سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد اوبو د څښلو لپاره دلایل

د اوبو د څښلو لپاره دلایل

داکتر محمدرحیم ستانیزی||

اوبه جادو نه دي، خو ډیری فایدې لري. نن سبا په پرمختللې نړۍ کې که تاسی کوم څوک ووینئ، نو هر ځای چې ځئ د اوبو بوتل به ورسره وي. په نړۍ کې د کوک او پیپسې په څیر څښاکونو نه وروسته اوبه ډیرې چیښل کیږي. خو د اوبو عاشقانو هغه وخت یوه جټکه وخوړه چې کله څرګنده شوه چې یوې نوې څیړنې وښوده چې د ډیرو اوبو د څښلو په ګټو کې د مبالغی نه کار اخیستل شوی.

ظاهراً خو داسی ښکاری چی هغه پخوا چی به ویل کیدل چی د ورځی باید اته ګیلاسه اوبه وچیښل شی، د هغی څخه اصلا مقصد دقیقا اته ګیلاسه اوبه نه بلکه د ډیرو اوبو څښل وه. خو ګوری چی د اوبو څښلو نه لاس وانخلی، ممکن اته ګیلاسه اوبو ته د ورځی اړتیا نه وی، خو یوازی اوبه څښل او یا هم د شربتو، ښوروا او په نورو ډولونو د مایعاتو اخیستلو لپاره ډیر دلایل شته. فکر وکړی چی اوبه داسی یوه ماده ده چی زمونږ او ستاسی وجود ورته اړتیا لری. اوبه که د شربت، ساده اوبو او یا هم د خوړو په ډول وی د بدن لپاره ډیری اړینی دی.

مایعات یوه ضروری ماده ده تر څو د هغه اوبو تشه چی زمونږ بدن یی هره ورځ د لاسه ورکوی بیرته پوره کړی. پوهان دا منی چی مایعات په دوامداره توګه د لاسه ورکوو، مثلا د پوستکی د تبخیر، تنفس کولو، متیازی کولو او تشناب ته د تلو په نتیجه کی . هر کله چی زمونږ د اوبو اخیستلو اندازه د اوبو د مصرف د اندازی سره برابر نه وی، نو په وجود کی د اوبو کمبود رامنځته کیږی.

د مایعاتو ضیاع په ګرمو اقلیمونو، سختو تمریناتو، په لوړو ارتفاع ګانو او په مسن کسانو کی زیات وی. ولی باید هره ورځ اوبه او نور مایعات واخلو؟ اول: زمونږ او ستاسی وجود تقریبا ۶۰ فیصده د اوبو نه تشکیل شویدی. د اوبو په فعالیت کی، د خوړو او نورو موادو هضمول، جذبول،د وینی دوران، د ناړو تشکیل، د موادو انتقال او د وجود د حرارت تنظیم شامل دی. زمونږ په دماغ کی یوه غده ده چی د نخامیه غدی په نامه یادیږی، نو دماغ د دغه غدی په واسطه د پښتورګو سره اړیکه نیسی، او ورته وایی چی څومره اوبه باید د متیازو په ډول خارجی کړی او څومره وساتی.

هر کله چی زمونږ بدن مایعاتو ته اړتیا پیدا کړی، دماغ د وجود د تندی میکانیزم چالانه کوی. نو کله چی دا چاره ترسره شی، نو مونږ او تاسی اوبه، جوس، شیدې، کافی او یا نور مایعات اخلو. خو ګورئ چی که چیری تاسی د کومی ناروغی لپاره کوم ډول درمل کاروئ او د هغی له وجی تنده راپیدا کیږی، نو هغه بیله خبره ده. خو باید د الکولو نه کار وانه خیستل شی. ځکه چی پر مذهبی بندیز سربیره که چیری د طب له نظره  خبره وکړو، الکول د دماغ او پښتورګو ترمنځ د رابطی په وخت کی مداخله کوی، او د زیاتو مایعاتو د اطراح باعث ګرځی، چی دا چاره وجود د مایعاتو د قلت سره مخامخوی.

دوهم: اوبه کولای شی چی د کالوری یا هغه انرژی چی مونږ یی د خوړو نه تر لاسه کوو په کنترول کی مرسته وکړی. هغه کسان چی د وزن د ضایع کولو یا نه اخیستلو لپاره پرهیز کوی، د کلونو راهیسی د وزن د ضایع کولو د ستراتیژی په ډول زیاتی اوبه څښی.

لکه څرنګه چی اوبه په وزن د لاسه ورکولو باندی کوم جادویی تاثیر نلری، خو که چیری د داسی څښاکونو په ځای واخیستل شی چی زیاتی کالوری لری نو واقعا هم چی د وزن په کمولو کی حتما مرسته کولای شی. زیاتی کالوری لرونکی څښاک عبارت دی له، کوکاکولا، پیپسی،بییر، خوږ چای، شربت، فالودی او نورو څخه.

هغه څه چی د وزن د ضایع کولو سره سروکار لری هغه ستاسو د اوبو او یا هم د کالوری نه لرونکو څښاکونو څخه عبارت دی. او یا هم د داسی خوړو خوړل دی چی زیاتی اوبه ولری، یعنی اوګینه وی. اوبه لرونکی خوراکونه چی صحت ته ګټه لری، د خوړو نه یی وروسته سړی د موړتیا احساس لری، او همداراز د کمی کالوری په اخیستنه کی زمونږ او ستاسی سره مرسته کولای شی. هغه خواړه چی او ګین وی، زیات به معلومیږی، حجم به یی زیات د ژوولو عملیی ته اړتیا لری، او په اهسته ډول به وجود ته جذب کیږی، خو ګټه یی دا ده چی د مړښت احساس به کوو.

هغه خواړه چی زیاتی اوبه لری یا د اوبو نه غنی دی عبارت دی له، میوو، سبو، سوپ یا ښوروا، لوبیا او نورو څخه…

دریم:

اوبه عضلاتو ته انرژی ورکوی. هغه حجرات چی د خپلو مایعاتو او الیکترولایتونو تعادل نشی ساتلای، ګونځی کیږی چی په نتیجه کی عضلات ستړی کیږی. کله چی عضلاتی حجرات په کافی اندازه مایعات ونلری، خپل دنده سرته نه رسوی او فعالیت یی د منځه ځی. د تمرین په وخت کی په کافی اندازه مایعات څښل ضروری دی. هغه کسان چی تمرین کوی باید چی یو ګیلاس اوبه مخکی د تمرین نه وڅښی.

د تمرین په دوران کی باید وختی په اوبو څښلو پیل شویوی، او په وقفوی ډول دی وڅښل شی، تر څو هغه مایعات بیرته پوره کړل شی چی د خولو په ډول یی د لاسه ورکوی. څلورم: اوبه څښل د پوستکی په ښه ښکاره کیدو کی مرسته کوی. زمونږ او ستاسی د وجود پوستکی په خپل ترکیب کی زیاتی اوبه لری، او دا پوستکی د یو مانع په حیث کار کوی تر څو د وجودنه په زیاته اندازه د مایعاتو د ضیاع مخه ونیسی. خو د ډیرو اوبو څښل د مخ ګونځی له منځه نه وړی.

د مایعاتو کمبود په وجود کی د دی باعث کیږی چی ستاسی پوستکی وچ اوګونځی معلوم شی، چی دا چاره د مایعاتو د څښلو له لیاری اصلاح کولای شو.

هرکله چی مونږ او تاسی په کافی اندازه مایعات واخلو، نو د پښتورګو کار شروع کیږی او اضافی مایعات د وجود نه اطراح کوی. او همدارنګه کولای شو د پوستکی رطوبت د کریمونود استعمالولو له لیاری په پوستکی کی وساتو. پنځم: اوبه زمونږ او ستاسی د پښتورګو سره مرسته کوی.

د وجود مایعات د حجراتو نه اضافی مواد باسی او یا یی هم حجری ته داخلوی. په وجود کی مهم زهر یا توکسین، د وینی د یوریا نایتروجن دی. چی دا په اوبو کی منحله مواد دی چی د پښتورګو نه تیریدلای شی تر څو په متیازو کی اطراح شی.

زمونږ او ستاسی پښتورګی د وجود د زهریاتو یا توکسینونو په پاکولو او د وجود نه په خارجولو کی د پام وړ دنده سرته رسوی. خو د کافی مایعاتو اخیستل په دی کی شرط دی.

هر کله چی مونږ او تاسی په کافی اندازه مایعات تر لاسه کوو، متیازی په اسانی سره حرکت کوی، رنګ یی خام وی او بوی نلری. او کله چی وجود مو په کافی اندازه مایعات وا نخلی، د متیازو غلظت، رنګ، او بدبوی زیاتیږی ځکه چی پښتورګی د وجود د فعالیت لپاره اضافی مایعات د ځان سره بندوی.

که چیری مونږ او تاسی په دوامداره توګه لږ مایعات واخلو، نو د پښتورګو د ډبرو چانس به مو زیات وی، په خاص ډول په ګرمو اقلیمونو کی، او زمونږ او ستاسی د هیواد بعضی سیمی خو هسی هم ګرم اقلیم لری.

شپږم:

اوبه زمونږ او ستاسی د ډکو متیازو د فعالیت په نورمال ساتلو کی رول لری. کافی مایعات اخیستل، په معدی معایی طروقو کی د موادو په روان ساتلو کی مرسته کوی او د قبضیت د رامنځته کیدو نه مخنیوی کوی. او کله چی کافی مایعات وانخلو، کولمی د غایطه موادو نه اوبه کشوی تر څو د مایعاتو کمبود پری پوره کړی. چی نتیجه یی قبضیت دی. کافی مایعات او فایبرونه یو کامل ترکیب دی، ځکه چی مایعات فایبرونه پمپ کوی او لکه د جارو په څیر عمل کوی، تر څو د غټ جواب چای عمل په سم ډول فعال وساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی