نا متو ژبپوه استاد حبیب الله تږی په ( نوې ژبپوهنه او ژبني مساېل) کتاب کې د کره پښتو لیکدود لپاره پر شویو غونډو دا انتقاد کوي چې ګواکې په دې ناستو کې تر ډېره لهجوي پرېکړې شوې دي.
د دغه ارواښاد استاد دا خبره ځکه رایاد شوه چې تر نږدې دوو کلونو پورې به چې که نرینه یا ښځینه له بنده خوشی شو، نو د دواړو لپاره به خوشې کلمه کارېدله، دواړه داسې لیکل کېدې، یو بندي خوشې شو، یوه بندۍ خوشې شوه. که به بندیان ډېر وو، بیا هم د دوی لپاره خوشې کلمه راتله.
خو په ځینې لهجو کې خوشې د خوشی کلمې ښځینه بڼه ده، نرینه او ښځینه جمع یې خوشي او خوشې دي. ښايي همدا وجه وي، چې له څه مهال راهیسې ځینې رسنوال د خوشې تر څنګ دوه نورې کلمې( خوشی او خوشي) هم لیکي، خو له دوی څخه په تقلید نور رسنوال د (خوشی، خوشې، خوشي) د کارولو ځایونه سم نه پېژني او دا کلمې د یوې او بلې پر ځای کاروي.
د پاکستان له بندونو د طالب بندیانو خوشي کېدل او د طالبانو له منګولو د ولسي جرګې د غړې خلاصېدل د روان سپټمبر میاشتې د اتمې نېټې د رسنیو مهم سرټکي وو، د یوې رسنۍ د همدې ورځې په یوه سرلیک کې لولو:( ارګ: اسلام اباد دې مهم طالب بنديان خوشي کړي)
دلته خوشي پر ځای دی، د جمع لپاره کارول شوی دی، خو د همدې رسنۍ په یوه بل سرلیک کې چې ممکن کوم بل همکار یې وېبپاڼې ته پورته کړی وي، راغلي دي:( د افغان ولسي جرګې غړې فرېبا کاکړ خوشي شوې)
دا رسنۍ چې د پخوا اپوټه یې د خوشې پر ځای د نرینه جمع لپاره خوشي مناسب بللی دی، پکار وو، چې د ښځینه مفرد نوم لپاره خوشې راوړي، نه د نرینه جمع لپاره کارول شوی خوشي.
په ورته وخت کې یوې بلې رسنۍ هم د ولسي جرګې پر غړې خبر خپور کړی دی او لیکلي یې دي:( د افغان ولسي جرګې غړې فرېبا کاکړ خوشي شوې.)
له دې رسنیو د یوې په پاتې برخه کې لولو:(يوې حکومتي سرچينې هم دا منلې چې د مېرمن کاکړ د خلاصېدو بدل کې يې ښځې خوشي کړې دي.)
دلته پکار و، چې د (فرېبا کاکړ خوشي شوې) او (ښځې خوشي کړې دي.) پر ځای دواړو جملو ته خوشې راغلې وی، ځکه د ښځینه مفرد او جمع دواړو لپاره خوشي نه راځي، بلکې په دواړه حالتونو کې خوشې راځي.
پخوا که د نرینه، ښځینه، جمع او مفرد لپاره خوشې کلمه راوړل کېدله او اوس یې همدا یو حالت ځینو رسنوالو ته تېروتنه ښکاري، نو د یوې تېروتنې پرځای دې څو تېروتنې نه کوي؛ د خوشی، خوشي، خوشې د لیکلو او کارولو ځای دې وپېژني، هغه داسې چې که دا کلمه د نرینه مفرد لپاره کاروي، نو په نرمه ی( خوشی) دې لیکی، که د نرینه جمع لپاره یې راوړي، خوشی دې په څرګنده ی( خوشي) لیکي او د ښځینه مفرد او جمع دواړو لپاره دې د خوشی، نرمه ی په اوږده ی(خوشې) بدلوي.
بېلګې یې
نرینه مفرد: طالب بندي خوشی شو.
نرینه جمع: طالب بندیان خوشي شوو.
ښځینه مفرد: فریبا خوشې شوه.
ښځینه جمع: طالب بندیانې خوشې شوې.
ځینې رسنوال اوس هم د پخوا په څېر خوشې د نرینه، ښځینه، جمع او مفرد دواړو لپاره کاروي، دوی دا استدلال کوي چې خوشی یا خوشي د چټي معنا ور کوي، خو نورې هغه کلمې یې هېرې دي، چې څو معناوې لري، لاکن د کارولو وخت یې ټاکلې معنا رسوي، لکه لر چې د کوز او ناکام دواړو معنا ور کوي، همدارنګه تور چې د تور رنګ او الزام یا اتهام معنا لري.
دغه یادې کلمې که په جمله کې د ناکام یا الزام لپاره راغلې وي، نو څوک ترې د کوز یا تور رنګ معنا نه اخلي، که د کوز یا تور رنګ لپاره راشي، د پاتې او اتهام مفهوم ترې نه اخیستل کیږي.