جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+دیموکرات پلار| عبدالوکیل سوله مل 

دیموکرات پلار| عبدالوکیل سوله مل 

لکه په لاس ېې چې خوله ولګوي، زرېې له ملګری لاس آزادکړ. خوله ېې ورنږدې کړه، په غوږ کې وروپڅیده .څنګ ته وکښیده:

ـ خبرې بس کړه، دروړاندې شه!

ملګری ېې هک پک شو، مخ ېې ورواړاوه، سترګې ېې رډې ورونیوې: 

ـ ولې، څه خبره ده؟

سترګې ېې دمترو د ډبې دروازې ته ونیوې:

ـ د پلار ملګری مې راننوت.

ملګری ېې خبره بابیزه وګڼله، وي وخندل:

ـ نو څه!؟

دفریبا تندی ګونځې شو، ملګری ېې پورې واهه: 

ـ زه هر ځل تا ته خپل ارزښتونه نشم تشریح کولی.

ملګری لکه هیڅ ېې چې نه وی اوریدلی ،بیرته ورنږدې شو. فریبا په منډه دمیترو د ډبې بلې څنډې ته لاړه. په تشې چوکۍ کښیناسته. سترګې ېې له ملګري په قهر واړولې. هغه لور ته ېې نورنه ور کتل. تربل تمځایه ېې سترګې ځوړندې ونیوې. میترو ودریده. سورلۍ یو په بل پسې کیوتې. شاو خواېې نظر وزغلاوه. ډبه تشه وه. ملګری ته ېې په ناز وروکتل. هغه هم د باد په څیرراغی، تر خوا ېې کښیناست. په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه:

ـ ولې زما ګرانې !

ـ ته نو نه پوهیږې،که هغه مې پلار ته ووایی!

ـ نو څ ؟ 

ـ څنګه څه؟ پوهیږې دا ما ته په کومه بیه تمامیږی؟ 

ملګری يي يه ورو زنې ته لاس وروړ:

ـ نو تا خو راته وویل چې هغه ډیر روښانه او دیموکرات دی!

فریبا سر وخوځاوه:

ـ مهربان او دیموکرات دی، خو د ښځې په خوښه د ملګری په انتخاب کې لا هم زاړه ارزښتونه پا لي 

ملګری ېې ټوپ وهل:

ـ دا څه وایی نو څنګه هغه ورځ پخپله د یوې ځوانې ښځې سره ناست و؟

 لکه په مترو کې چې دننه بم وچوي فریبا وریږدید، خوله ېې وازه پاتې شوه، له ځایه نیغه رايورته شوه، د ډبې بل سرته لاړ، بیرته لکه سودا چې وروولیږی راوګرځیده، د ملګری سرته ودریده، په سر ېې لاس ور کیښود؟

ـ دا څه وايي، چیرته؟ 

ـ په یوه بار کې؟

ټکان ېې وخوړ،غاښونه ېې وچیچل:

ـ څه ېې کول؟

ـ ملګری یی ورپاڅید، په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه. له مخه ېې توده مچکه واخیسته:

ـ ما او تا دا اوس څه کوو؟

فریبا لکه ستنه ېې چې وچوخوي، شا ته ټوپ کړ. 

ـ ته رښتیا وايي؟

ملګری ېې راشاته شو، ځان ېې راټول کړ:

ـ  خود، زه درواغو ته څه اړتیا لرم ؟

ـ زه پوهیږم ته درواغ نه وایی، خو تا مې پلار چیرې لیدلی؟

ملګری ېې موسکی شو.

ـ ولې هیر دې شو چې یو کال مخکې دده د دغه ملګری په څیرپه همدغسې میترو کې راوخوت اوته همدغسې رانه بې مخښه ښې غیبه شوې.

هغه له غوسې سره راواوښته. په سترګو کې اوښکې ډنډشوې. ملګری ېې د اوښکوډکو سترګو ته په ځیر وکتل. زر يي غیږ ته رانږدې کړه. 

ـ وبخښئ، که  خبر وایی دا خبرمې نه درکاوه. 

فریبا یی لاس په لاس کې ونیو. 

ـ نه تا ښه وکړه.

څنګه؟

ځکه چې اوس دې ما ته جواز راکړ:

ملګری ېې له خوښۍ ټوپ واچاوه: 

ـ د څه شي جواز؟

فریبا ېې غیږ ته ځان ورنږدې کړ:

ـ له تا سره دنا وخته پاتې کیدو.

فریبا بیرته راشاته شوه:

ـ پوهیږې زه ستا په سترګو باور لرم خو زړه ته مې نه ولیږي چې هغه به زما له مورسره خیانت کوي؟

ملګری ېې حیران وروکتل؟

ـ ولې داسې فکر کوې؟

ـ ځکه چې هغه عادی سړی نه دی ، پیژندل شوی مدنی فعال او د یو مخکښ سياسي ګوندمرستیال دی.

ملګری يي وخندل، د لاسونو پړکا ېې پورته شوه؟

ـ تاته لکه چې د بیل کلنتن او د هغه دسکرترې (مونیکا لوینسکي) دسیکسی اړیکو کیسه نه ده معلومه ، پوتین څنګه د یوې ځوانې نجلۍ سره دمینې تار وځغلاوه او خپله وفاداره میرمن  لودمیلا ېې له دیرش کلن ګډ ژوند وروسته په ډاک میدان پریښوده. 

ملګری ېې د ګڼووتلو سیاسي رهبرانو او واکمنانو لکه نا پلون بنا پارت ، هټلر او نورو د سیکسی ژوندانه ګڼ داستانونه یو په بل پسې قطار کړل. خو فریبا ېې زر په خولې لاس کیښود:

ـ بس، بس ، بس ….. سیاستمداران مه یادوه، هغوی ټول بې وجدانه دي. هغوي چې خپلوهیوادونو او اولسونو ته په خیانت نه شرمیږی ، میرمنوته د خیانت څه پروا لري؟!

ملګري ېې په ولي لاس کیښود:

ـ سیاستمداران مې ځکه بیلګې راوړلې چې تاد پلارد ګوند وویل.

فریبا سترګې پټې کړې، سرېې په دواړو لاسونو کې ټبنګ ونیو، له اوښکو ډکې سترګې ېې پرانیستې، ملګري ته ېې وروکتل :

ـ پوهیږې ، اوس دې یوه بله سودا راواچوله!

ـ ولې؟ د څه شي؟

ـ د مور

ـ هغه څنګه؟

ـ  هغه دا چې که ورته ووایم، زړه به ېې له خفګانه وچوي؟ 

ملګری ېې ته ېې دا خبره بې معنا وبریښیده، لکه هیڅ څه چې نه وی پیښ شوي:

ـ نو څه؟ خو طلاق به واخلی، له خاین میړه، خو صادق ملګری سل ځله ښه دی.

فریبا له ځایه بیا را پورته شوه، پاس اوږده اوسپنه ېې په لاس کې ونیوه. ده ته مخامخ ودریده:

ـ تا ته دا اسانه ښکاري؟

ـ خود، ته پوهیږې پلارمې هم مورپه مینه کړې وه خو د واده څو کلونه وروسته ېې زما مورته شاه کړه او له بلې سره ېې تار وزغلاوه .

فریبا ټوپ وهل:

ـ رښتی ، بیا دې مور څه سزا ورکړه؟

ـ همدا چې وپوهیده په لغته ېې وواهه اوبل میړه ېې وکړ. 

لکه په زړه ېې چې د غم لویه څپه راشي، لویه ساه ېې وویسته :

ـ ای کاش که مې مور د دې توان درلودی !

ملګری ته ېې فکر ورولوید:

ـ چې پلار دې دا توان لری مور ولې؟

ـ پلار به مې لاړشي بله ځوانه ښځه به وکړي. خو مور خواره ……… 

لکه خبره چې ېې ستونې کې وچه شي غریو ېې ونیسي.

د ملګری اکر يي هم خراب شي، په غیږه کې  ېې ونیسي، په تندی ېې ښکل کړي.

وبخښه ګرانې !

فریبا لکه خولې ته چې ېې کولپ ورواچول شي هیڅ ونه ویل. میترو ودریده. دواړه کیوتل او تر ناوخته سره وګرځیدل .

لندن ـ انګلستان 

دشپې یولس بجې 

د ۲۰۲۰میلادي کال د می ۳۱ 

1 COMMENT

  1. پکه دا دی لا بله سپکه.
    ایا پښتانه باید داسی کلچر افغانستان ته ور ولیږی؟
    وایی ارمونی د غربیانو نظامی وژونکی دی. افغانی جنګ ته هم داسی کسان په کار دی چه دارمونیو په کارخانه کی تولید سی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب