جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د" ډرامې ليکلو عملي لارې چارې"کتاب چاپ شو

د” ډرامې ليکلو عملي لارې چارې”کتاب چاپ شو

دا کتاب تکړه ژورنالیست او ليکوال عبدالنافع همت ليکلی چې (۲۷۲) مخونه لري او په کندهار کې ميوند کلتوري ټولنې چاپ کړی دی. کتاب پر دوو لویو برخو وېشل شوی چې يو د ډرامې تخنيکي او بل يې داستاني برخه ده. نوموړی کتاب د معاصرې ډرامه ليکنې په اړه خورا ګټور موضوعات لري چې د عامو لیکوالو، په تېره بيا ډرامه ليکوالو لپاره ښه لارښود کېدای شي.

په پښتو ژبه کې تر دې مخکې د ډرامې په اړه ليکل شوي کتابونه تر ډېره حده د ډرامې پر تيورۍ، تاريخ او ډرامه ليکوالو پر ژوندليکونو راڅرخېدل، خو په دې اثر کې يوازې د ډرامې پر دې اړخ تمرکز شوی چې ډرامه څنګه ليکل کېږي، باید له کومه ځایه پيل شي، کوم پړاوونه ووهي او پر کوم ځای پای ومومي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي همت د ډرامه ليکنې په برخه کې اوږده تجربه لري، شل کاله يې د (بي، بي سي)، المان غږ، نوا او ازادۍ راډيوګانو لپاره ډرامې ليکلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب