یکشنبه, مې 5, 2024
Home+امریکا چېرې روانه ده؟ | ولي خان کارند

امریکا چېرې روانه ده؟ | ولي خان کارند

د ۲۰۰۱ دسپتمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکایي ځواکونو پر افغانستان حمله وکړه. په ظاهر یا لنډ مهال کې د دوی هدفونه دا وو چې د طالبانو حکومت او د القاعده ملاتړی رانسکور کړي، په افغانستان کې د القاعده ډلې پټنځایونه له منځه یوسي ولې دوی پر افغانستان د حملې تر شا ځیني اوږد مهاله جیوپولیټیک اهداف هم درلودل چې له جملې یې یو د مرکزي اسیا او قفقاز په ساحو کنترول او نفوذ وو.

دغه دوه ساحې (منځنۍ اسیا او قفقاز) د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته په اتو (8) آزادو جمهوریتونو وویشل شوې چې د منځنۍ آسیا په ساحه کې یې پنځه جمهوریتونه (قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغیزستان او تاجکستان) او د قفقاز په ساحه کې یې آذربیجان، ارمنستان او ګورجستان منځ ته راغلل همدغه دوه منطقې چې د نفتو او ګازو غني ذخایر لري د نړۍ د لویو قدرتونو لپاره په جیوپولیټیک تحلیل کې له ځانګړي اهمیت برخمنې دي. دغه نړیوال رقیب قدرتونه په دوه ډلو ویشلی شو، لومړی یې سیمه ییز (Regional) لکه روسیه، چین، ایران او ترکیه او دوهمه ډله یې له سیمې ورهاخوا (Trans-Regional) لکه آمریکا، اسرائیل، اروپایي اتحادیه، هند او پاکستان. او هر یو له دغو دوه ډلو په دې هڅه کې دي چې په نوموړو ساحو نفوذ او کنترول ولري دا چې د امریکا راتګ دغې سیمې ته د نورو ګڼو اهدافو تر څنګ دغه هدف هم تعقیبوه  او د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو په سر کې یې ځای درلود نو ولې له شل کلونو وروسته له داسې مهمو اهدافو تیریږي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي؟ دا هدف د امریکا لپاره څومره مهم وو/ دی؟ دوی څه کول غواړي؟ ولې خپل ځواکونه له افغانستانه باسي؟ په افغانستان کې څه پيښیږي؟ هغه سوالونه دي چې په دې لیکنه کې ورته ځواب وایو.

د امریکا متحده ایالتو لپاره د منځنۍ اسیا همیت:

۱:  د منځنۍ آسیا ساحه د تېلو او ګازو غني زېرمې لري او دا ذخایر کولی شي د چین د راتلونکو کلونو د انرژۍ تقاضا تر ډیره ور پوره کړي او د امریکا متحده ایالتونه چې د چین د اقتصادي ودې د کنټرول هڅه کوي په هر قیمت غواړي چې په یادو ساحو نفوذ ولري.

۲: د شانګهای د همکاریو سازمان چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې رامنځ ته شو او د جوړیدو اصلي هدف یې د سیمې امنیتي مسایلو ته رسیدنه وه. مګر په وروستیو څو کلونو کې د یاد سازمان موخو تغیر کړی او دیاد سازمان اوسنۍ کړنې په اقتصاد او سیمه ایزه راکړه ورکړه څرخي او دې چارې چین ته زمینه مساعده کړې چې منځنۍ آسیا د خپلو تولیداتو لپاره بازار وګرځوي. همدارنګه د شانګهای د همکاریو سازمان یوازینی سازمان دی چې امریکا یې په راتلونکي کې د خپلې یکه تازۍ لپاره خطر ګڼي او د یاد سازمان غړي خصوصا چین او روسیه هم هڅّه کوي چې د یاد سازمان تشکیل ته سیمه ایز هیوادونه را جذب کړي ترڅو په سیمه کې د امریکا د نفوذ په وړاندې سپر وي چې ښه مثال یې په ازبکستان د روسیې او چین فشارونه وو ترڅو په یاد هیواد کې د امریکا حضور ته خاتمه ورکړي.

۳: په منځنۍ آسیا کنترول امریکا ته توان ورکوي چې د روسیې د سیمه ایزو اتحادونو مخه ډب کړي لکه د (Commonwealth of Independent State) اتحاد چې د منځنۍ آسیا هیوادونه یې برخه دي او ددوي حضور په سیمه کې کولي شي چې روسیه له نوموړو هیوادونو جدا وساتي.

۴: په سیمه کې د امریکا حضور ددې باعث ګرځي چې روسیه په خپلو جنوبي سرحدونو کې د عدم امنیت او نا ارامۍ احساس وکړي او د اوکراین او ناروي ترڅڼګ یې له یو بل لوري هم تر تهدید لاندې وساتي همدارنګه په منځنۍ اسیا کې د دوي حضور په دې معنی ده چې دوی خپل جیوپولیټیک سرحدونو ته د روسیې له جغرافیې سرحدونو سره تطابق ورکړ.

دوي څّه کول غواړي او ولې افغانستان پریږدي؟

پورته او ګڼ نور هدفونه وو چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د امریکا پښه افغانستان ته راکش کړه او افغانستان ددې هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د امریکایانو لپاره  مهمه جیوپولیټیکه ساحه وه. په داسې حال کې چې له افغانستان نه د دوي د وتلو نیټه اعلان شوي او له طالبانو سره یې توافق کړی چې له افغانستان به وځي ولې څو ورځې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ(سینټکام) مشر جنرال فریک مکنزي څرګندونو ښکاره کړه چې دوي د خپلو اهدافو په تعقیب پسې روان دي جنرال مکنزي چې د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمیټي ته یې خبرې کولې وویل چې په طالبانو باور نشي کیدای او ددې امکان زیات دې چې افغانستان یو ځل بیا د تروریستي ډلو په پټنځای بدل شي او ددې امکان د مخنیوي لپاره د مکنزی طرحه دا وه چې په افغانستان له ګاونډي هیوادونو( تاجکستان، ازبکستان او قرغیزستان) څار ترسره شي.

د امریکا له دې پلان جوتیږي چې دوي هغه هدف ته د رسیدو لاره تعقیبوي د کومو لپاره چې دوي په افغانستان کې شل کاله تیر کړه که چیري دوي له یادو هیوادونو سره موافقې ته ورسیږي او هغوي په خپلو هیوادونو کې د امریکا استخباراتي او پوځي حضور ته اجازه ورکړي دا به د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو په لور لومړی ګام وي او په منځنۍ آسیا کې به د خپلو هدفونو تعقیب ته ادامه ورکړي. او له افغانستان وتل به هم یو تاکتیکي قدم وي چې د خپلو اوږد مهاله اهدافو په لور یې اخلي.

په منځنۍ اسیا کې د دوي حضور او په افغانستان یې تاثیرات:

لومړی: دوی به د پاکستان په مرسته هڅه وکړي چې په افغانستان کې جګړې ته شدت ورکړي او په مختلفو نومونو تروریستي ډلې افغانستان ته راوستوي ترڅو نړیوالو ته وښیي چې په منخنۍ اسیا کې د دوی حضور اړین وو او امریکا د همدې حالت پیش بینه وه ځکه یې په منځنۍ اسیا کې خپل حضور غوښت.

دوهم: په منځنۍ اسیا کې به د دوی حضور په افغانستان کې د نا ارمیو له دوام سره تړلی وي هرڅومره چې په افغانستان کې جنګ دوام کوي د دوي حضور ته به په یادو هیوادونو کې مشروعیت بښي. او دا به افغانستان له اوږدمهالې جګړې سره مخ کړي.

په داسې یو حالت کې افغانستان یوازې سیمه ییز هیوادونه ژغورلی شي هغه دا چې د افغانستان له ثبات او شته حکومت ملاتړ وکړي ولې بدبختانه شواهد داسې دي چې سیمه ایز هیوادونه په افغانستان کې نیابتي جګړې ته تیاري نیسي او د ډلو په جذبولو یې کار پیل کړی او په دې هڅه کې دي چې خپلې ګټې د ډلو په تمویل سره خوندي کړي چې څرګنده بیلګه یې د هند او پاکستان له لوري د ځینو ډلو دعوت او د هغوی هرکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب