پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکورمه کې پر واده بمي برید ۱۹ تنه ټپيان کړل

کورمه کې پر واده بمي برید ۱۹ تنه ټپيان کړل

تاند ( ۲ شنبه، د سرطان ۱۱ مه) د کوزې پښتونخوا د کورمې سیمې پر یوه واده د بمي برید له امله لږ ترلږه ۱۹ تنه ټپيان شوي.

ځایي پولیس چارواکو ویلي، چې په ټپیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.

د دوی په وینا، د ټپیانو وضعیت خطرناک نه دی، خو نه ده معلومه چې برید تروریستي که شخصي انګېزه لري.

د واده کوربنو ویلي، چې دوی چا سره شخصي بدي نه لري.

په وروستیو کې د پښتونخوا له ګڼو سیمو د ګڼو ورته پېښو خبرونه ورکول کیږي، چې د ډېرو انګېزه یې شخصي دښمنۍ ګڼل کیږي.

پښتانه ملتپال پاکستاني چارواکي تورنوي، چې پښتنو سیمو کې یې جرګه او نور قبایلي ارزښتونه کمرنګه کړي، خو پر ځای یې د قانون په عملي کولو او د خلکو د ستونزو په حلولو هم پاتې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...