چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهیورایشیا: داعش هڅه کوي چې طالبان د مذهب په وسیله وننګوي

یورایشیا: داعش هڅه کوي چې طالبان د مذهب په وسیله وننګوي

تاند(دوشنبه، د سرطان ۱۱ مه) د داعش مطبوعاتي څانګې په دې وروستیو کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ویډیوګانو په خپرولو سره اعلان وکړ چې طالبان د یهودانو پیروان دي.

یوریشیا په یوه راپور کې د داعش خپرونو ته په اشارې سره ویلي چې د داعش له خوا پر طالبانو دا ډول تورونه ښيي چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو مذهبي واک کمزوری کړي.

تر دې مخکې د داعش خراسان څانګې اعلان کړی و چې طالبان او افغان شیعه ټولنه په نښه کوي.

داعش ډلې په افغانستان کې له شیعه ګانو سره د طالبانو ملاتړ او ملګرتیا د ایډیالوژیک فساد او له حقیقی اسلام څخه د انحراف نښه بللې ده.

د داعش په نوې ویډیو کې ویل شوي چې د بودیزم په ګډون د غیر اسلامي دینونو اړوند تاریخي ځایونو او اثارو د ساتنې لپاره د طالبانو هڅې هم یو “بت پرست” عمل دی.

په دې ویډیو کې د داعش خراسان څانګې ادعا کړې چې طالبانو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ او د هغو د شرایطو په منلو سره «اسلامي اصول» له خطر سره مخامخ کړي دي.

د جون په لومړیو کې دې ډلې یوه ۵۴ دقیقې ویډیو هم خپره کړه چې له ایران سره یې د طالبانو اړیکې وغندلې او د افغانستان پر واکمنې ادارې یې د «شیعه ګانو د ساتنې» او له ایران سره د همکارۍ په خاطر انتقاد وکړ.

داعش د ایران د ولسمشر “سید ابراهیم رئیسي” پر مړینه له ایران سره خواخوږي هم غندلې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب