چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان په ۳ میاشتو کې د څه باندې ۳ سوه میلیون ډالرو...

افغانستان په ۳ میاشتو کې د څه باندې ۳ سوه میلیون ډالرو صادرات کړي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۱ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، افغانستان د مارچ له ۲۰مې د جون تر ۲۰مې د ۳۰۴ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن سعادت آخوندزاده ځايي رسنیو ته وویل، د ۱۳۰۳ لمریز کال په لومړۍ ربعه کې د افغانستان صادرات او واردات څه د پاسه ۲.۵۷۷ میلیارده ډالره وو، چې ۳۰۴ میلیونه ډالره صادرات او ۲.۲۷۳ میلیارده ډالر واردات وو.

د چین د سينهوا اژانس د راپور له مخې، افغانستان په لومړي سر کې پاکستان، ايران، متحده عربي اماراتو، هند، اتريش، ازبکستان او روسيې ته توکي صادروي.

په عمده صادراتو کې تازه او وچه مېوه لکه پسته، جلغوزې، انځر، انار، انګور، ممیز، خټکي او هندواڼې شاملې وې. نور د پام وړ صادرات غالۍ، لاسي صنایع او د درملو بوټي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب