شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکابل کې نن سهار د بېلابېلو پېښو له امله ۶ تنه وژل...

کابل کې نن سهار د بېلابېلو پېښو له امله ۶ تنه وژل شوي

تاند ( شنبه، د ثور ۴مه) امنیتي چارواکي وایي، نن سهار په کابل کې د بېلابېلو امنیتي پېښو پرمهال ۶ تنه وژل شوي دي.

پولیس وایي لومړۍ پېښه د کابل پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې ناپېژانده وسله والو څلور پولیس په ډزو وژلي دي.

دوهمه پېښه د کابل د ریشخور سیمې په قلعه شیرخان سیمه کې هم نا پېژانده وسله والو یو دولتي کارکوونکی وژلی دی.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې دغه راز په یوه بله پېښه کې ناپېژانده کسانو د پوهنتون یو استاد د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې وژلی دی.

 د کابل پولیس وایي د یادو پېښو په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو زیاتوي په اړه یې پلټنې پيل شوي.

تر اوسه کومې ډلې هم د یادو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې په دې وروستیو کې یوځل بیا هدفي وژنې ډېرې شوي، چې عام خلک يې په مخنیوي کې امنیتي ادارې ناکامه بولي.

دوی په اړونده ادارو غږ کوي، چې د ورته پېښو په مخنیوي کې جدي ګامونه پورته کړي او عاملین یې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب