پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+تصوف د پښتو په ادب کي| عبدالباري جهاني

تصوف د پښتو په ادب کي| عبدالباري جهاني

        (دوهمه برخه )

    نیرنګ عشق او شاه و ګدا:

لکه رحمان چي د بابا لقب لري؛ دغه راز حمیدماشوخېل هم، د پښتو په پخوانیو شاعرانو کي، د خپل ښکلي کلام او نازکخیالیو له برکته، د موشګاف لقب درلودلی وو. حمید به ښکلی او له بدیعی صنایعو او استعارو څخه ډک دېوان پرایښی وي؛ خو زه فکرکوم چي تر څو پوري چا د هغه د نیرنګ عشق او شاه وګدا د داستانونو منظومي ترجمې لوستي نه وي د هغه د قلم کمال، د فکر ژوروالي او د خیال پرواز ته ښه نه متوجه کیږي. دا دواړه نکلونه له مجازي میني څخه د حقیقي میني خواته د متوجه کېدلو او حقیقت ته د رسېدلو داستانونه دي چي سالک په داسي توګه حقیقت ته متوجه کوي چي بالآخره له دنیا او مافیها سره رابطه شلوي او یوازي حقیقي محبوب ته د رسېدلو په تلاښ وزي. البته دا ساده منظومي ترجمې نه دي بلکه داسي ښکلي ترجمې دي چي د پښتو په ادب کي تر اوسه پوري داسي شاهکارونه چا نه دي کړي او په راتلونکي کي به هم که غیرممکن نه وي نو ډېر ګران کار خو به وي.

د پنجاب د کنجاه اوسېدونکي مولنا محمداکرم غنیمت د، مغل محی الدین اورنګزیب ۱۶۵۷-۱۷۰۷ په زمانه کي  نیرنګ عشق په نامه یو داستان، چي دی یې ریښتونې پېښه او کیسه بولي، ولیکله. دا داستان په دونه زور لیکل سوی وو چي هنګامه یې تر حمید ماشوخېل پوري ورسېده او هغه یې هم پښتو ترجمې ته ملا وتړله:

دا قصه د اور حصه زما صاحبه

د کنجاه محمداکرم کړه پارسي ژبه

چي یې ولګېده تاب زما په زړه

لولپه یې کړ کباب زما د زړه

چي مي ولید دا کتاب سیم و ذهب

مشتمل پر مسلو د خپل مذهب

له مجازه حقیقت ته رسېدلی

بلوسېدلی په کږو سم رسېدلی

خواه ناخواه راغی هوس چي یې پښتو کړم

باندي ګرمه هنګامه د پښتنو کړم

چي یو څو ورځي خاموش لکه صدف شوم

د دې دُرو په پېیلو مشرف شوم

که هر څو مجازی مینه ناروا ده

هیڅ د شرعي شرم نه لري رسوا ده

دا کیسه داسي پیل کیږي چي د سیارو یا ګرځېدونکو  ډمانو یوه ډله یو ښکلی یتیم هلک له مور څخه په پیسو اخلي او له هغه څخه یو ښکلی نڅاګر جوړوي. د اورنګزیب د یوه لوی امیر زوی، چي عزیز نومیږي، پر دغه نڅاګر هلک باندي، چي شاهد نومیږي، مینیږي. شاهد دونه ښکلی دی چي له قاضي تر محتسبه او تر هر چا پوري چي هغه وویني نو هوښ او حواس له لاسه ورکوي.

ددې ستر ادبي شاهکار حق یوازي هغه ته د شاهکار په ویلو نه ادا کیږي. لازمه ده چي یو ځل د شاهد د نڅا محفل ته ولاړ سو او د حمیدماشوخېل د قلم زور او د خیال پرواز پکښي وګورو. زه یقین لرم چي هر لوستونکی به زما دا ادعا راسره ومني چي نیرنګ عشق د پښتو د ادب په تاریخ کي بې مثاله هنري اثر دی:

په خندا له ځایه هسک لکه لمبه شو

دم قدم پوري د رقص په پومبه شو

هر اندام د موم اندام په نڅېده

لکه موم د اور له تابه څڅیده

هسی تاو د ده د زنګو شرنګهارکړ

چي یې غوږ د شیخ ملا په هنګهارکړ

هر ساعت به یې زاهد د لاس له چېړه

پاس په مخ باندي خوړه توده څپېړه

چي به څرخ واهه نګار د زړه په ستني

لا به تېز کړ هغه اور باد د لمني

کښېناستو یې کښېنول سل آفتونه

پاڅېدو یې پاڅول سل قیامتونه

هسي شان به په نڅا کی دست افشان شو

چي زُهرې څخه به جمع شان پرېشان شو

کله کښېنه کښېنوه بلا په زړه

کله پاڅه پاڅوه د لحد مړه

چي به مخ د ګلبدن  شو عرق پاش

له بلبلو به ګل بانګ شو د شاباش

چي په څرخ کي به اوده لکه غونچه لاړ

لکه ګل به هسي خور پچه پچه لاړ

په هر رنګ چي به مطرب ږغاوه تار

بې تکلیفه یې نیوه چړاوه تار

شو به تېز لکه له ګلو ډکه څانګه

په نڅا د شابش شابش له ګلبانګه

چي بې وکیښ داوودي آواز له حلقه

وسوسه به د سکون لاړه له خلقه . . . .

د شاهد ښکلا، د هغه ښکلې نڅا او د هغه ښایسته آواز د هر چا له سره عقل وړي. البته هغه ښکلی نڅاګر د هر چا لاسته نه ورځي. عزیز د هغه په مینانو کي دی او د هغه د ترلاسه کولو لپاره ټول مادي وسایل په لاس کي لري. عزیز د شاهد په مینه کي دومره ډوب او غرق دی چي پرته له هغه د بل څه په باره کي فکر نه سی کولای. د هغه په تلاښ کي د دنیا له ښو او بدو لاس اخلي. تر څو چي شاهد یې لاسته ورځي. له شاهد سره دومره ښه کوي چي نور یې نو امکان موجود نه دی. شاهد ته بالآخره واده ورکوي؛ خو شاهد، د نڅاګرو له عادت او طبیعت سره سم، له عزیز سره بې وفایی کوي. له هغه څخه تښتي او عزیز د هغه په بېلتون او تلاښ کي د لېونتوب سرحد ته رسیږي. تر څو پوري چي عزیز متوجه کیږي چي حقیقي محبوب هغه دی چي دغه ښکلي یې پیدا کړي دي. شاهد هېروي او له مجازه حقیقت ته رسیږي.

چي یې وشلېده د یار د راتلو طمعه

نا میندۍ کړه ورته بله بله شمع . . .

نهایت چي د مجاز میني اوتر کړ

حقیقی معشوقې لاس سمدستي ورکړ

د مجاز په ډبلو ذرې ذرې شو

د صورت د پرستش په اور ایري شو

شوې هغه ایرې رانجه د ده د سترګو

یو په سله یې شو تېز لیده د سترګو

پرې یې ځیر د حقیقی شاهد جمال کړ

له نقصانه یې حاصل دغه کمال کړ . . . .

په دیدن د لایزال حسن محظوظ شو

له آفته د جهت ووت محفوظ شو

برطرف یې له خاطره شبهه شک شو

له تختې یې د شعور حرفونه حک شو

خاموشي یې ترجمه د کامیابۍ کړه

وچو شونډو یې نغمه د خوشحالۍ کړه

وسیله یې حقیقت وته مجاز شو

و حبیب ته یې رهبر غیر وغماز شو

خدای یې زهر کړه په ستوني کښی دارو

شوه یې کل شک و شکوه له زړه جارو

دا آغاز چي د عزیز په ښه انجام شو

خطايي ګوزار رسا د نیک فرجام شو

ماته یاد  دی هغه بیت د مولوي

دا مضمون پکښي تړلی معنوي

عشق همدم لره اګر چه مجازي وي

میدان وګټه اګر چه په بازي وي

که دي زړه د حقیقت په کار سازي وي

مینه مه پرېږده اګرچه مجازي وي

راشه راکړه اې ساقي هغه شراب

چي په څښل یې شم بې هوش خانه تراب

د صورت له کوره کلیه بېګانه شم

د معنو په مینه پریملم یګانه شم.

د دې لپاره چي د حمید ماشوخېل د کلام کمال وګورو نو د همدغو وروستیو څو بیتونو فارسي به د مولنا غنیمت له قلمه هم را واخلو:

چو احوال عزیز نیک فرجام

بدینصورت که ګفتم یافت انجام

مرا آمد ز روی حسن ارشاد

دو مصرع از کلام مولوي یاد

متاب از عشق رو ګرچه مجازیست

که آن بهر حقیقت کار سازیست

بیا ای ساقی میخانه راز

غنمیت کش نګاهی برمن انداز

شرابی ده که صورت بر ګذارم

بحسن لا یزالی عشق بازم.

