پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+تورڅادر | اسدالله بلهارجلالزی

تورڅادر | اسدالله بلهارجلالزی

بیګانۍ اوریدلې واورې ته د کوټې له کړکۍ  ور وکتل ډیره ورته ښکاره نه شوه. له ځانه سره يي وویل: د تورولو خو نه ده. بیرته په تودې تاوخانې کیناست، شا يي دیواله ته ایښې بالښت باندې ولګوله، دواړه پښې يې وغځولې. په وړوکې جیبې هینداره کې يي تور ویښتان چې نیمايي د ښي او نیمايي، يي د د کیڼ غوږ په لوري اړولي ول وکتل، ورغوی يې پرې تیر کړ، لا هم غوړ و. هینداره يي له یوه لاسه بل ته کړه. ږمنځ يي ور واخیسته او ورو، ورو يی په ویښتانو کې وهله.

د وره غنګهارې وارخطا کړ، ژر يي په خپل سر پټکی کیښود.

ـ ادې! ته يي راځه څه دې ویل؟

– زویه خبره مې دا کوله سهار دې پلار راته وویل: هلک بي لارې شوی ده. ورته ووایه چې ویښتان کم کړي. دا دوه ورځي د جومات ملا صاحب وینم کله چې زه جومات ته ور ننوزم دی په خبرو کې د هلکانو د ویښتانو خبرې کوي. پرون په کنایه کې او بیا يي په ډکه خوله ورته ویلې. چې د فیض ګل زوی توربادام هم اوس وزغنې پریښې دي. کاشکې يي د سنتو به نیت پریږدې دوئ يي د انګریزانو غوندې بیټلی پریږدي.
ـ ګل اغا اوس چیرې تللی؟

ـ سهار له جوماته دی او ګل رحیم دواړو د سردارخان کره تللی. که يي ستن هم راوړه نو شک نشته.

ـ نو بیا خو به د سر ویښتان څه ږیره هم پاکه وخریمه… په خپله کړي خبره وشرمیده یوه شیبه غلی کیناست بیا يې لږ په ټیټ غږ وویل: زه نو د گلبارې (ګلبهارې) ترور کره ځم، دوئ لا په همدې خبرو کې وو. چې د انګړ په منځ کې د کلاشینکوف څو ډزې وشوې. په زوي يي ورمنډه کړه. مبارک مبارک زویه، په یوه شییبه کې د کورانګړ له ځوانانو او د کلي له ماشومانو ډک شو. توربادام څادر په سر واچاوه او د ګڼې ګوڼې په منځ کې غلی له کوره ووت، سوړ شمال يي سپوږمي وتخنولي ژر يي په شمله مول وواهه. مخامخ د ګل کوه په لوري  روان شو… شیبه وروسته واورې بیا په اورښت پیل وکړ. په سبا چې کلیوالو په لارو کې منډونه کول، له دوئ څخه لږ لیرې د واورو د موړو په منځ کې د تورڅادر پیڅکه باد یوې او بلې خواته رپوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب