چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

یو دېرشمه برخه 
د واده بدلې 
د ناوې غوښتل:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې د ناوې تر راايستلو د مخه بولي. دوى په دې بدلو كې د ناوې له خپلوانو څخه غواړي چې د ناوې په ايستلو كې بېړه وكړي.

خلاص كه ځنځيرونه كلا بندې ناستې يو

نور كارم تمام دى ته ناوۍ ماتله (601)يو

*

د موږ مېټر په شگه(602) كې پنجر دى

(…) ته ناوې (603) وركئ مازديگر دى

*

مازديگر شو د اور وخت شو

(…) ته ويندير وركئ چې ناوخت شو

*

شين نيلى ولاړ دى ګردنۍ ورواچوئ

يا: شين موټر وېلاړ دى ځنګالى ورواچوئ

موږ ته ناوۍ راكړئ (پلانۍ) ښه وژړوئ

*

د موږ ناوې راوباسئ نيلي ته وړاندې

جېلب (604) يې وركړئ د (…) په لاس كې

*

ناوۍ چې په بڼو دې گلې اورې

ناوۍ د (..خان) سپايان دې بولي

*

سترګيم(605) جر شم ناوكۍ راوباسئ

كه ډېره لويه نه وي يوه كمكى راوباسئ

*

په شرنګ اوره برانه اوبه راكړه

(…) ته ويه رووزه  خور دې راكړه

يا: (…) ته ويه رتير(606) شه لور دې راكړه(607)

*

شين ميټر په شگه كې پنجر دى

دووسه لور دې روباسه چې مازديگر دى

*

د شال اچول:

دا بدلې په ناوې باندې د شال د اچولو په وخت كې وېل كېږي:

ليرې شئ د مخې موږ ناوۍ ولاړ وو

رتير شه (… خانه) موږ شين شال پرې غوړوو

*

اسپه زينوئ تور بخمل پې غوړوئ

كه ناوې د (… ګل) ده زرين شال پې اچوئ

*

د سرو زرو باغچې په ګلو پټې شوې

ښه وي د (پلاني) خوركۍ په شالو پټه شوې

څه سپينه سپوږمۍ په گردوپټه ده

څه خيالي ناوۍ په شالو پټه ده

*

د چه لوركۍ بندي ده د (…) لوركۍ بندي ده

په سر يې زرين شال په اوږو يې براني ده

*

سحر چې سبا كېږي پرې واچوئ لنگۍ

(…) ورته رتير كړئ چې وباسئ ناوكئ.

د ناوې راايستل:

دا بدلې خيښۍ د ناوې د راايستلو پر مهال بولي. دا بدلې له كوټې څخه د ناوې د راجگولو، له كوټې څخه د ناوې د راايستلو  د كلا په مينځ كې او بيا له كلا او كلي څخه د هغې د تگ په بېلا بېلو وختوو پورې اړه لري:

د تندي مې شوې شولې (608) څوك اوبه نه راكوي

(…) ته ناوۍ وركړئ اوس به سيند راواړوي

*

اسپې وېلاړې گردنۍ غواړي

خېښې وېلاړې ټكيالۍ(609) غواړي

*

لوړې بلخانې گلان يې چپ و راست دي

راوباسئ ناوئ ملكان نمر (610) ته ناست دي

پورته شه ناوۍ چې شين شال دې باد وهي

(…) درته وېلاړ دي په مېټر كې به دې وړي

*

څه خيالي دې ونه، سور شال دې باد وهينه

اوس به جانان راشي په موټر كې به دې وړينه

*

راووزه د مچانو د غارو نه

راووزه د (پلاني) سپينو كوټو ته(611)

*

د ناوې زېړه غاړه ګوتې نريې

(…) خرڅه دى كه پلار يې نه يې،(…) جګه يې كه ليور يې ته يې

*

د پاسه مرغان راغلل مير(612) يې مه الالويه

ناوۍ يې په پلار ګرانه ژر يې مه جدا كويه

*

پورته  پورته خورې سور سالو دې باد ويي

(…خان) په نيلي سوور دى سور دسمال يې باد ويي

ناوۍ جوړ كه ريمالونه

زما د جان تربرونه ډېر دي را به شينه

يا: زما د گل همځولي ډېر دي را به شينه

*

اوس به د غرمې د غرمې تنور تودېږي نه

اوس به د جانان د جانان ورېندار سپرېږي نه

*

مېږي ولاړي وري خلاصېږي

دم(613) د خداى رضا ده، لور د مور څخه بېلېږي

*

     نيلى وېلاړ دي بران پې اوري

(پلاني) وېلاړ دى ويندر يې غواړي

*

ناوې پل ويه(614) درېږه

ده د پلار خاطر دې ګران دى ګرانې جګه شه سورېږه

*

ناوې پل واخله پورته كېږه

يو داغ دې د موركۍ په زړګي كېږده

*

كجاوې راغلې غچېږي

اوس به (… جان) ناوۍ سورېږي

د (…) رنگ دې ولې تښتېدلى

په كور دې د (…) چپاو لوېدلى

*

د غره د سره مې سييي(615) كې د انار گله  ګله

پرې به دې نه ږدم د (…) د كوټې گله  ګله

*

د موږ ناوۍ د سپينو مرغلرو ده

د ورور په كور يې ناسته مساپره ده(616)

يا: د پلار په كور يې ناسته مساپره ده

*

د كوزې په خوله كنجكې

ده زرين ټكرى درټول كه د (پلاني) ناوې نازكې

*

كوټې دې ړنګوم تيران يې وړمه

(پلاني) ته دسې وويه چې ده ګرانه لور دې وړمه(617)

*

كوټې دې ړنګوم بازان يې وړمه

(پلانيه) چېرې تښتې ده شرينه لور دې وړمه

يا: كوټې دې ړنگوم بازان يې  وړمه

(پلانيه) خانه كوچ دې بارومه

*

ناوې چې په بڼو دې گلۍ ووري

ناوۍ د (… خان) سپايان دې بولي

*

ګلان جوړ كړئ چې موږ ځو

د (…) د كورګي ګل به موږ راسره وړو

*

ناوكۍ زړه دې غټوه ولاړ وو به دې

شين نيلي ولاړ دى نجلۍ وړو به دې

*

موږه يو وراييځه اوس به څو

د (…) كره يو ګل دى ګل به موږ را سره وړو

*

ناوۍ د جنګلو (618) سرو ته وخته

(…) ته كپن راوړئ سا يې وخته

*

كليه موږه ځو خداى پماني غواړو

د موږه د وينديري مباركي غواړو

*

خورې لاس كړه په كڅوړه

يو اصيل غمى راګوره لور دې ځي د خپله كوره

*

د موږ ناوۍ چې په بامو به ښورېدې

اوس مې زړګى ښه شو، (… جان) سره به ځې(619)

*

بانجاني بخمل مې ونېول گردونه

اوس به يوسو د (…) د كور ګلونه

*

اوس به كجاوې  كجاوې شكر بارېږي

اوس به د موركۍ  د موركۍ زړګى سولېږي

*

موږ نه ديلې و نه ديلې اوسو

اوس به خياليګره ناوې يوسو

اوس به غونډه منډه ناوې يوسو

*

 

د سحر سترګه راوخته شغلې كا

(…) كمكى د موره ځې، زړه يې زيوتي(620) كا

*

بوخڅه(621) كې دې ململ څڼدي پې پورې

ته خو د  ورور (622) د كوره نه تلې ولې ولاړې

*

موږ به ناويې يو سو د ډولو سره

تاسې خاورې باد كړئ د اېرو سره

*

ناوۍ د كجاوو لرګى دې پاس نيسه

ناوۍ د (…) په مټو لاس نيسه

*

ښې شوې چې كوترې سيلاني شوې

ښه وي په ليورو پورې رييي شوې

*

ښه شوې چې ته شنو ونو راتېره شوې

ابه دې په خوشتو شو ته يې وېره كړې(623)

*

ابه يې د روپيو حسابونه كا

لور يې د (…) ستړي مزلونه كا

*

په مخ كې بند دى پې بنده مه شې

ته مخ دې (پلانى) بې كدره مه شې، د وروسته د (…) په وينو سره شې

*

ناوې ژر وهه خالونه

د تا دسې ليورونه، په تيارو(624) كې به دې وړينه

*

ناوې ګل په تندي كېږده

د (….) تر شا سوره شه، دغه خپل همځولي پرېږده

*

چې وړه وي په شاخلو يې سترولې

اوسه دسې خلكو يووړې چې مركې يې غوڅولې

يا: اوس دسې خلكو يووړې چې شملې يې باد وهلې

*****

نيلۍ مې د كندار (625) ستړي ستومانه ده

ناوۍ مې د (..) سره روانه ده

*

د چه اسپه ما يې(626) ده د (پلاني) اسپه مايې ده

چې په لوړ يې خېژوي، د تربرو سه يې سيالي ده

څه بلا دې غوښته چې په ړنګ بزار كې تلې

سرې جامې دې وكړې، د(…) ته مخ په څې

*

موږ به د سرو اوښو جېلو پورته وړو

موږ به خياليگره ناوې كور ته وړو

*

څه سپينه سپوږمۍ په اورو پټه ده

څه خيالي ناوۍ په ليورو پټه ده(627)

*

د شلګر(628) د ډنډه والوتې هيلۍ

(… جان) د كوره والوتې سيلۍ (629)

*

د اوښو ته مله ولوېدې رسۍ

په كوم لورې يې يووړې پرديسۍ

*

د اس په زين كې سمه شه كږه نه شې

ابه دې پيازواله (630) دى خمتمه(631) نه شې

خوب كئ باغدادي كوترو خوب كئ روانېږي

د (…) همځولو كوچ كې روانېږي

*

د ټوپك په خوله شين خال دى

(…) ته ويه راووزه، د (…) په ولي شال دى

*

په سر دې د خامه ورېښمنو بخه ده

اوس دې پاچايانو ته ورمخه ده

*

موږ ته په ډاګو كې ګلان وكرئ

موږ ته ګلالي شالونه وغوړوي

*

په شګه كې د شنې لارې غچارى دى

په ورا كې د (..) د اس ششنارى دى

*

سرې اسپې وېلاړې ګردنۍ غواړې

ښه ځوانان راغلي، سرې لنګۍ غواړي

*

كپېره كليه ستوريم(632) لوېدلى دى

په كورم د (…) چپاو لوېدلى دى

د رغلو په كلي ښې غالۍ وغوړوئ

كه ښادي د (… خان) ده، نندارو ته يې ورځئ

يا: ته مخم (633) (… خان) دى، ملغلرې پرې شنئ

ته مخم(… خان) دى ورته خلاصې كړئ اورسۍ

*

نمر شغلې شغلې شو وره ته رڼا يې وكړې

د (پلاني) سه ښه ځوانان دي زر  زر تياري وكړئ(634)

*

سپين پايزار رپرېږده (635) په دو پښو

د (… خان) كږه ورځمه په ليمو

*

اوس به ده مېټر ده مېټر ديلى دريږي

اوس به خوانيان، خوانيان دېلى كوزيږي

*

ټوپك د (…. جان) سه ښه ښكارېږي

ويندير د (… جان) سره جوړېږي

*

څه سپينه سپوږمۍ ده چې دا پټ بزار ته ځي

څه خيالي ناوۍ ده، د ليورو په زور يې وړي

*

د پاسه باد راوالوت لوړې ونې ښوروي

(…) ښه توپچي (636) دى، څڼوره به روړي

*

ناوې په كجاوو كې دې ګلونه دي

ناوى خانزاده ګان د تا ليورونه دي

*

سپينې ورېژي زېړ غوړي په باندې

ناوې راغله، كليه زوري مې درباندې

*

اوس به د نيليو جېلو پورته وړو

اوس به خياليګره ناوې كور ته وړو

*

ګوره په لونګين دې سره ګلونه دي

ده جوړه  جوړه چې دې ټول د تا ليورونه دي(637)



[601] ماتل- معطل.

[602] شګه: د وردگو د سيد آباد ولسوالۍ د شنيز درى، د ګوربت د غره په لمن كې يوه كوچنۍ دښته.

[603] د ناوې په ځاى د ويندري او نگوركۍ يا نگورې(نږوركۍ) كلمې هم راځي.

[604] جېلب – جلب – جلو.

[605] سترګې مو.

[066] رتېر- راتېر

[607] د كوچيانو بدل:

اوښې غړغړې كړې مزل لرې دى

(…) ته ناوۍ وركړئ كور يې لرې دى

د غزني او كلات تر مينځ د سيمو بدلې:

سره سوه سره غرمه سوه             ناوۍ زېړه زرغونه سوه

كه نن مو دلته شپه سوه                نو د خېښ مېنه سپېره سوه

(پښتانه كوچيان،  ص 14).

[608] سخته او شديده تنده او ښايي له شولو سره چې ډېرو اوبو ته اړه لري ارتباط ولري.

[609] ټكيالي يو راز مخصوصه ښځينه خالخالي لونګۍ ده.

[610] نمر – لمر او هم د ملكانو پر ځاى د خانانو – ځوانانو او داسې نورې كلمې راتلى شي.

[611] د كوچيانو بدلې:

راووزه له دې ړنگې كوډه گيه

(…) كره به كېنې په غاليه

*

ناويه پنده واخله كدم كېږده

له ورور گل سره دې كړې چارې پرېږده

(كوچيانۍ پانگه، ص 112).

[612] مير- مشر- سرلارى..

[613] – دم- دا هم

[614] – ويه- وهه.

[615] – سييي- صحيح- نشاني.

[616] مساپر – مسافر.

[617] د كوچيانو بدلې:

كېږدۍ دې ړنگوم كمچي وړامه

(پلانيه) په تا گرانه لور دې وړمه

*

ناويه پښې دې ټينگې په ځنځير كه

د (…) كره ورځې زړگى سنگين كه

[618] – ښايي د موټر له جنګلې نه مطلب وي.

[619] د منگلو بدل:

پورې ورې غر دى دړې وړې

موږ به خپله ناوې يوسو تاسو به پنډ شئ كه گېدړې

(ولسي پوهه، ص 55)

د كوچيانو بدلې:

گوگړ په پېښور اور يې بلېږي

(…) په بل وطن لور يې ودېږي

يا: (…) په بل ځاى خور يې ودېږي

( كوچيانۍ پانگه، ص 92).

[620] زېوټى – ضعف.

[621] – بوخڅه – بقچه.

[622] د پلار …  يا داسې نور.

[623] د منگلو بدل:

ښه يې خورې! ښه يې خورې! تر شنو ونو مې تېره كړې

(…) دې په ولور شو ته يې هېره كړې

(ولسي پوهه، ص53).

[624]  تياره- طياره- الوتكه

[625] كندار – كندهار

[626] مايي – ماهي.

[627] په وردګو كې نه يوازې د زوم وروڼه د ناوې ليورونه بلل كېږي، بلكې د زوم د اكا زامن او نور تربرونه هم د ناوې ليورونه بلل كېږي.

[628] د غزني ولايت په مربوطاتو كې يوه سيمه.

[629] – سيلۍ د وردگو په فولكلوري كيسو كې هغه پټ ښځينه موجودات دي چې اكثراً مثبت رولونه لوبوي. د يو، ښاپېرۍ، پاچا، ښمار(ښامار- شامار يا اژدهار) د دې كيسو نور اتلان دي.

[630] – پياز خرڅونكى.

[631] خمتمه- خام طماع

[632] ستوري مو: د يوې فولكوري عقيدې له مخې د شپې په اسمان كې د هر ستوري حركت او بيا وركېدل په ځمكه كې د يو چا د مرگ علامه ده. په دې سندره كې د ستوري لوېدل د ناوې د پلارګنۍ له مرګ سره انډول بلل شوې، په تېره چې په دوهم بند كې يې د چپاو او بريد موضوع هم ياده شوې ده.

[633] مخم- مخ مو.

[634] ملكان، ښه خانان، ځوانان يا داسې ورته نومونه.

[635] راپرېږده.

[636] توپچي- ښكاري.

[637] د كوچيانو بدلې:

ادكې مورې مزى د زرغون ده

شيرينې خورې وخت د بېلتون ده

*

د كور سر ولې نړېږي

د (…) يوه لوركۍ ده، د زړه سر يې ويرانېږي

يا: د (…) يوه لوركۍ ده، شا يې ورته كړه سپرېږي

يا: دا خيالي مېرمن يې نسته، اوس به څوك ورولاړېږي

*

اوښ چوگانډو ويلي

تر څو به پورته نه سي څې يې ناوې نه وي وړې

*

مېيين مزى د تا ده د لمنې

(…) لېور د تا ده بختورې

يا (…) لېور د تا ده بختورې

يا(…) لېور د تا ده كبرجنې

*

په مخ د تمبلي پې پنده مه اوسې

تر مخ د (… خان) پې ښايسته اوسې

*

څڼې د چوټې كړې سيلاني سولې

ښه څې د (…) له مخ رهي سولې

*

مرزايي كدم راواخله نرۍ لار تېره ده

د (…) لايكه نه وې حوكم (حكم) خداى كړى ده

يا: د ميدان لايكه نه وې حوكم خداى كړى ده

*

ښه څې خپلو نه كړې موږه وكړې

(…) درته وېلاړ، موږه سپره كړې

يا: (…) درته وېلاړ، (…) سپره كړې

*

ناوۍ ولې اسويلي كړي

سپين ږيري پلار دې راغى، د هغه زړه به نرى كړې

 (كوچيانۍ پانگه، ص 118-119).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب