Homeخبرونهننګرهار کې یو ماشوم له تښتونکو وژغورل شو

ننګرهار کې یو ماشوم له تښتونکو وژغورل شو

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) ننګرهار کې يو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړای شو.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي ،چې دغه ماشوم د خوږياڼو ولسوالۍ ارغچ سيمه کې د دوی د ځواکونو لخوا د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او د خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو.

سرچينه وايي، چې د دې ماشوم د تښتونې په تړاو يې د انسان تښتوونکو درې کسيزه ډله نيولې چې« د شريعت له مخې» به ور سره چلند تر سره شي.

ويل شوي ،چې انسان تښتوونکو د ماشو له کورنۍ څخه د درې نيم سوه زره پاکستانۍ کالدارو غوښتنه کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...