پخپله حمید هم د خپل کلام په کمال یقین لري او د خپلي ترجمې په پای کي وايي چي د حمید د کلام په قدر هرڅوک نه پوهیږي:

څو بالغ نه شي هلک په صحیح فکر

مات به نه کا د حمید د فکر بِکر

که دانا د زړه انصاف خولې ته قرین کا

په ویل به د حمید صد آفرین کا.

شاه و ګدا:

د شاه و ګدا کیسه بدرالدین هلالي، چي د پنځه لسمي میلادي پېړۍ په پای او د شپاړسمي میلادي پیړۍ په سر کي یې ژوند کړی او په ۱۵۳۰ میلادي کي وفات سوی دی، لیکلې ده. نیرنګ عشق او شاه و ګدا دواړه د پښتو ادبیاتو په تاریخ کي نه هېرېدونکي او نه تکرارېدونکي شاهکارونه دي. په دې دواړو کیسو کي مطلب له مجازي میني څخه حقیقی معشوق او حقیقي میني ته رسېدل دي. د مجازي عشق په باره کي د مولنا په قول استناد سوی دی؛ حتی د نیرنګ عشق د کیسې په مقدمه کي  خو حمید وايي چي هرکله به د مولنا په مدرسه کي ښایسته هلکان حاضر نه ول هغه به د تدریس لپاره مدرسې ته نه ورتلی او چي ښکلی هلک به یې مخ ته ناست وو نو بیا به طوطی رنګه ګویا وو:

اورېدلی مي دا نقل مکرر دی

البته چي مکرر یې مقرر دی

چي اول به نیک انجام مولوي جام

څښه شراب د مجازي میني په جام

وظیفه یې وه په طور د پاکانو

محبت په ساده رویو( لغړ زني) هلکانو

هسي رنګ به په داشمع پروانه شو

چي به درست له نام و ننګه بېګانه شو

چي به نه وو یو امرُد په مدرسه کي

پل یې نه ایښو خرد په مدرسه کي

آیینه چي به یې مخ ته ښکلی مخ وو

توتا طور به یې هاله ګویا په سخ وو . . .

نیرنګ عشق حمید په خپل انتخاب ترجمه کړی دی. په هغه داستان کي پیښی تقریباً په طبیعي محیط کي رواني دي. او چي څه پېښ سوي دي د پېښېدلو احتمال یې موجود دی. پر یوه ښایسته شاهد نومي نڅاګر باندي، چي طبیعي خبره ده دلبري به ښه ورته ښودله سوې وه، د یوه لوی امیر د زوی عزیز مین کېدل له امکانه لیري خبره نه ده. له عزیز سره د نڅاګر هلک بې وفایی هم د ورځي موضوع وه او د دې طایفې د نڅاګرو هلکانو همدا کسب وو او دا چنداني له امکانه لیري پېښه نه وه. حتی که نڅاګر هلک له عزیز سره وفا کړې وای دا به د سوال خبره وای.

خو د شاه و ګداکیسه له سره تر پایه په غیرطبیعي او تقریباً په غیر ممکن محیط کي ایجادیږي او په همدغه غیرطبیعي شکل خپل حرکت ته دوام ورکوي او پای ته رسیږي.

کیسه داسي پیل کیږي چي یو عاشق پېشه ګدای پر لاري روان دی. ناڅاپه یې ګذر پر یوه باغ کیږي چي له رنګا رنګ ګلونو ډک دی. په دې باغ کي څو ښکلي هلکان ګرځي چي یو تر بل ښکلي دي او په دوی کي یو ښکلی هلک دی چي په ټولو کي، له هره درکه ، ممتاز دی. ګدا پر هغه مین کیږي او ناڅاپه یې حال بدلیږي. یو ګړی وروسته هغه ښکلی  هلک چي ګدا ورباندي مین سوی دی پر ګدا باندي برابریږي او له هغه څخه پوښتنه کوي چي څه ورپېښه ده؟ ګدا په سوال او جواب کي ورته ښيي چي پر ده باندي مین دی.

