یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهناټو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي

ناټو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۷) د ناټو عمومي منشي یو ځل بیا له وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه.

ینس سټولټنبرګ وایي، په افغانستان کې د ناټو لومړیتوب دا دی چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.

نوموړي دغه راز یو ځل بیا له طالبان وغوښتل چې تاوتریخوالي کم کړي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

ناټو داسې مهال له طالبانو د سولې د خبرو د دوام غوښتنه کوي چې، تېره ورځ د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا ویلي وو چې، طالبانو په دوحه کې د سولې خبرې د هوکړې د ارزونې تر پایلو ځنډولي.

د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ویلي وو چې، طالبان د امریکا له‌ خوا د تړون په اړه په احتمالي توګه د نویو شرایطو له وضعه کېدو سره موافق نه دي.

نوموړي زیاته کړې وه  چې طالبان غواړي پوه شي چې د امریکا او د دوی ترمنځ د فبروري ۲۹مې د هوکړې له ارزونې وروسته متحده ایالات څه نوې پرېکړه کوي.

په ورته مهال یوناما هم د سولې د خبرو او د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

 ‏یوناما ویلي د افغانستان د سولې تر خبرو (د ۲۰۲۰ کال د سبټمبر له ۱۲)  را وروسته د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې نېټې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او ژورنالېستان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

سرچینې ویلي  دې بریدونو چې مسؤلیت یې هیچا پرغاړه ندی اخیستی، په افغانستان کې د وېرې فضاء خپره کړې ده.

یوناما دغه راز د دوحې خبرو ته په اشارې ویلي چې د سولې هېڅ فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب