شاه محمود میاخېل
یو نږدې دوست او تکړه ژورنالست راته مسیج وکړ او ویلې و، چې د افغانانو او د افغانستان د دښمنانو او یا افراطي ډلو او د سیمې د استخباراتو لویه ستراتیژي دا ده چې څنګه افغانان سره جدا وساتي او بیا یې یو په بل ووهي. د دغه دوست خبره د تیرو څو لسیزو د شواهدو او کړنو په اساس مستنده خبره ده.
د دې لپاره چې افغانان وویشل شي نو دوی باید متعصبې کړې او کمیشنکاران استخدام او تقویه کړي تر څو افغانان لومړۍ د ژبې او سمت په نومونو، بیا یې د قومونو، خیلونو، ښاریانو او اطرافیانو، مذهب او په نورو ډلو باندې وویشي.
د دوی دویمه ستراتیژي دا ده چې د قومي او ژبني متعصبینو او کمیشنکارانو له لارې د افغانانو تر منځ ویره او نفرت ایجاد کړي تر څو افغانان ونه کړې شي چې د یوبل سره خبرې او تفاهم وکړي.
د بیلګې په توګه دغه قومي او ژبني متعصبینو او کمیشنکارانو، داسې ویره ایجاد کړې که پښتانه د غیرو پښتنو سره په ښه نیت هم کیني، په دې یې محکوموي چې ته ولې د لنډغرو سره کینې او که غیر پښتانه د پښتنو سره کیناستل، په دې یې محکومي چې ته ولې د ترورستانو او انتحاریانو سره کینې. په هغوي بحث نه کوو چې په ړوندو سترګو د دغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.
تناقض په خبرو کې دا دی چې له یوه خوا وایو چې مونږ باید ملي فکر ولرو، د ملي وحدت لپاره کار وکړو او افغانان باید په یوه ټغر سره راټول شي، خو له پلوه بیا هغه کسان چې د هر قوم نه دي او د ملي فکر لپاره کار کوي، دوی د لنډغرو او قومي متعصبینو پورې تړي او یا یې د انتحاریانو د پلویانو په نوم بدناموي.
په دې توګه افغانانو په خپل لاس دا ولس د ترورستانو او یا لنډغرو په نومونو په خپلو منځو کې سره ویشلي او دنیا ته په دې نوم معرفي کړیدي.
د افغانستان د دښمنانو د ستراتیژی او ړندو افراطي تاید کوونکو او مخالفینو، د ژبې او قوم په نوم د کمیشنکارانو د نیوکو او هاها په وسیله افغانانو ته دوه بدیله ورکړل شويدي؛ یا به د قومي جنګسالارانو تاید کوي او یا به د دیني او مذهبي افراطیانو.
دغه افراطي قومي متعصبین او کمیشنکاران د خپلو شخصي ګټو لپاره افغانان نه پريږدي چې په دریيمه بدیله لاره سره راټول او فکر وکړي. که په دې وختنونو کې د دواړو خواو ملاتړ نه کوې نو افغانانو ته دریېمه بدیله لار دا ده، چې په کور کرارې کینې، خپلې برګرې او شوړمبې وخورې او هیڅ ونه کړئ.
د یو شمیر مخلصو افغانانو چې په واقعي توګه په ملي وحدت او ملي ارزښتونو باور لري، د قوم او ژبې په نوم کمیشنکاري نه کوي، د افغانستان د دښمنانو په دغه ستراتیژی یې سر خلاص دی، خپلې هلې ځلې کوي. دوی د افراط او تفریط ملاتړ نه کوي، او په دې باور دي چې څوک په افغانستان کې اوسي، ټول افغانان دي او د قانون په چوکاټ کې ټول مساوي حقوق لري.
افغانان باید د یو څو د ګوتو په شمیر د قوم او د ژبې په نوم د کمیشنکارانو او متعصبینو په خوله د یو او بل قوم توهین او سپکاوې ونه کړي. د قومي ټیکه دارانو او قومي او ژبني کمیشنکارانو په خاطر د افغانستان په ټولو قومونو باندې د فاشیست، لنډغر، انتحاري او په نورو نومونو ټاپې ونه لګول شي ځکه همدغه ټاپو، پپولیستي سیاست، قومي او ژبني تعصباتو افغانستان خراب کړې او دغه حالت ته یې رسولې دی.
زما په اند، د واقعي ملي فکر خاوندان، د ملي منافعو په چوکاټ کې، د ملي ډیالوګ او خبرو په خاطر د هر چا سره باید کیني، غونډې وکړي او د چا د مرده باد او زنده باد پروا ونه لري. چا چې خپله مبارزه په شعوري توګه د ځان لپاره ټاکلې، هغوي د چا نه پاداش نه غواړي او نه د خپل فکر د عملي کولو لپاره ستړي او مایوسه کیږي.
افغانان باید پوه شي، هغوي چې د ډیالوګ او خبرو مخالفت کوي، په حقیقت کې همدوي د جنګ لپاره تبلیغ کوي او جنګ ته زمینه مساعدوي ځکه د نه خبرو او ډیالوګ بدیل جنګ دی او جنګ د افغانانو په خیر نه بولو.
په افغانستان کې تر اوسه خو ولس مطرح نه دی. د افغانانو استازولي د دریو برخو له خوا کیږي. د طالبانو حاکمه ډله چې د ټوپک په زور ظلم او زیاتې کوي، په مقابل کې جنګي ډلې یا د جنګ پلویان او دریمه ډله همدا قومي او ژبني متتصبین او کمیشنکاران دي چې د ټولنیزو، صوتي او چاپي رسنیو له لارې د جنګسالارانو، افراط او تفریط د تقوې او د افغانانو تر منځ تفرقې اچولو لپاره فعاله دي. د دې تر څنګ په غیر شعوري توګه یو شمیر ځوانان د دغه افراط او تفریط ملاتړ کوي.
اصلي خبره دا ده که افغانان غواړي چې د افراط او تفریط نه خلاص شي نو بهتره لاره معنی داره ډیالوګ دی چې د افغانستان ولس ته د پریکړې زمینه مساعده شي تر څو د افغانستان د ټولو مسایلو په هکله لکه اساسي قانون، د واک تر لاسه کول، د قانون تطبیق، او داسې نورو مسایلو په هکله پریکړې وکړي.
افغانستان باید د ځنګل د قانون نه ووځي چې کله یو په زور واک ونیسي او کله بل.