Homeخبرونهد کډوالۍ نړیوال سازمان: ښايي میلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ شي

د کډوالۍ نړیوال سازمان: ښايي میلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ شي

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۷) د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ښايي په افغانستان کې سږ کال ۱۷ میلیون افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ شي.

دغه سازمان پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د باران او واورې د کمیدو له کبله به خلک له لوږې او وچکالۍ سره مخامخ شي، نو باید د بشري مرستو د برابرولو لپاره تیاری ونیول شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د مشر نیک بیشپ په خبره، د افغانستان زراعت د وچکالۍ او قحطۍ له کبله اغېزمن شوي ځکه چې سږکال واوره او باران ونشو، نو د مرستې برابرولو لپاره باید هڅې چټکې شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې ۱۷ میلیون افغانان چې ددې هېواد ۴۲ سلنه نفوس تشکیلوي لوږه به یې اغیزمن کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ګڼ شمېر افغانان چې شمېر یې میلیونونو تنو ته رسېږي خپل هېواد ته ستانه شوي او زرګونه نور د جګړو له کبله بې ځایه شوي چې اوسمهال له بېکارۍ سره مخامخ دي.

ددې سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې به کاري فرصتونه نور هم ستونزمن شي.

دې بنسټ په دوحه کې د افغان سولې خبرو ته په اشارې ویلي چې مذاکرات په ولاړ دي، تاوتریخوالی زیات شوی او د کارپوهانو د څرګندونو له مخې وچکالي هم روانه ده.

تر دې مخکې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش هم د تېر کال په وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې ۷۰ سلنه خلک د بې ‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي غذايي خوندیتوب نه‌ لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...