Homeخبرونهکانګو ناروغي؛ یوه میاشت کې یې ۲۰ تنه افغانستان کې مړه کړي

کانګو ناروغي؛ یوه میاشت کې یې ۲۰ تنه افغانستان کې مړه کړي

تاند ( ۲ شنبه، د سرطان ۱۱ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی.

د وزارت ویاند شرافت امرخېل ویلي، چې تېره میاشت دوی پر دغې ناروغۍ د څه باندې دوه نیم سوو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې دي.

د سرچینې په وینا، په همدغه میاشت کې یې د کانګو له امله د شاوخوا ۲۰ تنو مړینه هم ثبت کړې، چې د تېرو میاشتو په پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

یو شمېر روغتیایي څارونکي د اقتصادي ناورین او بېوزلۍ شدت او د روغتیایي خدمتونو کموالی په افغانستان کې د کانګو او نورو ناروغیو د ناروغانو د زیاتې مړینې اساسي لامل ګڼي.

پر طالب رژیم له دې امله، چې ان د روغتیایي سکتور د چارو واګې یې خپلو ملایانو ته سپارلي او روغتیاپالو سره هم سیاسي چلند کوي، توندې نیوکې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...