سمیکولن (؛) هغه لیکنښه ده چې په پښتو متن کې یې د استعمال ځایونه خورا په سختۍ مشخص کېږي، ځکه یې د کارولو پر مهال تر ډېره د پښتنو ژبپوهانو پښې ښویېږي.
لومړی یوه بېلګه لیکم:
– خالد ویل، ښه انسان زړور وي؛ اخلاقي، مینهناک او ځیرک وي؛ ډېره مطالعه کوي او همېشه پر علمي مسایلو منطقي بحث کوي.
پورته بېلګه په غَور ولولئ او د دې نښې (؛) سم استعمال پکې وګورئ.
سیمکولن (؛) هغه لیکنښه ده چې د یوې اوږدې جملې په دننه کې د فقرو ترمنځ ډېره استعمالېږي. [بس همدومره]
دلته ممکن پوښتنه وشي، چې [ښه انسان زړور وي] یوه بشپړه جمله ده، نو ولې په ټکي (.) پایته نه رسېږي؟ یا [ډېره مطالعه کوي] جمله هم بشپړه ښکاري، نو ولې په ټکي (.) لیکنښه نه قلفېږي؟
ځواب:
پورته فقرې بشپړې جملې نه، بلکې موږ ته بشپړې ښکارېږي، ځکه د اصلي او بشپړې جملې برخې دي. پر دې اساس یې نو په پای کې ټکی (.) نه شو کارولی.
بله پوښتنه:
پورته جملې ولې په کامه (،) نه قلفېږي، مثلاً [ښه انسان زړور وي، اخلاقي، مینهناک او ځیرک وي،]؟
د دې پوښتنې په ځواب کې دوه دلیلونه دي:
لومړی – که دا فقرې په کامه (،) بېلې شي، نو د اوږدې او لنډې دمې ترمنځ تفکیک ګرانېږي.
دویم – ډېره ځله د اصلي (بشپړې جملې) په دننه فقرو کې داسې کلمې راغلې وي، چې باید په (،) بېلې شي، نو که د همدغو فقرو ترمنځ هم (،) وکارول شي، نو مسلمانه تور درب به وي، یانې د فقرې، اصلي جملې او حتا د کلمې توپیر ختمېږي.
اوس نو قناعت وکړئ، چې په پښتو متن کې د دې لیکنښې (؛) استعمال بېخي ګنګسوونکی او سخت دی.
خصوصاً د ادبیاتو محصلان او خبریالانو ته بویه چې د دغه تحلیل تر لوستو وروسته یې د «خو، نو او ځکه» تر مخ استعمال نه کړي. مطلب که یې استعمالوئ هم، ویې کاروئ، خو متن مو غیرمعیاري بلل کېږي.
د ښاغلي صالح نورې لیکنې: