چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د...

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو د کاناډا ټینګار

تاند ( ۲ شنبه، د سرطان ۱۱ مه) د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې ناستې پر جوړښت له نیوکو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک باید عملي شي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه هېواد له خپلو متحدو دولتونو او ملګرو ملتونو سره خبرو کې ټینګار درلود چې د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو سره پر یو اړخیز نږدې والي ناراضه دي او باید د افغان ښځو او بشري حقونو وضعیت د دغو برخو د فعالانو په ګډون په دوحې ناسته کې طالب لوري سره بحث شي.

کاناډا دا هم ویلي، چې یادې ناستې ته یې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی استولی.

د ملګرو ملتونو سازمان یوه ویاند څو ورځې مخکې وویل، چې په دوحې ناسته کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع له دې امله ځنډول شوې، چې په دې اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک خپله د دغې شورا د یو شمېر دایمي غړو له مخالفت سره مخ شوی.

د پرېکړه لیک یو مهم بحث دا دی، چې له نړیوالې ټولنې سره د منزوي شوي افغانستان د بیا تعامل نقشه باید د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي استازي له لوري تعقیب او مخته یوړل شي.

پر افغانستان د طالبانو واکمن رژیم له دې غوښتنې سره کلک مخالفت کړی او ځینو سیمه ییزو متحدانو یې هم د دوی دا دریځ بدرګه کړی.

د طالبانو مخالفان بیا ملګري ملتونه نقدوي، چې پر خپلې پرېکړې یې پښې ایښي او د دوی په وینا، د افغانستان قضیې ته ځواکمن هېوادونه د خپلو ستراتیژیکو ګټو له زاویې ګوري او پر ارزښتونو او پرېکړو معاملې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب