Homeخبرونهحقاني مولوي کبیر ته؛ هېوادونه موږ سره تعامل ته لېواله دي

حقاني مولوي کبیر ته؛ هېوادونه موږ سره تعامل ته لېواله دي

تاند ( ۲ شنبه، د سرطان ۱۱ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رئیس عبدالحق وثیق د دوی د رژیم د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره لیدلي او متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر معلومات یې شریک کړي.

د طالبانو یوه ویاند حمد الله فطرت د حقاني له قوله ویلي، چې هېوادونه د  دوی رژیم سره تعامل ته لېواله شوي دي.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې مولوي کبیر هم د دوی رژیم سره د هېوادونو د لېوالتیا زیاتیدو خبره کړې ده.

طالب چارواکي او بهرني متحدان یې په وروستیو کې بیا- بیا دغه رژیم سره د بهرني تعامل د زیاتیدو د لېوالتیا خبر ورکوي، خو تر اوسه یوه هېواد هم طالب رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...