پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+ جاپانی لیکوال موراکامي: کتابونه مې ولې د خلکو په زړونو کې ځای...

 جاپانی لیکوال موراکامي: کتابونه مې ولې د خلکو په زړونو کې ځای لري؟

لیکوال: الیور بکمن

ژباړن: عزت الله شینواری

هاروکي موراکامي اویا کلن دی. هره ورځ سهار څلور بجې له خوبه راويښېږي، پنځه شپږ ساعته لیکل کوي او وروسته بیا نهه کیلومټره منډه وهي. یو ناول يې د خپرېدو په لومړي کال کې ۳.۵ میلیونه ټوکه وپلورل شو. خپله هم نه پوهېږي چې ولې خلک دومره مینه ورسره لري. خو له بل پلوه بیا وايي دا چې دومره د خلکو په زړونو کې ځای لري په کیسو کې يې عجیبه پېښې انځور کړې دي: دا چې ماهیان له آسمانه اورېږي او پیشوګان په سړکونو کې ورکېږي. دی وايي:« په ناول کې باید هغه دغه ډېر ونکړئ، زه د خپل ځان په  تیاره ناخوداګاه کې مزل کوم او په ډک لاس له هغه ځایه بېرته راګرځم. پایله يې زما لیکلي ناولونه کېږي.»

په منتهن کې زما له لېدنې یوه ورځ وړاندې، هاروکي موراکامي د تل په څېر له ماسپیښینه وړاندې سنټرال پارک ته د منډې وهلو لپاره ځي یوه ښځه يې ودروي او ورته وايي:« بخښنه غواړم آیا تاسو هماغه مشهور جاپانی لیکوال نه یاست؟» دا چې د پوښتنې کولو طریقه يې یو څه عجیبه غوندې وه خو بیا هم موراکامي د تل په څېر په آرامې حوصلې سره د هغې ځواب ورکوي:« هغې ته مې وویل نه، زه یواځې یو لیکوال یم، په هر صورت له ليدلو مو خوشحاله شوم. وروسته مو یو بل ته لاس ورکړ. کله چې خلک په دې ډول زما څنګ ته راځي، عجیب احساس کووم، ځکه چې زه یو عادي انسان یم، په حقیقت کې نه پوهېږم، ولې د خلکو خوښيږي چې ما وویني.»

دا به زموږ تېروتنه وي چې د ده دا ډول کړه وړه به د ده تواضع او یا خپل نه شهرت غوښتل تعبیر کړو: یواځې دومره ویلای شو چې ۶۹ کلن هاروکي موراکامي نه له خپله شهرته خوښ دی او نه‌ترې بېزاره. د ده له ناخودآګاه چې دا سورئالیستی کیسې را پورته کېږي دا هغه واقعت دی چې میلیونونه انسانان څه په جاپاني او څه په نورو ژبو د ده کتابونه په ډېره مینه لولي. د ده د کیسو کرکټرونه د بیروني نړۍ ننداره کوي او زیات يې دا ځانګړنې لري: آرام انسان، له ټولنې ګوښه، او زیات بې نومه، د دېرش کلنۍ په منځنی‌کچه چې یوه غیر عادی ټبلیفوني اړیکه یا د یوې پیشو د پیدا کېدو پلټنه هغه یوې موازي نړۍ ته کشکوي او هغه د دې پر ځای چې په تشویش شي، په شور او شوق راځي. دا نړۍ له هغو سپیو ډکه ده چې چاودنه کوي، هغه سړي چې مېږو ته ورته جامې آغوندي، له رازه ډکو انجونو او له هغو خلکو چې هېڅ څهره يې نه وي معلومه. 

موراکامي په دې عقیده دی چې دا ډول ادبي قاعده د سیاسي کشمکش پر وخت یو ځانګړی جذابیت لري. هغه په داسې حال کې په یو ادبي کنفرانس کې ناست دی او خپلې اوبه غړپ، غړپ څښي بیا دا ډول وضاحت ورکوي؛ « په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې کله په روسیه کې شوروي نظام د بدلون په حال کې وو، په وخت کې ما د خلکو په زړونو کې ډېر ځای درلود ځکه چې له خلکو لاره ورکوه، او له هغو خلکو چې لاره ورکوه زما کتابونه يې ډېر خوښېدل». « کله چې په آلمان کې د برلین ديوال ونړېد په هغه وخت کې هم له خلکو لاره ورکوه هغوی هم زما کتابونو سره ډېره مینه درلوده.» که چېرته دا نظریه سمه وي، دا چې نړۍ اوس له کوم کشمکش سره مخامخ ده، د ده کتابونه به د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ وي.

دا چې د موراکامي کتابونه دسیاسي تشویشونو پر وخت د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کوي دا د درک وړ ده: د هغه کارونه په خلکو ژور تاثیر کوي او کله يې زړه ته تسلي ورکوي، کتابونه يې انسان ته د آرامښت لپاره پټنځای پیدا کوي تر څو وکولای شي چې یو څه شېبه له جنجالونو له ډکې نړۍ وتښتي. موراکامي په‌خپله یوه مرکه کې وايي چې د بیس‌بال لوبه مې خوښېږي« ځکه چې ستړې کوونکې ده»

موراکامي په ۱۹۴۹م کې له هغې دورې وروسته چې کله دویم نړیوال جنګ پای ته ورسېد او جاپان د آمریکا لاس ته ولوېد په هغه وخت کې دی په کیوتو کې نړۍ ته راغی. کله چې يې په توکیو کې خپله رسمي دنده پرېښوده مور او پلار يې له هغه ناهیلي شول. څو کلونه وروسته د بیس‌بال په یوه سټوډیوم کې ناست وو او د امریکايي لوبغاړي ډیوهیلټون له ضربې وروسته یې توپ په هوا کې ننداره کوه، ناڅاپه يې ذهن ته راغلل چې کولای شي یو ناول ولیکي دا چې بلاخره هڅه يې دا شوه چې په ۱۹۷۹ میلادي کې د «هوا غږ ته غوږ شه» ناول ولیکه. له یو څه ځنډ وروسته د یوې اونۍ په پای کې په داسې حال کې یوې ټیلیفوني اړيکې  له خوبه راویښ کړ چې ده ته يې خبر ورکوه ناول يې ګونزو مجلې د جایزې په لیست کې لار پیدا کړې ده. ټیلیفوني اړیکه يې پرېکړه او له مېرمنې سره يې یوځای قدم وهلو ته له کوره بیرون ولاړ. یوه زخمي کوتره يې پیدا او هغه يې د پولیسو تمځای ته یوړه. هغه کلونه وروسته په دې اړه داسې ولیکل:« هماغه یکشنبه هوا روښانه او پاکه وه او ونې، ودانۍ، او دوکانونه د پسرلي په لمر کې ډېر ښایسته ځلېدل». «په هماغه ځای کې مې ذهن دې فکر ونیوه؛ زه به دا جایزه ګټم او تقریباً یو بریالی‌ ناول‌لیکونکی به کېږم. له زړورتیا ډک ګُومان وو خو په هاغه شېبه کې مطمئین وم چې دا هر څه به کېږي».

د موراکامي په کتابونو کې هېڅ ډول داسې څه نه تر سترګو کېږي چې دی دې جاپانی وي، ډېر ورته‌والی آمریکايي فرهنګ ته لري په همدې خاطر کارونه يې ډېری آمریکایي تر سترګو کېږي. خو په دې وروستیو کلونو کې دی یو له نوبل جایزه‌ګټونکي نوماندانو په نوملړ کې یادېږي، په همدې خاطر ده غوښتنه کړې ده چې نوم يې د نوبل جایزې له ګټوونکو له نوملړ څخه وباسي او ویلي يې دي دا غوره ګڼي چې پر لیکلو تمرکز وکړي. « دا چې موږ له جنګ وروسته نړۍ ته راغلي یو، په آمریکایي فرهنګ کې را لوی شوي یو: ما تل  آمریکايي پاپ او جاز سندرې آورېدې، او آمریکايي سریالونه مې لیدل؛ دا هر څه موږ ته یوې بلې متفاوتې نړۍ ته دریڅه وه. خو په هر صورت یو څه وخت وروسته مې خپل سبک پیدا کړ، چې نه جاپانی وو او نه آمریکايي، خپل سبک مې وو».

دا چې  نقد‌کوونکي هر ډول فکر کوي، د هغه تجارتي بریا ورځ تربلې پرمختګ وکړ هغه په ۱۹۸۷ د « نارویجي ځنګل» په نوم کتاب د بریا تر څوکې ورساوه. په‌دې ناول کې له غمه ډکه د دوه ځوانو مینانو کیسه ده چې ۳.۵ میلیونه نسخې یو کال وروسته له هغې چې خپور شو وپلورل شو. کیسه په ریښتوني ډول لیکل شوي وه،  دا هغه سبک و چې موراکامي هېڅکله بېرته هغې ته ورونګرځېد.

دا چې شهرت يې زیاد شو، د لیکلو ورځنۍ چارې يې هم ښې کړې، دا هغه برنامه وه چې اوس يې هره یوه د هر کتاب په پیمانه شهرت لري: سهار څلور بجې له خوبه ویښېدل او له ۵ تر ۶ ساعتونو پورې لیکل، چې هره ورځ لس مخه لیکل دي،  لږ تر لږه شپږ میله منډه او لامبو وهل« هغه وایي یو وخت د جاز کلب مالک وم ژوند مې بې نظمه او ګډوډ وو. د سهار درې یا څلور بجې به ویده کېدم. خو چې کله لیکوال شوم، له ځان سره مې هوډ وکړ چې ثابت او په حساب او کتاب به ژوند کوم: سهار به ژر راویښېږم، او د شپې لخوا به وخته ویده کېږم او هره ورځ به ورزش کوم. زه په‌دې عقیده یم د بدن له پلوه باید قوی یم تر څو قوي شیان ولیکم».

موراکامي د خپلو کتابونو د انګلیسي ژباړې له لوستلو خوند اخلي، ځکه داسې ورته ښکاري لکه یو نوی کتاب چې لولي. دی وايي«د غټو کتابونو ژباړه له یو تر دوه کلونو وخت نیسي، د انګلیسي ژباړې د لوستلو پر وخت مې نور څه په ذهن کې نه وي». په ډېره مینه د کتاب مخونه اړوي.« له ځانه سره وايي چې له دې وروسته به څه پېښېږي؟ او کله چې د ده د کتابونو انګلیسي ژباړن ورسره اړیکه نیسي: سلام ښاغلی هاروکي! زما ژباړه دې خوښه شوه؟ دی داسې ځواب ورکوي: فوق‌العاده کیسه وه! ډېره مې خوښه شوه!»

هاروکي موراکامي وايي:« کله چې ځوان وم، ۱۹۶۰ لسیزه، له آرمانونو ډکه وه، موږ په‌دې باور درلود که هڅه وکړو نړۍ او هیواد به مو یوښه ځای شي. په‌دې ورځو کې خلک دا ډول باور نه لري، او زما په نظر دا ډېره بوږنونکې ده. خلک ماته وايي ستا کتابونه عجیب او غریب دي، مسئله دا ده مخکې له دې چې یوې پرمختللې نړۍ ته ولاړ شې، باید ستونزې تجربه کړو. دا زما د کیسو بنسټيز جوړښت دی. باید له تیارو، د ځمکې له ژورو تېر شي تر څو روښنايي ته ورسېږې.»

په ټوله کې د موراکامي کتابونو غواړي لوستونکو ته ووايي ممکن ژوند ډېر عجیبه وي، خو دا ویرونکی خوب په پای کې ختمېږي، تاسو کولای شي خپله ورکه شوې پیشو پیدا کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب