Homeخبرونهبریتانوي ورځپاڼه: د قطر فوټبال جام ط-انو ته «د‌ سرو زرو مرغۍ»...

بریتانوي ورځپاڼه: د قطر فوټبال جام ط-انو ته «د‌ سرو زرو مرغۍ» وې، میلیونونه ډالره یې پکې ګټلي

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) د بریتانیا دې ټيلګراف ورځپاڼې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو په اړه یوه راپور کې ادعا کړې، چې طالب مشرانو د لوبغالو یا سټوډیومونو په جوړولو کې له اخيستو پروژو میلیونونه ډالر ګټلي دي.

ورځپاڼې د طالبانو د قطر دفتر د سرچينو له قوله لیکلي:« له ۲۰۱۳ م کاله، لوړپوړو طالب چارواکو د سولې له بهیر سره په تړاو لوړې تنخواوې اخیستې او په همدغو پیسو یې د ودانۍ جوړولو درانه ماشین آلات رانیول او بیایې هغو شرکتونو ته په کرایه ورکول چې دغه لوبغالي يې جوړول.»

ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ویلي:« د فوټبال دغه ټورنمنټ، طالبانو لپاره د سرو زرو مرغۍ وه.»

په راپور کې ادعا شوې، چې طالب مشرانو د يادو پانګونو پيسې له هغو لوړو معاشونو څخه پیدا کړي، چې امريکا او ملګرو ملتونو د سولې خبرو پر مهال دوی ته ورکولې.

د طالبانو یوه ویاند دغه ادعاوې ردکړي دي.

 ورځپاڼه زياتوي،چې د يادې قضيې معلومات په افغانستان کې د طالبانو له سخت دریځۍ څخه تنګ شویو دوو طالب چارواکو ورسره شریک کړي دي.

ورځپاڼه لیکي:« د دوی ملاحظه دا وه چې دغه مشرانو قطر کې لوکس او مجلل ‌ژوند درلود خو افغانستان کې توندلارې تګلارې پلي کوي.»

مخکې په یوه راپور کې راغلي وو، چې د طالبانو د ډېرو مشرانو لوڼې په قطر او نورو هېوادونو کې عصري زده کړې کوي او ان د فوټبال لوبډلو غړیتوب لري، خو په افغانستان کې ېې د میلیونونو نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...