یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: طالبان د افغانستان د لویو ښارونو نیولو ته نژدې شوي

نیویارک ټایمز: طالبان د افغانستان د لویو ښارونو نیولو ته نژدې شوي

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۷) نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر کلیدي ښارونو ته ځان نژدې کړی دی.

د نیویارک ټایمز له مخې، طالبانو له ژمي او سختې یخنۍ سره سره د افغانستان په شمال کې د کندوز ښار شاوخوا پوستې نیولي او ښار یې له څو خواوو محاصره کړی، د کندوز په ګاونډي ولایت بغلان کې یې د پلخمري ښار څنډو ته ځان رسولی، ستراتیژیکې لوړې یې نیولي او له بې پېلوټه الوتکو څخه په کار اخیستو د امنیتي ځواکونو د روحیې د خرابولو هڅه کوي. له دې ښاره د افغانستان شمال ته د پلازمېنې کابل اصلي لار تېرېږي.

له بلې خوا یې د کندهار ولایت د مرکز په شاوخوا ولسوالیو کې ګڼې سیمې لاندې کړي او تر بل هر وخت یې ځان د دغه مهم او ستراتیژیک ښار مرکز ته ډېر نژدې کړی دی.

د ورځپاڼې پر اساس، د طالبانو دا تحرکات سبب شوي چې د بایډن اداره له یوه سخت ازمون سره مخامخ شي.

د ټرمپ د حکومت او طالبانو د تېرکال د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه ووځي. اوس هم اکثره امریکايي پوځیان وتلي او داسې هیڅ نښه نه لیدل کېږي چې طالبان دې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي او یا دې جګړه ودروي.

نیویارک ټایمز د شنونکو په قول وايي، جو بایډن له طالبانو سره د موافقې درناوی کوي خو وېره ده چې طالبان به د امریکايي پوځیانو د وتلو په صورت کې جګړه نوره هم تېزه کړي او د کندهار په شان لوی ښارونه به ونیسي.

دوی همداراز وايي، که امریکا هماغه راز چې د کانګریس له لوري ګومارل شوې ډلې یې سپارښتنه کړې، تر ټاکلې نېټې ځواکونه ونه باسي طالبان به د تېر کال د فبروۍ د ۲۹ نېټې موافقه پای ته رسېدلې وانګېري.

په بروکسل کې د نړیوالو بحرانونو د ډلې د افغانستان د چارو شنونکی اندریو واټکینس وايي، د طالبانو له لوري د کندهار په شان د ستراتیژیک ښار نیول به د بایډن د حکومت لپاره د ځواکونو بشپړ ایستل خورا ګرانه کړي. دی باور لري چې که د کندهار په شان ښارونه د سقوط له خطر سره مخامخ شي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو امکان ختمېږي.

طالبانو سره له دې چې له امریکا سره د موافقې له مخې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې منلي خو عملاً له څو میاشتو راهیسې خبرو ته نه حاضرېږي. دا ډله په دې فکر چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به د جګړې له لارې کابل ونیسي، خبرې ځنډوي.

2 COMMENTS

  1. تاسو ولی داسی له اندیښنی ډک خبرونه نشروی کوم چه له حقیقته ډيرلیری دی که خارجی جراید یی نشروی ددی لپاره ده چه خپل لوستونکی پيداکړی تاسو ته لازمه نه ده چه هرڅه زرراکاپي کړی

  2. داسې لیکنې هېڅ واقعیت نه لري .
    ټالبانو په تېرو شلو کلونو کې یو ولایت هم ندی نیولی . که کومه ورځ ښار ته ورنژدې شي ، هغه ښار د چنګېز د لښکرو په شان وسوځوي ، هرڅه ختم کړي او د غلو په شان بېرته خپلو بادارانو ته ځانونه ورسوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب