جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ تصوف د پښتو په ادب کي | عبدالباري جهاني

 تصوف د پښتو په ادب کي | عبدالباري جهاني

 (درېیمه برخه)

پښتانه له تصوف، شیخ، مرید، خلوت او له تصوف سره تړلو مفاهیمو سره له پخوا آشنا ول؛ خو په لیکلي ادب کي د بایزید انصاري یا پیرروښان او د هغه له نیژدې پیروانو له لاري آشنا سول. بایزید انصاري په شپاړسمه پېړۍ کی، چي د پیرۍ او مریدۍ زمانه وه، په وزیرستان کي ژوند کاوه او د خپلي عقیدې د تبلیغ لپاره یې په داسي جدیت کار پیل کړ چي یو ځل دوه ځله د مغل ټولواک جلال الدین اکبر له ورور میرزاحکیم سره، چي د کابل حکمران وو، وسله والي جګړې ته ودرېدی.

پښتنو که تر هغه وخته پوري د تصوف، شیخی او مریدی په باره کي څه اورېدلي ول نو ټول یې د شریعت په چوکاټ کي زده کړی وه او هیڅ یې تصور نه وو کړی چي په تصوف کي به داسی افکار او عقاید هم وي چي د دوی له عقیدې سره به نه لګیږي او یا به د دوی تر ساده فهم لوړ وي. بایزید انصاري خپل ځان پیرکامل وباله او نورو ټولو موجودو شیخانو ته یې، چي هر یوه ځانته پیر وایه او چا په لس ګونو او چا په سلوګونو مریدان او پیروان درلودل، د ناقصو پیرانو خطاب وکړ. پیر روښان وویل هر څوک چي د پیرناتمام یا ناقص پیر چي مشرک او شیطان دی پیروي کوي هغه به ګوری چي له نامه سره به یې کافر لیکلی وي. هغه به پښېماني کوي او وايی چي ما خو خپل ځان په دنیا کي مسلمان باله زه څه خبر وم چي نوم به مي له کافرانو سره لیکلی وي. خیرالبیان ص ۱۹۴

بایزید انصاري یا پیرروښان، چي د هغه رقیب اخوند دروېزه د پیرتاریک لقب ورکړی وو، وویل چي حق تعالی به پیرناقص او د هغه پیروان د دوږخ په عذاب اخته کړي. هغه کتاب ص ۱۹۵

بایزید انصاري د شیخی او مریدی په باره کي، چي هیڅ ډول حدیث وجود نه درلود، په عربي ژبه، احادیث جوړ کړل او په هغه لړ کي یې یو دا حدیث وو چي ګویا حضرت رسول ص ویلي چي عوام ناروغان دي او کامل شیخ د هغوی طبیب دی او ذکر خفي یې علاج دی. څوک چي تل ذکر خفي کوي نو هغه به صحت پیدا کړي او څوک چي د خفي ذکر په حقیقت کي شک وکړي هغه به کافر وي. هغه کتاب ص ۱۶۲

په داسي حال کي چي، موږ مخکي هم ویلي دي چي حضرت رسول ص په ټول ژوند کي د شیخ کلمه نه ده ذکر کړې او په سعودي عربستان کي، نه له اسلام څخه مخکي او نه چا وروسته شیخ پېژاند.

د شیخ او مرید له کلماتو سره په وروسته کي د خلکو غوږونه آشنا سول او هر څوک پوهېدی چي پیر څشي دی او مرید د هغه په مقابل کي څه وظایف لري. خو له بایزید سره ځیني نوري داسی عجایبي وې چي خلکو تر دغه وخته نه وې اورېدلي او که چا اورېدلي وې نو په پښتو ژبه یې په هیڅ کتاب کي نه وې لوستي. بایزید انصاري د حق متعال له قوله ولیکل چي « نشته جدايی زما او د آدمیانو په میان پخپله عزیزی. زما هستي یوه ده له هستۍ د آدمیان» هغه کتاب ص ۴۰۵

وروسته یې وویل چي خالق له ټولو مخلوقاتو سره یو دی. وروسته یې وویل چي ځان دي یادوي لکه یاد سوی چي دی او ځان دي بې شریکه یو ګڼي ځکه چي شرک په یوه کي دی حرام. هغه کتاب ص ۴۰۷

محمدعبدالقدوس قاسمي، چي پر خیرالبیان باندي یې یوه مفصله او علمي مقدمه لیکلې ده، د بایزید انصاری د دې وروستي عبارت سره په حاشیه کي لیکلي دي چي دلته بایزید د وحدةالوجود هغه حد ته رسېدلی دی چي سړی به ووايی چي اخونددرویزه او پیربابا د ده سره په دښمنۍ کي ګرم نه وو.

بایزید بالآخره دی حد ته رسیږي چي وايی کله چي عارف موحد د یګانګی څخه وروسته ځان له بنده ګی او ګناهونو خلاص ویني. دی وايي که څوک بیا هم بنده ګی ته دوام ورکوي نو زما په نظر هغه مشرک دی او که یې پرېږدي نو د نورو خلکو په نظر کافر بلل کیږي. هغه کتاب ص ۴۰۶

بایزید انصاري د دې ټولو خبرو ترڅنګ، چي خلکو ته نوي او مُلایانو ته شِرک ښکارېدې د حضرت رسول ص له قوله یو حدیث نقل کړ چي نه یوازي دا چي اساس نه لري بلکه د حضرت رسول ص له مأموریت او رسالت سره یې تضاد درلود. « زه په آسمان کي احد یم او پر مځکه باندي محمد یم او تر دې وروسته بیا احد یم » هغه کتاب ص ۴۰۷

په داسی حال کي چي حضرت رسول ص هیڅ وخت ځان تر رسول او بنده پورته نه دی بللی او همدغه مفهوم د بایزید پیروانو په خپلو اشعارو کي واخیست.

ارزانی خویشکی، چي د پیرروښان په لومړیو پیروانو کي وو او د ژوند تر پایه پر خپله روښاني عقیده ټینګ پاته سو په خپل دیوان کي لیکي:

دا احد په میم احمد شه

هو یې میم یې شه ردا

د طالب زړه یې خپل هټ که

لاس په لاس کاندي سودا.

بل ځای وايي: دا احد په میم احمد شه

احد یو دی له احمده

دا د میم برخه کثرت شو

له احده شو عدده

بل ځای لیکي: پر کثرت احد راغلی

دا احمد د میم په ورا دی

که ارزاني خویشکي د پښتنو په کومه علاقه کي ژوند کولای نو پښتنو او د هغوی مُلایانو به حتماً وژلی او سنګسار کړی وای؛ ځکه چي هغوی دا خبره په هیڅ توګه نه سوای منلای چي یو څوک دي الله او د هندوانو خدای رام ته په یوه مقام قایل سي:

دا هژده هزار قامونه

کل پیدا له یوه ګرامه

د مسلم په خوله الله دی

د کافر ګوبند له رامه

که زرکاله طلب وکړې

بې کامل مونده حرامه

نن کامل لره ور درومه

خپله چار کړه سرانجامه

لکه مسلمانان چي په کال کي یو ځل حج ته ځي او کعبه ورته مقدسه ده؛ دغه راز هندوانو ته هم د ګنګا سیند او د هغه اوبه مقدسي دي او د هند له ډیرو لیري ځایونو څخه ځان ورته رارسوي او د ګنګا په اوبو کي لمبیږي او که وکړای سي نو د خپلو مړو ایرې د ګنګا تر سیند پوري رسوي. ارزاني حج او ګنګا دواړو ته تللي خلک د خدای ثنا ویونکي بولي:

هم له عوده هم له چنګه

هم له حجه هم له ګنګه

کل ثنا کا صفتونه

له بې مثله له بې رنګه.

په یوه بل نظم کي همدغه خبره په تکرار او لا په زیات صراحت کوي:

یو آواز دی چی یې اورې

هم له عوده هم چنګه

د هر چا مقصود الله دی

له کعبې دی که له ګنګه

که دا هسي خرید دي وکړ

ته به خلاص شې له قلنګه

ارزاني خبره دُر ده

دا دُر مه وهه له سنګه

د ارزاني په شعر کي، چي فکر یې د روښاني عقیدې ښکارندوی دی، تر ټولو جنجالي خبره د خدای مقام ته د انسان رسېدل دي. ارزاني د وحدت د مقام په باره کي چي د روښاني تصوف د سلوک په لاره کي شپږم مقام دی وايي:

واحد دی احد قایم

یو احد دی به یې ستایم

چي دا فقر یې تمام شي

دی ووایی هوالله یم

لا د سکونت په مقام کي چي د روښاني تصوف د سلوک اتم او وروستی مقام دی په یوه ځای کي وايي چي بنده باید د الله اخلاق غوره کړي. په داسي حال کي اخلاق د بنده سره راځي او د بنده له صفاتو څخه دي. اخلاق د یوه سلسله اجتماعي قراردادونو رعایت کول دي چي حق متعال له هغو قراردادونو څخه لوړ او پاک دی.

سوګند وایم په والله

دا سوګند دی لله فی الله

که کمال غواړې خوی نسه

تخلقوا باخلاق الله.

ارزاني پوهیږي چي خبري یې له شریعت سره سر نه خوري ځکه نو له ملاڅخه سترګه کوي او وايي چي مُلا ته حال نه سي ویلای:

ارزاني وینا یک رنګه

کل بیان د دوست له څنګه

په ریشتیا وینا ویریږي

د ملا د مشت له سنګه.

د ارزاني له کلیاتو سره د هغه یوه رساله هم چاپ سوې ده. په دې لنډه رساله کي، چي ټوله ۱۴ مخه ده، د معرفت په باره کي پر بېلو بېلو موضوعاتو ږغېدلی دی او د دې رسالې په ۱۳ مخ کي یې میان ته چي مطلب یې میا روښان یا پیرروښان دی دونه اخلاص ښودلی دی چي هغه ته یې سجده روا بللې ده: « میان څه ګڼې طالب دي یې وايي چي میان د خدا ی خلیفه دی. که وایې چي میان خلیفه د خدای ګڼه و خدای وته سجده درسته دی چي سجده وکا و میان ته »

دولت لواڼی، چي له ارزاني خویشکي څخه وروسته یې شاعري کړې ده، پیرروښان ته تقریباً په همدغه مقام قایل دی؛ او د هغه لاس د خدای لاس بولي:

د مولا په لار غولان ګمراهان ډېر دي

د هر پیر ناقص نه نیسي عارفان لاس

د پیرلاس شک شبهه مه کوه د خدای دی

تر کرسیه تر عرش تېر دی تر اسمان لاس

زه فقیر دولت مرید د میا روښان یم

له فتراکه به یې نه کاږم آسان لاس

دولت لواڼي خپله شاعري زیاتره تصوف ته ورکړې ده او د ارزاني لار یې تعقیب کړې ده. دولت د بایزید بسطامي هغه خبره تاییدوي چي ویل یې پرته له ما بل الله نسته او وايي چي که پرته له الله بل هیڅ موجود نه وي نو د دې خبري معنا پخپله دا ده چي دا دعوه سمه ده:

که زه ته له میانه ووزو واړه دی دی

لا اله الّا انا ویل هاله شته

ځای په ځای جلوه د ده ده په هرڅه کښي

هیڅ عارف دي هسي نه وايی چي زه شته

کل عالم د ده په ذات زنده دی پايی

د ماهي حیات وي هومره چي اوبه شته.

دولت لواڼی د بایزید بسطامي هغه ادعاوي، چي ویل یې لیس فی جبتی سواء الله یعني په خرقه کي مي پرته له الله بل څوک نسته او یا داچي سبحاني مااعظم شاني یعني ستاینه دي وي ما لره زما څومره عظیم شان دی او متشرعینو او مُلایانو کفرونه بلل، تکراروي. دولت لا پر حضرت رسول ص باندي دا بهتان هم وايی چي هغه ویل زما نوم محمد دی مګر په حقیقت کي له میمه پرته احمد ( احد) یم او یا دا چي من رآنی فقد رای الله. یعني چاچي زه ولیدلم فقط الله یې ولیدی. په داسي حال کي چي حضرت رسول ص په دې دعوو کي یوه هم نه ده کړې او هر وخت یې ځان د حق بنده باله:

مست شوه عاشقان له شوقه د ده

وکه هرچا جدا بیان څرګند

چاوی سبحانی ما اعظم شانی

چا و وې دی دی حق عیان څرګند

چا ووې لیس فی جبتی سواءالله

چا اناالحق وې هر مکان څرګند

محمد وې زه یم احمد بلا میم

محو مي میم کړ در میان څرګند

بیا یې من رآني فقد رای الله

شه محمد د حق نشان څرګند

دولته ګوره تل و مخ ته د دوست

بل وجود شرک ګڼه ګومان څرګند.

دولت لواڼی، د خپل پیر او مرشد، بایزید انصاري په څېر، وحدةالوجود ته قایل دی. که څه هم چي دا عقیده د شریعت له مخي مردوده او کفر یې بولي او په دې لاره کي د حسین بن منصور حلاج په څېر ډېرو نورو کسانو سرونه بایللي دي خو څرنګه چي دولت لواڼي هم، د ارزاني خویشکي په څېر، په هندوستان کي ژوند کاوه نو د مُلایانو زور هلته نه په رسېدی:

چي په لا اله مي غیر وجود نفی که

روحاني بادشاه مي ناست پر تخت د دل کوت

که نظر مي د صفات پر عالم وکه

بې اشنا مي نه جهان نه ځان نه بل کوت

د یقین په نظر یو راته ښکاره شو

چي اول مي د ګومان په سترګو سل کوت

د وحدت په باغ څړه بې سره ګډ شوم

ګل او خار مي یو لیدل زاغ مي بلبل کوت

زه فقیر دولت هرګز په میان کي نه وم

دلبر خپل جمال پخپلو سترګو تل کوت.

دا غزل د وحدة الوجود د مفکورې، چي د شر یعت له مخي مردوده او الحاد یې ګڼي، اوج دی. په دې غزل کي نه یوازي دولت لواڼي ته ځان، جهان او غیر ټول یو سوي دي بلکه بالاخره دی پخپله له منځه تللی دی او دلبر، چي مطلب یې خالق دی، خپل جمال ته په آیینه کي ګوري. یعني زاغ، باغ، بلبل، جهان او دولت ټول په یوه وجود کي محو سوي او هغه یو وجود دی چي د خپل جمال ننداره کوي.

د روښاني مفکورې بل مهم مبلغ شاعر، د پیرروښان لمسی او د نورالدین زوی، میرزاخان انصاري دی چي دولت لواڼی د هغه مخلص وو او د هغه جعلي حدیث (انا مدینة العلم و علی بابها ـــ یعني زه د علم ښار یم او علي یې دروازه ده) په تعقیب پیر روښان، چي ځان یې هادي باله، د علم ښار او میرزاخان یې دروازه بولي او وايي چي په پښتو کي تر ده بهتر شعر چا نه دی کړی:

میرزاخان د نورالدین صفت به څو کړم

میا روښان د پوهي ښار وو دی یې در وو

د هادي په زړه چي پټ وو په ډېر کاله

د میرزا خوله د هغه علم مظهر وو

هیڅ افغان ده غوندي شعر کړی نه دی

دی په خپل زمان تر هر شاعر بهتر وو

میرزا خان انصاري هم، د دولت لواڼي او ارزاني خویشکي په ډول، خپل تقریباً ټول شعر تصوف ته ورکړی دی او چي جانان او محبوب یادوي نو اکثراً یې مطلب حق متعال وي. میرزاخان هم د هغوی په څېر څو ځله وايي چي د احمدمطلب پخپله احد دی او یوازي د میم توری پکښي راغلی دی.

باورلیري دی له شکه

د محیط دریاب سمکه

احمد یو دی له احده

که د میم رشحه کړې حکه

یو له هر چا سره یو دی

حساب تېر تر کروړ او لکه. . .

او یا یې په دې لاندي بیتونو کي وحدةالوجود وګورو نو له ورایه معلومیږي چي د خپلو اسلافو روښانیانو پیروي کوي:

او میرزا چي په دا حال راسره یو شو

بې ګومانه دی مي ځان دی ځان به یې تن کړم

یا داچي: په وحدت کي له وجوده یګانه یم

په کثرت کي د میرزا په خوله ویېږم

یا داچي:

له وحدته په کثرت شوم

هغه نشته چي زه نه یم

حیاتي مي له حیاتو

اوګویا په هره خوله یم

زه شنوا په کل غوږونو

بینایی د هر لېمه یم

یا داچي: مومنان له مومناو یګانه دي

عارفان په خلق الله باندي رووف

اې میرزا د مومنانو ثناګوی شه

مومنان دي په خدايی صفت موصوف

د روښاني تحریک له ختمېدلو سره روښاني ادبیات هم پیکه سول او په پښتو کي خو یې چنداني چا پیروي ونه کړه؛ البته اغېزه یې تر ډېره وخته پوري پاته سوه. میرزاخان انصاري، په ۱۶۳۰ میلادي کال، د مغل جهانګیرپه زمانه کي، د دکن په جنګونو کي ووژل سو. داسي ښکاري چي دیوان یې ډیر زیات خپور سوی وي چي تر کندهاره رسېدلی او د تولوکان ملاحسن اخوند، چي یو صوفي شاعر وو، نه یوازي د میرزا خان د یوه غزل په اقتفاء غزل لیکلې بلکه د میرزا د غزل مضمون یې کاپي کړی دی. میرزا وايي:

له دې خپلي رضا هسي رنګ فاني شوم

چي نفي معنا مي راوړه تر اثباته

کل ذرې مي و نظر ته آیینې شوې

په هر څه کښي یو اشنا وینم مخ راته

مهتر خضر و ما هسي اوبه راکړې

د سکندر ملکونه وینم بې مرآته

چي ګومان د کوه طور په لمبه وسو

« ارني» ناره یې اورم و موسی ته

د ګومان دويی مي لیري کړه له میانه

له فاني منزله راغلم و بقا ته

کل صفات مي د صفات په خوی کښي پرېښوه

او د ذات اصل مي ورغی ترذاته.

او ملاحسن، چي د اته لسمي پېړۍ په پای او د نولسمي پېړۍ په لومړیو لسیزو کي یې شاعري کړې ده خپله یوه غزل داسي لیکلې ده:

چي راووتم له بحره و حیات ته

د نافي معنی مي راوړه تر اثباته

ما به ولي اناالحق نارې وهلی

چي تمام صورت مي سو د حق له ذاته

مهتر خضر ماته هسي پیاله راکړه

د سکندرملکونه وینم بې مرآته

تجله پر کوه طور شوه ور څرګنده

لن ترا نعره یې وکړه و موسی ته

زه حسن په خوله خبري کوم لوڅي

دا خراب زړګی مي والوت و هواته.

داسي ښکاري چي د حسین بن منصور حلاج نوم، په اسلامي نړۍ کي، دونه عام سوی وو چي د هغه د فکر طرفداري چنداني چا بده نه ګڼله کنه نو مُلایانو یې باید د سنګسارولو حکم صادرکړی وای؛ ځکه دا فکر عام سوی وو چي له منصور سره هغه اسرار وه چي عادی بنده ګان نه ورباندي پوهېدل. کنه نو ملاحسن خو په دې غزل کي مستقیماً د خدايی دعوه کړې ده او خپل صورت یې ټول د حق له ذاته بللی دی.

     مأخذونه

۱: د رحمان بابا دیوان.

۲: د خوشحال خان کلیات.

۳: د حمید ماشوخېل نیرنګ عشق.

۴: د حمیدماشوخېل شاه و ګدا.

۵: د میرزا خان انصاري دیوان.

۶:د دولت لواڼي دیوان.

۷: د ارزاني خویشکی کلیات.

۸: ځلمی، محمدولي. د کندهارمشاهیر. دوهم چاپ، ۱۳۶۸ کندهار.

۹: پیرورښان. خیرالبیان، دوهم چاپ، ۱۹۸۸ پېښور، پښتو اکیډیمي.

۱۰: د عبدالقادرخان خټک دیوان.

۱۱: محمداکرم، مولناغنیمت. نیرنګ عشق.

۱۲: هلالي، بدرالدین. قصه شاه و ګدا.

تصوف د پښتو په ادب کي| عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب