Home+نوی الوتونکی څلور کسیز موټر

نوی الوتونکی څلور کسیز موټر

تاند- د اسکا په نوم یوې نوې تاسیس شوې امریکايي کمپنۍ اعلان وکړ چې څلورکسیز الیکترونیک موټر یې جوړ کړی چې الوتلی هم شي.

دا موټر به پر دې سربېره د قاتېدا وړتیا هم ولري.

اسکا کمپنۍ وايي چې د دې موټر لومړنۍ نمونې یې په ۲۰۱۹ م کال جوړې کړي خو لومړنۍ نمونه یې د درو سپرلیو لپاره وه خو دا یوه د څلورو تنو لپاره ده.

دا موټر، چې ۶ څرخونه لري، ظاهراً یوې څرخکې ته ورته دی. له مځکې په عمودي ډول پورته کېږي او په همدې ډول کښېني هم.

کله چې پر مځکه کښېناست، وزرونه یې په اتومات ډول راټولیږي چې لږ ځای ونیسي.

دا الیکترونیک موټر په یو چارج تر ۴۰۰ کیلومترو پورې مزل کولی شي او د سرعت عظمي حد یې په ساعت کې ۲۴۰ کیلومتره دی.

اسکا کمپنۍ غواړي چې په راتلونکې کې د دې موټر یو بل ماډل جوړ کړي چې په هایدروجن چلېږي او ممکن سرعت یې تر اوسني هغه زیات وي.

د دې موټر، چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې به بازار ته راووځي، بیه ۷۸۹ زره ډالره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...