یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهدايکندي کې د ط-انو عمليات؛ د وژل شويو د هويت په اړه...

دايکندي کې د ط-انو عمليات؛ د وژل شويو د هويت په اړه ضد و نقیضې ادعاوې کیږي

تاند:(شنبه، د قوس پینځمه) د طالبانو امنيتي ځواکونو اوړمه ورځ د دایکندي ولایت مرکز اړوند سیوک شیبر سیمه کې پر یوه کور عمليات کړي، چې پکې د وژل شويو کسانو د هويت په اړه ضد و نقیضې ادعاوې کیږي.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې په ياد شوي کور کې طالبانو ملکي خلک وژلي او په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي،چې ‏په دغو عملياتو کې د دوی د وسله والو مخالفانو ،چې دوی یې باغیان بولي یوه ډله وځپل شوه.

مجاهد زياتوي، چې دوی دوه ځلې د سیمې سپين ږیږي دغه کور ته ور ولیږل چې مسلح کسان باید خپلې وسلې پرځمکه کیږدي،خو په وينا ېې له مکررو هڅو سره سره ادعا شویو کسانو د وسلې له غورځولو انکار وکړ.

د طالب ویاند په وینا، دوی له همدې کبله پر دغه کور برید وکړ، چې په ترڅ کې یې په کور کې شته ۹ وسله وال او د دوی یو تن وژل شوی او د مقابل لوري د ۴ وسله والو تر څنګ د دوی ۲ تنه ټپيان شوي.

طالبان وايي، چې وژل شوي کسان ټول مسلح وو او هلته د ماشومانو وژل کیدل یا کوم بل زیان رسیدل حقیقت نه لري.

خپلواکو سرچینو د دايکندي د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب