چا راته د سلېمانخېل کیسه کوله چې بې موجبه یې اندړ ځوراوه. هغه ورنه پوښتنه کوله چې ولې؟ ده ځواب ورکړ: هسې، ځان درپورې سولوم.
دې وختو کې په ما هم همدا کانه روانه ده. له وطن او ګردونو ښه افغانان امریکا ته راپېښېږي. تلفونونه راته کوي، بیا زه ورځم هوټل ته یا دوی دېرش څلوېښت ډالره ټَکسی ته ورکوي زما جونګړې ته راځي. ورځ نیمه راسره تېروي، بېرته
پل هوټل ته ځي. زه پوهېږم چې د سلېمانخېل وینا عملي کوي، مانا هسې ځان راپورې سولوي.
زه په دې حالت خدای ښه پوه کړی یم. لا یو بیت مې هم پرې لیکلی چې: زه د شپې له تاریکې سره آشنا یم+ زه د تورې تروږمۍ سکنی ورور یم
نو کله کله چې تلفون وشي، قسم مې دې نه وي پخوا تر پخوا مې زړه باغ باغ شي، ورته کنداری سندرغاړی شم: چې د تا تلېپون راسي، زه یې پېژنم شرنګی+ چې ته هلو راته وکې،نو خوشال مۍ شي زړګی .
د ننګراریانو په وینا، کوم قمهقل به وايي چې امریکایان ناپوه خلک دي. د افغانانو دا بهیر چې نن ورځ را روان دی د پوهې او فکر له نظره د جګې سویې دي. هغه د جهاد کالونه غوايي وخوړل چې ما وارو شوده ګان، د دې او هغه تنظیمي مشرخپلوان به خورجین په شا راروان و. زه وایم هغه به هم له حکمته خالي نه و. هلته پېښور کې به مشران د امریکا په چوپړ کې و، نو دومره امتیاز خو یې حق و.
نن ورځ علم او مهارت والا افغانان راځي، څه په لاترۍ، نور د کنفرانسونو له پاره، د قصیدو د پخولو، یا د زرغون کارډ د اخیستلو پسې. خو چې ما یې جاج اخیستی په سلو کې نوي یو مشترک شی ضرور لري چې هغه د پښتو یا پښتون عنصردی. هغه ورځ تاند د یوې چکۍ نجلۍ پښتو بدله خپره کړې وه چې: نری باران دی پاس په لوړ یې وروینه + جنانه کورمې ته نصیب راوړې یمه. تاندوالا سینه ډبوله چې دې چکۍ پښتو ډ، ړ او ټ بې چوخسه تلفظ کوله حال دا چې په چکۍ ژبه کې دا توري او اوازونه نشته. تاندوال دې خبر وي چې نن سبا ترهغوی لا امریکایان بهتره پښتو وايی.
هره خوا پښتو کورسونه روان دي، ګرامرونه اوتدریسي کتابونه لیکل شوي او لا نور لیکل کېږي. پښتون څه کوې چې د پښتو نوم تلفظ کولی شي، بېډۍ یې میره ده. یوې معلمې راته وویل «مقصد ای خپل اخره له خت نه کاګو» (خپل خر له خټو نه باسو)
هغه ورځ چېرته بحث و. یوه ګډونوال د نښې مېنخ ووېشت. ویې ویل خیر دی، که کور وسوزېد دېوالونه خو یې پاخه شول. ما ته یې د پخوا وختونو کابل رادیو د پښتونستان پروګرام رایاد کړچې ایوبخان اڅکزی یې په باب ویل «پښتونستان ونه ګټل شو خو پښتو ژبې ته یې ګټه وکړه»
چې زما یار، زرین انځور د اطلاعاتو د وزیررهین مرستیال مقرر شو نو ما همدې تاند کې مبارکي ورکړه، ومې ویل چې که انځور صیب په خپرونو کې د پښتو ونډه د پاړسي سره برابره کړي، توره به یې کړې وي. دا فرق نه کوي چې څشی خپروي. باید دا ثابته کړي چې هره چاپلوسي، درواغ، لاپې شاپې چې پاړسي کې ویل کېږی، پښتو کې هم و یل کېدای شي.
نو دا ګلان چې دلته راځي، د سلیمانخېلو په وینا، آتي په ما اختر شي. په تېره چې چوچ پوچ ورسره وي. بې هغې هم د هر ځناور چیچیان ښکلي وي. د هیلۍ بچیان چې د مور پسې خانتۍ خانۍ کېږي ډنډ ته روانې وي، زړه مې ورته ورانېږي. حتی دسپۍ کوکري داسې ګلالي ښکاري چې سړی غواړي غیږ کې یې ونیسي
ښکلي پښتني نومونه یې لا بله بلا ده. للمه، تلوسه، اېلم ،بڼکه، پرخه، پاڼه، لمرینه، ورینه، واورینه، اوتاسو به یې ونه منئ، ژوند. زوی یې لوی کړې. نه زه ورته ټینګېدلی شوم نه مې مېرمن، اوس یې هم لکه د تسپو دانۍ شپه او ورځ اړوو را اړوو.
میاشت دمخه مې مېرمنې رانه د دروېش دراني د یوه شعر پوښتنه وکړه چې ما ورته کوم وخت تیر کړی و. ویل یې چې نور مې نه دی یاد خو د پرنګي په باب و.
زه خپله هم شل شپې کېږي چې ورپسې ګرځم خونه یې مومم ، دومره زما هم یاد دي چې ویل یې پخوا هم پرنګیانو پر پښتنو حملې کړې وې خو کامیاب نه شول، ککرۍ یې تر شا پرېښودې، ولاړل. مېرمنې ویل هو همداسې کومه خبره یې کړې وه. سوړ اسوېلی یې وکېښ او زیاته یې کړه دا ګلالي بچیان راغلل، چې لاړل، د ظالم بچو ېما زړه هم وېووړ
مننه شپون صیب
ژوند ژوند شپون صیب، خو یو ټکی، ما چې ستاسو په کیسو کې ستاسو مېرمن لوستې وه، د ډېرعمر مو راښودلې وه، خو چې عکس یې ګورم ماشاءالله ډېره تکړه ښکاري، یره زما د مشرې خور نه په عمر لږه غوندې خوږه ښکاري.
Manana shpoon khoshala de kralo