دا هلک د پاچا زوی دی، چي په نکل کي شاه ورته ویل کیږي، او هغه هم پر ګدا باندي مین کیږي ( البته دا دواړي پيښي غیرطبیعي دی او چنداني احتمال نه لر) . شاه او ګدا هره ورځ سره ګوري او مینه یې ورځ تر بلي زیاتیږي. تر څو بالآخره د هغوی د میني کیسه بازاري کیږي او هر څوک تبصرې ورباندي کوي. د پاچا یو معتمد چي، ګویا د ښار د پولیسو عمومي قوماندان دی، په دا منځ کي شیطانت کوي او دوی دواړه سره بېلوي او ګدا له ښاره وتلو ته مجبوریږي. شاه کله په غره کي او کله په دښت کي له ګدا سره ګوري او په خپل رقیب یې، چي د دوی د جدايي او بېلتون عامل دی، هیڅ زور نه رسیږي( چي دا پخپله غیر طبیعي پېښه ده ) او همدا رقابت د داستان تر پایه پوري دوام کوي. بالآخره د شاه پلار مړ کیږي او دی پخپله پاچا کیږي خو تر څو پوري چي د پولیسو قوماندان مړ سوی نه وي دوی وصال ته نه سره رسیږي. بالآخره شاه او ګدا سره یوځای کیږي خو، د نیرنګ عشق د داستان په خلاف، کیسه په دایمي بېلتون نه بلکه په دایمي وصال پای ته رسیږي. البته په نیرنګ عشق کي عزیز د شاهد پر ځای حقیقي معشوق ته متوجه کیږي او مجازي مینه یې په حقیقي مینه بدلیږي مګر د شاه و ګدا په کیسه کي، د دایمي وصال په نتیجه کي، د دواړو ترمنځ داسي حالت منځته راځي چي د دواړو وجود په ژوند کي د یوه وجود په څېر عمل کوي او مرګ یې هم په یوه رنځ او یوه شېبه کي وي. دوی دواړه په یوه ځل تږي کیږي. په یوه ځل وږي کیږي. په عین وخت کي دواړو ته خوب ورځی او د دواړو غوښتنه د یوه تن غوښتنه وي:

من کیم لیلا و لیلا کیست من

ما یکی روحیم اندر دو بدن

ترجمه: زه بل څوک نه یم لیلا یم لیلا زه دی

دوه وجوده یو خو یو روح راسره دی

عاشق معشوق سي، ذاکر مذکور سي، طالب مطلوب سي. دا هغه مقام دی چي په هندو مذهب کي له میلاد څخه مخکي موجود وو او په هندو مذهب کي دې مقام ته سمادي Samadhi  وايي. د پټانجلی Patanjali  په متن کي راغلي دي چي د پرله پسې ذِکر او د نفس د کنټرول او د خپل وجود د پردي کولو په نتیجه کي داسي حالت منځته راځي چي ذاکر، ذکر او مذکور، یا هغه څوک چي د هغه لپاره ذِکر کیږي، ټول سره یو سي. A Classical Dictionary of India P 513

د شاه و ګدا د کیسې په پای کي هم شاه او ګدا دغه حالت ته رسیږي:

جانبینه یې اخلاص هسي فایق شه

چي هر یو د بل معشوق شه هم عاشق شه

هسی رنګ سره په مینه کي همدم شو

چي ګویا دواړه ژوندي په یوه دم شو

مشرف په مرتبه د همه اوست شو

که ظاهر و که باطن و مغز پوست شو

په خوارک به تل د یو بل مړېده

په پخساک به تل د یو بل نړېده

دا خبره دي څوک نه ګڼي عجبه

خبردار شه ته د میني له مذهبه

زلیخا به کله کله زما دله

د یوسف په نوم اوبه غوښتې له بله

چي به دې چیري له چا آب و طعام غوښت

په دا رنګ به یې سهي د ده په نام غوښت

ما یوسف لره اوبه او طعام راکړی

ما یوسف له لوږي تندي تبراء کړی

یوه ورځي لیلا رګ وواهه یاره

د مجنون په تن د وینو تلله لاره.

حمید د نیرنګ عشق داستان په خپله خوښه او شخصي علاقه ترجمه کړی دی خو د شاه وګدا د کیسې ترجمه کولو ته خپل یوه ملګري، چي پر ده باندي به حتماً ګران وو او ده یې ډېر خاطر کاوه، په وچ زور ورباندي ترجمه کړی دی:

په خواریه خوشخواره د بېچارۍ

غلا ته ودروي سړی په ناڅارۍ

که هر څو مي له دې کاره کاوه شرم

ماتاوه راباندي نه شه دا خپل درم

چي باعث اخونزاده غلام محمد شه

د نفر په څېر صاحب په خوش امد شه

ویل زر شه قلم واخله تکیه خدای کړه

په پښتو فارسي قصه د شاه ګدای کړه

هلالي که د هلال په څېر نګار کړه

ته یې میاشت د څوارلسمي په سینګار کړه

پرې مي نه لګېدې هیڅ آنې بانې

راته کښېناست مدعي په آستانې

که مي څه ځینی ابا کوله ناووښت

که به ما هرڅو انکارکاوه ده لا غوښت

چي یې نه شوم له خاطره وتی هېڅ

خواه نا خواه مي زړه ته واچاوه دا پېڅ.

په زړه پوري خبره دا ده چي څرنګه کېدلای سي یو شاعر د شاه و ګدا په څېر یو لوی داستان د بل په غوښتنه او د خپلي رضا په خلاف ترجمه کړي او هغه دي داسي ښکلی ترجمه کړي چي د پښتو ادب په تاریخ کي دي تل پاته شاهکار سي. د مثال په توګه: د غره په لمنه کي ګدا د هوسیو په سېل کي یوه تر ټولو ښکلې هوسۍ ویني او د هغې په سترګو د شاه د سترګو مینه ماتوي. دې ښکلي ترجمې ته وګورۍ:

په دې واړو کي یو ښه غوره غزال وو

چي تر واړو نازنین صاحب جمال وو

له نسیم یې د نافې جهان مشکین وو

د ختن آهو تر ده پوري کمین وو

په غمزو د شوخو سترګو بازي ګر وو

څړه ناز څړه ښېوه څړه هنر وو

په هغه باندي کیده د ګدا مینه

کړو یې سود د شاه د میني په دا مینه

هر ساعت به یې د ده د لیدو رَو نیو

ولیدو ته به یې تل پېڅونی څَو نیو

هم په دا چي یې چشمان د شاه په څېر دي

د هغي توري بلا په څېر پېر پېر دي

له نافې یې راځي بوي د تورو زلفو

زیاتوي مي جستجوی د تورو زلفو

هر نفس چي یې د خولې معطر راشي

له هغه نفسه بوی د دلبر راشي

که یې رنګ ته زمانه ده جستجوی

بس دا کار چي ځیني مومم د یار بوی

دا دستور د هر مین دی که له څلي

یوه نښه د یار مومي پوري نښلي.

البته هغه مقام ته چي په دې کیسه کي شاه و ګدا رسیږي هغه د وحدةالوجود مقام دی چي صوفیان، په کنایة کي، همه اوست یا ټول هغه دی ورته وايي. له همه اوست څخه بالآخره مطلب هر څه خدای دی. او دا په شریعت کي مردود دی ځکه چي د شریعت په اساس حق متعال له ټولو موجوداتو څخه مستقل دی او پرته له هغه څخه پر بل څه باندي د هغه حکم نه سي کېدلای.

د نیرنګ عشق په داستان کي عزیز له شاهد سره د مجازي میني په نتیجه کي حقیقي میني ته رسیږي او نور نو شاهد له یاده باسي او حقیقي معشوق ته متوجه کیږي چي طبعاً یې مطلب الله دی. دا ډول مینه که څه هم د شریعت په اساس ناروا ده ځکه چي شریعت هیچا ته له یوه ښکلي هلک یا ښکلي نجلۍ سره د میني کولو او د هغې میني په واسطه حقیقي معشوق ته د رسېدلو اجازه نه ورکوي خو لږ ترلږه د داستان په پای کي د خدايی دعوه یا  په نړۍ او کایناتو کي هر موجود ته  د حق متعال د ذات د خطاب کولو یا همه اوست دعوه نسته خو د شاه و ګدا د کیسې نتیجه هغه ځای ته رسیږي چي عاشق او معشوق یو وجود سي. له دې وروستۍ نتیجې څخه د صوفیانو مطلب له حقیقي معشوق سره د بنده یا عاشق یوځای کېدل او د هغه په وجود کي محو کېدل او فنا کېدل دي چي بالآخره انسان ته هر څه معشوق معلومیږي او بل هیڅ نه ویني او دا « همه اوست» دی.

     پاته لري

 تصوف د پښتو په ادب کي؛ رحمان بابا صوفي شاعر وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب