مې زړه ته لوېږي چې پرې دې ږدي.

خورې چای مې و څښلي، نوره ځم ، که په کور کې تلیفون لرئ، شمېره یې راکړئ، بیا زه د ملالۍ  پوښتنه درنه کوم.

یا یا خورې، زما خاوند مې ولچي مړه کې چې د خپل مبایل نمبر درکم.

سمه ده، دالله په امان.

ددې حال په خبرېدو ډېر وځورېدم، د کېسې ژورو ته ورننوتم، پوه سوم چې یو څه پېښ و، ملالۍ له پوهي سره مینه لري، ظالم پلار یې ښوونځی ته نه پرېږدي، زه باید هرومرو خپله یو ځل ولاړ سم او له نظر کاکا سره د هغه د لور د تعلیم په اړه وغېږم.

په سهار د ناوې پر لور رهي سوم، د ټولنیز کار کوونکي وزیري صاحب څخه مې د نظر کاکا، د ټولګیزي شورا د غړو او د کلي د ملا امام د اړیکو شمېرې واخیستې. تر ټولو لومړی مې له ټولګیزي شورا سره خبرې وکړې، دهغوی په مرسته مې د کلي ملا امام او نظر کاکا خبر کړل، ورته ومې ویل چې دهغوی سره د یو موضوع په اړه ږغېږم.

کلي ته چې ور سېدم، لومړی مې د کلي له ملا صاحب سره خبرې وکړې.

ملاصاحب سلام علیکم.

وعلیکم معلم صاحب څنګه یې؟

ښه یم، تاسو څنګه یاست ، بچي مو څنګه دي، کور او کلي کې خیریت دی؟

هو، شکر دی ، فضل د رب دی.

ملاصاحب دا دي زوی دی؟

یا دا مې وراره دی، زوی مې ښوونځی ته تللی، خور یې هم له ځان سره بیولې.

ښه، لور مو هم ښوونځی کې ده؟

هو، دلته دغه ستاسو کلیوالي زده کړي ډېرې ښې دي، د سهار له خوا یې ښځه معلمه درس ورکوي، د ماپښين له خوا بیا زه هم دلې ستاسي سره معلم یم، د شورا غړی هم یم. د میاشتي پوره پنځه زره افغانۍ معاش راکوي.

څنګه دی، زموږ ده مامورینو چلن له تاسو سره څنګه دی؟

ډېر ښه دی، له ټولو ډېر خوشحاله یو، هر وخت ښه تریننګونه راکوي، بخارۍ یې هم راوړې وې، یو خروار پوره بوټي یې هم وسره راوړي وو. د ای ار سي موسسې څخه موږ ډېر خوشحاله یو.

ښه لور او زوی دي څه زده کړي؟

هو، لمونځ خو یې ټوله زده کړی، خط هم لیکلی سي، حساب یې تر ضرب زباني لا اړولی.

ملاصاحب تاسو خو پوه یاست چې علم ډېر مهم دی، باید نظر کاکا وهڅوو تر څو خپل ماشومان ښوونځی ته ولېږي.

سمه ده، نظر کاکا خو زامن پرېږي، خو خپله لور نه پرېږ دي.

تر څه وخته به یې نه پرېږدي، راځئ په ویې پوهوو.

زه او ملاصاحب ولاړو د شورا دوه غړي (الله داد او سید نور ) مو هم له ځان سره یوړه، د نظر کاکا د کور ور مو وروټکوی. که

ګورو خپله راغی، له موږ سره یې روغبړ وکړ، هغه پوه و چې زه د موسسې له لوري راغلی یم، له ماسره یې مات او ګوډ روغبړ وکړ. له هغه سره کښېناستو او خبرې مو پیل کړې:

ملاصاحب: نظر کاکا، څنګه دي کارونه ، بچیان دي څنګه دي؟

نظرکاکا: ښه دي، تاسو څنګه یاست؟

زه: نظر کاکا خورا ښه کوټه موجوړه کړې.

نظرکاکا: هو، دا مې پروسږکال جوړه کړه. خیال مې دی شاته یې بله کوټه جوړه کړم غواړم وراره مي زوم کړم او پکي وايي ړوم.

ملاصاحب: نظر کاکا ، زه نن راغلی یم ستا سره ډېرې مهمې خبرې لرم، هیله ده له ماسره څه وخت تېر کړې.

نظرکاکا: ښه نو څنګه خبرې؟ د څه شي خبرې؟

الله داد: نظر کاکا دا انجنر صاحب له موسسې څخه راغلی.

ملاصاحب: د اسلام په مبارک دین کې ویل سوي چې علم پر هر نر او هره ښځه فرض دی ، ولو که په چین کې وي. نو موږ او تاسو باید خپلې لوڼې او زامن درس ته ولېږو.

نظرکاکا: یو، ملا صاحب ته هم دا خبرې کوې؟ لور به څنګه درس ته پرېږدم. ته خو مې سم اړوې.

ملاصاحب: یا نظر کاکا داسي نه ده، زه یو دیني عالم ، له تاسو سره په کلونو کلونو ژوند کوم، ما لا خپله لور درس ته خوشي کړې.

نظرکاکا: ته چې نو هر څه کوې زه به یې هم کوم.

سید نور: نظرکاکا، زموږ د کور هم ټولي نجوني او هلکان ماشومان د کلیوالي زده کړو ټولګیو ته ځي.

ملاصاحب: نظرکاکا، په کلي کې کلیوالي ټولګۍ اجاد سوي، ټولو خپلي لوڼې او زامن ور اچولي تاسو یې هم ور ولېږئ.

نظرکاکا: په یوه شرط به یې ور واچوم چې پر کال یې بیرته ځني راباسم، داسي نه وي غلط شیان ور وښيي.

زه: نه نظر کاکا، هیڅوک به خپلو مسلمانو بچو ته بد او ناوړه څه نه ورښيي، معلمه یې ستاسو د کلي د خان محمد کاکا لور ده، هغې په لښکرګاه کې مکتب ویلی اوس دلې معلمه ده، کومه بېګانه خو نه ده.

نظرکاکا: ښه د خان محمد اکا لور اوس دونه رسېدلي؟

ملاصاحب: هو، نظرکاکا، ته فکر مکوه، لور به دي ور ولېږي، ټول لمونځ به په ښه طریقه ور وښيي.

نظرکاکا: غوړي ورکوي؟

زه: نظرکاکا، د غوړو په فکر کې مه کېږه، ماشومانو ته دي کتاب، کتابچه او قلم ټول ورکوي، سبا به دي لور لویه ډاکټره سي، زوم خو دي څه چې ټول کلی به دي عزت کوي.

نظرکاکا: هو، ولاچي انجنر صاحب ، د کلي په بازار کې یوه کابلۍ ډاکټره راغلې داسي پوه ده چې فکر کوې، زموږ پیسې خو ټولې په دواوو ولاړې،

زه: ګوره نظر کاکا، ژمنه وکړه چې لور به دي درس ته پرېږدي، هغه به هرو مرو ډاکټره کېږي.

ملاصاحب: ځه نو نظر کاکا نور ستا وخت نه نیسو، چای مو هم درسره وڅښلې، یوه د خیر دعا به وکړو (….) بیا به ځو.

زه لا تر دفتره نه وم رارسېدلی چې ملالۍ ږنګ راته وواهه، ملالۍ مُسکۍ مُسکۍ کېده، په معصوم ږغ یې راته وویل:

کاکا زما پلار د درس اجازه راکړه.

ښه سو، لورکۍ نور به دي سم درس وایي، ډاکټره به درنه جوړه سي.

سمه ده کاکا، معلمي ته به وايي چې ماته رنګه کتابونه راکي.

سمه ده، هره ورځ به خپل درس ته ځي د خپل مور او پلار عزت به دي کوې.

سمه ده، د الله په امان کاکا، د الله په امان کاکا

دفتر ته په راتلو مې ژر تر ژره د یادې موضوع راپور له مشر نظروال صاحب سره شریک کړ، د تېر په څېر خوښ سو، زه او زما ملګری ټیم یې وهڅولو، زموږ ستاینه یې وکړه. له هغه مې هم د ټول ټیم په استازیتوب دهغوی د همیشني ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

له ډېرو خبرو او هلوځلو روسته دې ته ورسېدو چې د ملالۍ د زړه ارمان پوره سو، پلار یې (نظرکاکا) هغه درس ویلو ته پرېښوده، دا زموږ پر ټولنه د جهالت د تورې تیارې خپرې دي، چې نه مو  زوړ او نه هم ځوان نسل له دې تیارو راوتی دی، افغانان اړ دي چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي، په هر ډول چې کېږي باید له دې زړه بوږنوونکي سمندره ځان بهر راوباسي، که نه ټول به له دې نور هم په خړو اوبو کې ډوب سو، د ژغورنې نړیوالې کمیټې کارونه او هلي ځلې د ستاینې وړ دي چې د تعلیم او تربیې په اړه یې کوي، هیله ده نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه افغان حکومت تر بل هر څه وړاندي پوهي ته لاره هواره کړي. ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو تر مقره ورسېده، کلیزه یې د ملګرو ملتونو د ځوانانو د اسمبلي او لوړپوړو چارواکو پر وړاندي ولمانځله، د ملګرو ملتونو منشور چې عموماً د هیواد په کچه ولسمشرانو ته ورکول کېده، تر لاسه کړ، زما په اند په دې خاوره کې هره نجلۍ (لورکۍ) ملاله ده، راځئ ساه یوه کړو، مرام یو کړو، اهداف یو کړو، ژمنه یوه کړو، خاوره یوه کړو، نړۍ یوه کړو. د بشریت او انسانیت ستر مقام ته درناوی او احترام وکړو، ټول د یوه انسان تر نوم لاندې  د جنډر مساوات ته په هر اړحیزه توګه ژمن و اوسو او  پر دې خاورینه کُره ژوند وکړو، که نه بله لار د نجات نسته.

د سنبلې ۶مه ، ۱۳۹۲ هـ ل کال

مطلب: د پورته هنري نثر ټولیزه موخه د تعلیم او تربیې په چوکاټ کې د جنډر مساوات او هماهنګ کول دي.

2 COMMENTS

  1. لیکنه ډېر په هنر تر سره سوې ، الله دې لیکوال پر ګوتو او قلم برکت واچوي، موږ په دې برخه کې ډېره اړتیا لرو

  2. دغه لاندې جمله که حقيقت لري نو بيا ولې د تاند ويب پاڼه دخلکو بريښنا ليک نشر ته سپاري
    تاسو برېښنالیک به نه خپرېږي. هغه برخې چې په ستورو * په نښه شوي حتماً ډکې کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب