پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهپه یوه میاشت کې له ایران او پاکستان څخه د ۱۱۵ زرو...

په یوه میاشت کې له ایران او پاکستان څخه د ۱۱۵ زرو افغان کډوالو شړل کېدل

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۱ مه) د طالبانو رژیم له تېرې یوې میاشتې راهیسې له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۱۱۵ زرو افغان کډوالو د شړل کېدو خبر ورکړی.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې له دغو کډوالو څخه ۹۸ زره تنه یې له ایران څخه شړل شوي دي.

هغه له مشخصو جزیاتو پرته ویلي، چې له دغو کډوالو څخه یوه برخه یې په خپله خوښه هم افغانستان ته ستانه شوي.

دغه طالب ویاند نه دي ویلي، چې د دوی رژیم له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ایستو ته کوم غبرګون ښودلی؟

پر طالب رژیم له دې امله سختې نیوکې دي، چې له بهرنیو هېوادونو د افغان کډوالو په زوره ایستو ته یې کوم ممکن عکس العمل نه دی ښودلی او په دې اړه د سیمه ییزو هېوادونو تر فشار لاندې دی.

څارونکي باور لري، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو په زوره ایستل په افغانستان کې زیاتیدونکی اقتصادي او بشري ناورین لا زیاتوي، چې پایلې به یې ناوړه وي.

دوی پر طالب چارواکو دا نیوکه هم لري، چې افغانستان کې یې په افراطي پالېسیو او کړنو خلکو ته ژوند ستونزمن کړی او یوه لویه برخه خلک لا هم لږ ترلږه ایران ته په اسانه خو قیمته ترلاسه کیدونکې ویزې ځي، چې ایران یې ژر بیرته شړي او اقتصادي تاوان ور اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب