پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeروغتیاد وزن کمولو لپاره په خپلو خوړو کې زیره وکاروئ

د وزن کمولو لپاره په خپلو خوړو کې زیره وکاروئ

تاند ( شنبه، د غویی ۴ مه)  روغتیا پوهان وایي، که څوک غواړي چې مناسب وزن، ښکلی باډي او اندام ولري نو په خپلو خوړو کې دې د زیرې له کارولو څخه ګټه واخلي.

دوی وایي، په خپلو وروستیو څېړنو کې یې موندلې چې له زیرې څخه ګټه اخیستنه کولای شي د وزن په کمښت کې اغېزمنه ثابته شي او له چاغښت سره مبارزه وکړي.

پوهان په څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلي دي، هغه خلک چې له زیرې څخه ګټه اخلي د هغو خلکو په پرتله ډېر ژر خپل وزن له لاسه ورکوي چې د خوړو رژیم پر مخ وړي.

پوهانو زیاته کړې چې زیره د بدن د مېټابوليزم بهیر په چټکتیا کې ډېره مرسته کوي.

د دوی په باور که څوک غواړي خپل وزن کم کړي باید زیره په اوبو کې واېشوي او له شاتو سره یې يو ځای وخوري.

روغتیا پوهان دغه راز زیاتوي چې زیره هغه کورني درمل دي چې خوړل یې روغتیا ته هېڅ ډول صدمه نه رسوي.

هر انسان غواړي چې ښایسته او ښکلی اندام ولري او د ښکلي اندام لرلو لپاره ډېره هڅه هم کوي.

نو که تاسو هم غواړئ مناسب وزن او ښکلی اندام ولرئ نو پوهان وایي، د دې هدف د ترلاسه کولو په موخه له زیرې څخه کار واخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب