چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد دوحې د غونډو په څنډو کې ضمني کتنې او خبرې

د دوحې د غونډو په څنډو کې ضمني کتنې او خبرې

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۱ مه) دوحې ته تللي خبریالان وايي، د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد، تر اصلي غونډو په فرعي لیدنو – کتنو کې ډېر بوخت ښکاري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغان پلاوي د ازبکستان، روسیې، هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریتانیا، ناروې، اندونیزیا، هالنډ، ایران او ملګرو ملتونو له استازو سره لیدلي او خبرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۱۰مه او ۱۱مه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د څه باندې ۲۲ هېوادونو او شاوخوا اتو نړیوالو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون دایره شوه.

هغه څه چې د دوحې په درېیمه ناسته کې مهم برېښي، د دې ناستې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د طالبانو د پلاوي پراخې سلا مشورې دي، چې د نړیوالو خبرونو په پوښښ کې یې د غونډې تر اصلي بحثونو هم ډېر پام ځان ته اړولی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومتي چارواکو د اعلامیې له مخې، د بندیزونو موضوع او له نشه یي توکو سره مبارزه د دې غونډې په اجنډا کې خورا مهمه ده، خو د غونډې په څنډه کې لیدنې – کتنې د پام وړ بلل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او په دوحه کې د طالبانو د پلاوي مشر “ذبیح الله مجاهد” وویل چې په دغو ناستو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان ځانګړي استازي “عصمت الله ایرګاشیف” د کابل د دریځونو ملاتړ وکړ.

د طالبانو پلاوي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډی کارلو سره کتلي او خبرې یې کړي، خو د دې خبرو جزییات نه دي خپاره شوي، که څه هم ډی کارلو مخکې ویلي و چې د افغانستان لپاره د دوحې د درېیمې ناستې اصلي هدف له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو عادي کول دي.

مجاهد د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي او د هند له ځانګړي استازي جي پي سنګ سره وکتل او د اړیکو پر پیاوړتیا او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه یې خبرې وکړې.

ګومان کېږي چې د دوحې څلورمه غونډه به ۶ میاشتې وروسته وشي.

په افغانستان کې د سعودي د سفارت د بیا پرانستلو خبر یوه له هغو نورو موضوعاتو څخه وه چې د دغو غونډو په څنډه کې اورېدل کېده. د طالبانو پلاوي د سعودي عربستان له استازو سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د ریاض چارواکي غواړي چې ژر تر ژره په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

د طالبانو د پلاوي په وینا، د سعودي عربستان استازي په دې ناسته کې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد هم په دوحه کې د درېیمې ناستې په ځای کې د «ناروې» له استازي سره وکتل او ویې ویل چې: ناروې د افغانستان په اړه «مثبت» نظر لري.

د طالبانو د پلاوي مشر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: “د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ریتنو مارسودي سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا د نظر تبادله وشوه.”

د طالبانو پلاوي د افغانستان لپاره د هالنډ له ځانګړي استازي سره د کتنې د اعلان پر مهال ټینګار وکړ چې دغه هېواد هم د افغانستان په اړه ښه او مثبت نظر لري.

مجاهد د قزاقستان د بهرنیو چارو له مرستیال سره له کتنې وروسته څرګنده کړه: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وشو او قزاقستان له افغانستان سره د نژدې او ژورو هېوادونو له جملې څخه دی.

د طالب پلاوي تر څنګ د یو شمېر هېوادونو استازو هم خپلې ناستې تازه کړې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي “اصف دراني” د امریکا، چین، روسیې او اروپايي ټولنې له استازو سره د خپلو لیدنو کتنو اعلان کړی دی.

ده په ​​دې ځای کې خبریالانو ته وویل: «د دوحې د درېیمې ناستې په لومړۍ ورځ هېڅ خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه ونه منله.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي “ټام ویسټ” هم وویل: د دې غونډې په لومړۍ ورځ ټولو خواوو د بشري حقونو او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت مسله راپورته کړه.

د افغانستان په چارو کې د کاناډا ځانګړی استازی ډیویډ سپرول هم یوازینی دیپلومات دی چې په رسمي ډول یې د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا د غندلو ترڅنګ په دغه ناسته کې د ښځو او افغان مدني ټولنې د استازو نه شتون مایوسوونکی وباله.

د راپورونو له مخې د طالبانو پلاوي په دوحه کې درېیمه ناسته ښه فضا وبلله او ذبیح الله مجاهد هم خبریالانو ته وویل چې د دې ناستې عمومي فضا ښه وه او ټولو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې به هېڅ ډول پوځي اقدام نه کوي.

د طالبانو پلاوي د دې ناستې په څنډه کې ویلي، چې په دغه غونډه کې د افغانستان ګډون د دې ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت له ټولو ملحوظاتو سره سره د مثبت تعامل پلوي دی، نو حکومتونه او دیپلوماتان باید د ټکر پر ځای د تفاهم هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب