سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتورسینماهند کې د کورونا شدت؛ د بالیووډ مشهورو اداکارانو له هېواده تېښته...

هند کې د کورونا شدت؛ د بالیووډ مشهورو اداکارانو له هېواده تېښته پیل کړی

تاند ( شنبه، د غویی ۴ مه)  هندوستان کې د کورونا پېښې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي او هره ورځ زرګونه کسان په دې ناروغي اخته کیږي.

له هنده وروستي راپورونه وایي، کورونا وبا په دغه هېواد کې په بیسارې توګه د پراختیا په حال کې ده چې یوازې تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوې او یو نیم سل تنه یې مړه کړي دي.

د کورونا ناروغي دې ستر شدت اوس د بالیووډ مشهور فلمي لوبغاړي هم د هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.

د بالیووډ د اداکارانو دا چاره چې د کورونا له وېرې هېواد پرېږدي د هندیانو غبرګونونه راپارولي دي.

په دې ترڅ کې دوه مشهور اداکاران رنبیر کپور او عالیه بټ چې په دې وروستیو کې له کورونا څخه بېرته رغېدلي وو او ستازه یې هېواد پرېښې او مالدیپ ته تللي دي څو ګډ وخت یو ځای تېر کړي.

همدا راز یو شمېر نور مشهور اداکاران بیا مخکې له مخکې له هند څخه بهر دي، ځینې يې کارونو کې مصروفه دي، خو نور رخصتۍ تېروي.

تازه د مشهور اداکار شاه رخ خان مېرمن ګوري خان او زوی اریان خان هم د امریکا نیویارک ته تللي دي.

د شاه رخ خان د زوی او مېرمنې د تګ عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.

هندیان او په خاصه کې د بالیووډ مینوال وایي، لوبغاړي باید هېواد دې سختو حالاتو کې یواځې پرېنږدي او د تېښتې په ځای دې د خپلو هېوادوالو مرستو ته را ودانګي.

دوی زیاتوي چې اوس هېواد پرېږدي نو بیا ضرور نه ده چې د دې ناروغي وروسته هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د باليووډ فلمونو مشهور اداکاران ارجن رامپال، سونو سود او نيل نيتن مکيش هم په کورونا ويروس اخته شوي او اوس قرنطین دي.

دوی په خپلو ټولنیزو پاڼو له خپلو مینووالو دوعاګانې غوښتي او دغه راز یې د کورونا وبا د مخنیوي او ځان ساتنې په اړه لارښوونې کړې دي.

هندوستان کې د کورونا وبا د ناروغانو ډېروالی تر دې حده رسیدلی چې اوس هلته روغتونونو د بستر ځای نه شته، اکسیجن ناروغانو ته نه رسیږي او د مړو سوځولو چارو ته رسیدګي سخته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب