جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکا، افغانستان ته B-52 جنګي الوتکې رالیږي

امریکا، افغانستان ته B-52 جنګي الوتکې رالیږي

تاند (شنبه د ثور ۴مه) امریکا یو ځل بیا افغانستان ته (B – 52) ډوله جنګي الوتکې رالیږي، تر څو له دغه هېواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو د بهیر امنیت خوندي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې شپږ جیټ (B – 52) ډوله جنګي الوتکې او ګڼ شمېر پوځیان به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر څاري، ترڅو یاده لړۍ په خوندي ډول ترسره شي.

په همدې حال کې یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او تازه یې له دغه هېواد څخه د خپلو جنګي تجهیزاتو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

که څه هم امریکايي ځواکونه باید له طالبانو سره د دوحې د هوکړې له مخې د روان میلادي کال تر مې میاشتې له افغانستان څخه وتلي وی، خو ولسمشر جو بایډن یې د وتلو نېټه وځنډوله.

امریکايي ولسمشر جو بايډن، دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې به ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب