جمعه, مې 3, 2024
Home+د پښتو ادب زرين دور | پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک

د پښتو ادب زرين دور | پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک

پښتو او پښتون قام کۀ هر څومره زوړ دے ولې د ادب تاريخ ئېدومره په تحقيق نۀ دے ليکلے شوے. د زر دولسو سوو کالو دا تاريخ لۀ هغه ځايه شروع کېږي کله چې د اسلام د راتلو نه پس په څۀ نا څۀ رنګ کښې د ادبي تاريخ د اثارو محفوظولو هڅې شروع کړاے شوې دي. د دغه اثارو لۀ مخه د پښتو د ادب تاريخ د امير کروړ ځينې شروع کېږي چې د پټې خزانې په روايت په ١٣٩هـ کښې ژوندے د پښتو شاعر او د پښتنو سالار و رهبر ؤ. د امير کروړ نه تر ستر خوشحال خان خټک پورې په اتۀ نهه سوه کاله کښې د ژبې او ادب ارتقاء څۀ منظم صورت، حوصله افزايي موندلې نۀ ښکاري. نۀ درباري سرپرستي، نۀ اولسي شعور، نۀ تهذيبي پوهه په اجتماعي ډول د ادبي تحريکونو ملګرې شوې ده. کۀ هر څو سياسي تحريکونو، مذهبي جوماتونو او ديني قوتونو پښتو ژبه د خپل خپل مقصد د نظرياتو د خورولو دپاره د وسيلې په توګه پکارولې ده. ولې تر څو چې د ژبې او ادب خالص قامي جمالياتي شعور دے هغه په هر دور کښې په يؤ څو افرادو يا يؤ څو ټولګېو کښې خو ښکاري ولې د عام اولس د ليک لوست سره ډېر کار او غرض نۀ دے پاتې شوے. کله چې په ژبه کښې د ليک لوست، د تعليم او تعلم کار نۀ وي نو هر تحريک په منظم صورت کښې د نورو ژبو لاره نۀ شي نيولے. يوازينے تحريک د پير روښان دے چې د روښاني تحريک د پرمختګ دپاره ئې پښتو ژبه وسيله کړې ده. د ادب د يؤ مخصوص نوعيت د تخليق کار پکښې په منظم ډول شوے دے.
په دغه تحريک کښې شعر يؤ مخصوص رنګ او معيار ترلاسه کړے دے. ولې هغه همه ګيري پکښې په دې نۀ ښکاري چې دا د تصوف د يؤ مخصوص اندازِ فکر د فروغ په خاطر تخليق شوے دے. د زمانې ناکړدې په خپل ځاے ، خو روښاني ادب د شعر يؤ پيکر تراشلے دے. په خپل نوعيت کښې کۀ هر څو يوه مخصوصه فلسفه ده خو د جمال او رومان د تقاضو د تسکين مالګه او خوند هم لري. په ډېره اوږده زمانه کښې يؤ څو نابغه شاعرانو پښتو ژبه د دې جوګه کړې ده چې د ذات اظهار پکښې د شعر په ژبه وکے شي.
د اخوند دروېزه مکتب هم د يؤ تحريک صورت لري. نثر او نظم د خپل مسلک د خورولو دپاره ليکلے شوے دے. پښتنو سره نۀ يواځې په پښتو خبره شوې ده بلکې د ديني تعليم بندوبست هم پښتو کښې شوے دے. کۀ يؤ واضح مقصديت لري او تر يؤ خاص مقصد پورې ژبه ليک لوست ته محدوده ښکاري خو دا به د وخت تقاضا وه.
او بيا چې فطرت يؤ انقلابي غورځنګ وهلے دے، ملي احساس بيدار شوے دے، تهذيبي شعور ځلا کړې ده، پښتانۀ د قبيلو په ځاے د يؤ قام يؤ ملت په حېث د ځان پېژندنې په لور ګام پورته کړے دے. نو د ژبې اهميت او افاديت هم په شعوري ډول څرګند شوے دے. قام په دې رسېدلے دے چې ژبه د ملت د ملا تير دے. د قاميت بنياد دے او د شناخت تر ټولو لويه وسيله ده.
د ژبې او ادب د تاريخ دغه مقام د پښتانۀ د تاريخ هغه باب دے د چرته نه چې يؤ نوي فکر يؤ نوي شعور او يؤ تازه احساس اغاز اخستے دے. شايد چې د بې غورۍ اوږدۀ خوب او د ځان ځانۍ فطري مزاج په دغه وخت کښې هم د بيدارۍ ضرورت نۀ وے محسوس کړے ولې زمانې چې د جبر پنجې د دې ولس په سترګو کښې نېغې ورښخې کړې نو دا ولس ئې په سترګو غړولو مجبور کړے دے. د مزاحمت د يؤ نوي دور اغاز د پښتو په ادب کښې د زور او قوت هاغه زورور روح بيدار کړے دے چې اخر ئې اهميت په شلمه او يويشتمه پېړۍ کښې دنيا محسوس کړو.
دغه باب د ستر خوشحال خان زرين دور دے. د پښتو ادب په تاريخ کښې زرين دور دې دور ته ويلے شي او دا په دې وجه چې د دې نه وړاندې او د دې نه وروستو ژبې د کمال هغه درجه ترلاسه نۀ ککړے شوه کومه ئې چې په دغه دور کښې ترلاسه کړے شوې ده.
د خوشحال خان په شخصيت، قامي کردار او عبقري ذهن کۀ خبره نۀ هم کوو، ولې د دې ځنې انکار ممکن نۀ دے چې کۀ خوشحال خان قدرت په دغه دور کښې د خپلو نابغه شخصي خوبيو سره نۀ وے پيدا کړے نو شايد چې د قام په حېث د دې ولس تهذيبي مرګ يوه صدۍ نيمه وړاندې واقع شوے وے . قدرت ته چې د دې ولس د تهذيب او ثقافت د ژوندي ساتلو او د يؤ قام په حېث د قامي وجود بقا منظوره وه نو عظيم خوشحال خان ې پکښې پيدا کړو.
خوشحال خان خټک د خپل ژوند لۀ هغو مرحلو د تېرېدو نه پس د خپل شعور او خودشناسۍ تر مقام راورسېدو کومې مرحلې چې د ذهن او نفسياتو د ځلولو دپاره د هر جينئس د ژوند ملګرتيا کوي. د ژوند د حالاتو، د عصر د سياسياتو او د قامونو د استبداد د مطالعې نه پس خوشحال خان خټک ته چې د خپل پښتون ولس د بقا او د وجود او د مرام احساس شوے دے نو د يؤ نوي تحريک په رنګ کښې ئې د سره د ادب د تخليق کار شروع کړے دے. کۀ هر څو هغه شروع لا تر ننه پورې هم هغه شروع ښکاري او د انجام کوم مقصد چې هلته ټاکلے شوے ؤ هغه هم لرې ښکاري او وخت تر وخته لۀ هغې ځنې لرې وتل هم ډېر شوي دي، ولې ژبه تُوره، ټوپک، علم، هنر، کمال، جمال هر څۀ د يوۀ مقصد دپاره په يوه ژبه کښې او بيا د ژبې په ذريعه کله جهاد کله تحريک او کله تخليقي معيار او تهذيبي شعور او د ملي استحکام دپاره پکارولے شوې ده.
زما ژبه نۀ ده اور ده
ګوزارونه د ټوپک کا
دا غږ چې:
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو
ولې هيڅ نۀ شو لۀ يو بل خبردار
لۀ يو بله د خبرېدو او په يوه ژبه د ويلو دغه تحريک تر شلمې صدۍ پورې جاري وو. کله چې د نشاة ثانيه په دور کښې د دغه مقصد دپاره حالاتو ستر حمزه شينوارے په دې وينا مجبوره کړو چې:
څو چې راغونډ په يؤ مرکز ئې نۀ کړم
هرې تپې ته د جرګو سره ځم
وايي اغيار چې د دوزخ ژبه ده
زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم
نو ښکاره خبره ده چې د اغاز هغه انګازه چې د خوشحال خان خټک لۀ غږ نه پورته شوې وه، درې څلور سوه کاله پس هم د حمزه شينواري په غږ کښې اورېدے شي. په دغه حساب کۀ د زرين دور د عصر د تعين خبره کېږي نو تر شلمې صدۍ راغزېږي. ولې شلمه صدۍ ځان ته د هغه زرين دور يو سيورے خو دے، يؤ نوے اغاز خو کېدے شي. ولې زرين دور د خپل معيار او ادبي کمال په سبب د خوشحال خان نه تر احمدشاه ابدالي خورېږي. يا په نورو معنو کښې د کلاسيک دور بايد زرين دور وګڼلے شي. په دې چې د کلاسيک مقام پخپله هغه مقام دے چې د زرين دور په سبب موندلے شوے دے. پښتانۀ د خوشحال خان خټک نه وړاندې هم او وروستو هم د خپل مزاج، فطرت او نفسياتو نه بهر ونۀ وتلے شو. ولې ژبه د کمال تر يو حده اورسولې شوه. او د ژوندي پاتې کېدلو يؤ قومي جواز ئې وموندلو. او د ژوند په دغه جواز کښې يوازې ادب يا تخليقي کمال نۀ دے، د مليت شعور و احساس هم دے. په دې چې خوشحال خان خټک ژبه يوازې وسيله کړې نۀ ده. يوازې د اظهار د احساس جامه نۀ ده. هغۀ په پښتو ژبه کښې د پښتونولۍ د شناخت يؤ روح ګډ کړے دے. يؤ محرک، ژوندے او فعال ادب ئې تخليق کړے دے. داسې ئې پښتو ژبه، پښتو اخلاقي نظام، پښتني نفسيات او مزاج ئې د پښتو د ادب د معيار مضمون کړي دي. د ښايست پښتني معيار د انسانيت او سړيتوب پښتني تصور د ښو او بدو پښتني تناسب ئې د ادب داسې غايت ګرځولے دے لکه چې دا هر څۀ مقامي، مخصوص، تناسب نۀ وي، يؤ افاقي جوهر لري. د ايډيل پښتون تصور چې بېخي حقيقي او عملي هم کېدے شي هغه ئې د ادب مقصد او کردار ګرځولے دے. د تعصب چشمې په سترګو نقادان به دا هر څۀ د يؤ مقاميت هنګامي مظهرونه ګڼي ولې خبره په دليل تر سره رسي. کۀ څوک پوخ دليل پيدا کړي چې د پښتو ښايست معياري ښايست نۀ دے، پښتني اخلاقيات د انسانيت جوهر نۀ لري او د پښتو فلسفه د سړيتوب د کردار خصمانه نۀ شي کولے نو بيا به د پښتنو ادب ځان ته څۀ نور افاقي قدرونه ګوري.
د دې خبرې نه هم انکار نۀ نشي کېدے چې جمالياتي اقدار په هره ټولنه کښې توپيرونه لري. ولې د جمال د ذوق معيارونه هم شته او د جمال د پښتني ذوق د ارفعيت نه به څوک انکار اوکړے شي. هله کۀ سترګې او ذهن د خيرو نه صفا وي.
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب کۀ بل پيدا هسې افغان شي
د دې ټولو جمالياتي قدرونو سره سره د دانش او پوهې خبره هم ده. د دانايۍ کوم رازونه چې خوشحال خان او پسته نورو پښتنو مشرانو ښکاره کړي دي هغه کۀ د درواغو، ډپلوميسي، مصلحتونو نه پاکه د نرتوب او د مرديت د دانايۍ راز دے. نو د کمزورو ارادو، ضعيفو عقيدو او د مکرو فريب عادي چلګر دانايان خو به ئې ناپوهي او کم عقلتوب ګڼي. خو بايد دغه خلک د ازاد فکر، ازادې ارادې، د توکل د مړانې لۀ خونده او لۀ خوبۍ څخه خو خبر وے :
چې د بل تر لاسو ورغے د بل شو
مرد به خپل لري د خپل فکر زمام
او ريښتيني پښتانۀ مدام ازاده اراده او د خپل فکر واګې په خپلو لاسو کښې ساتل غواړي. هغه څوک چې د پښتانۀ د ازاد روح واګي په خپلو لاسو کښې کول غواړي او نۀ ئې شي کولے نو هغوئ سره سېوا د دا قسم تبصرو نه نور څۀ پاتې کېږي؟
هر کله چې د ستر خوشحال خان خټک د فکروفلسفې په رڼا کښې ژبې او ادب خپل پښتني نوعيت ترلاسه کړو نو په دغه يؤ بنياد هم دغې دور ته د پښتانۀ د تاريخ او د ادب زرين دور ويلے کېداے شي. کۀ د شعر د معيار د نوي نثر د ابتداء او د يؤ مضبوط ادبي کلچر د رغولو خبره نۀ هم کوو. لۀ دغه معيار پس ته يؤ اوږد کلاسيکي دور په ادب خصوصاً شعر کښې ډېرې نوې فکري تجربې وکړې. د فن نوي پيکرونه او نوي صورتونه ئې روغ کړل. خو د ملي او قامي غرور سرمايه ئې لۀ لاسه ورنکړه. د پښتني فکر د پښتني احساس د فن يؤ نوے معيار ئې قايم کړو.
په شلمه پېړۍ کښې د تحريک سره سم د ادب د نشاة ثانيه دور راغے . د ژوند د تقاضو تر مخه په ادب کښې فکري او فني تجربې هم ډېرې وشوې. کۀ په عمل کښې څۀ ترلاسه نۀ شول خو د فکر او فن سرمائې ډېرې وګټلاے شوې. خو افرين په شلمه پېړۍ هم دے چې د دنيا د انقلابونو، سياسي بدلونونو او د نوؤ حالاتو رامينځته کېدو هم د ادب نوعي مزاج بدلېدو ته پرې نۀ ښودو. دا د مزاحمت او د مړانې د مزاحمت يؤ نادر تحريک دے. پښتو د سيالۍ جوګه کړے شوه. او کله چې په يوويشتمه پېړۍ کښې حالات تر دې راورسېدل چې د بقا وېره پيدا شوه نو هم هغه د زرين دور فلسفې، فکر او نادرې عقيدې دا ولس د فنا ګړنګ ته غورځولو ته پرې نۀ ښوده. نۀ ټينکونو پښتو ورکه کړه، نۀ بمونو د پښتو څېره ورانه کړے شوه. او دنيا په عالمي توګه دا ومنله چې پښتون يؤ قام دے، چې د پښتو ژبې په بنياد يؤ ژوندے او محرک وجود لري، خپله خاوره خپل شناخت لري او د دې هر څۀ سره به دا وجود تسليمول او منل وي. سياستونو، فرېبونو، رشوتونو ډېر ورانے وکړو خو د پښتو نقش ئې وران نۀ کړے شو. ځکه چې دغه انځور په اوبو جوړ شوے يا په هوا کښې جوړ شوے نۀ ؤ. د يؤ ولس د ژوند او ايمان په سينه جوړ ؤ. د غه نقش د پير روښان د دعا او اخلاص برکت، د ستر خوشحال خان د مټو د وجود د فکر او عقيدې زور ؤ. د هجري عبدالقادر خان خټک او صدرخان خټک رومان و ارمان ؤ. د کاظم خان شيدا د فکر د افتاب د چشمې نور ؤ. د رحمان بابا د اخلاص کرامت ؤ. د حميد بابا، کامګار خټک او د علي خان د فن د رېښمو د مزي کلکوالے ؤ. د محمدي صاحبزاده علمي خصمانه وه. او بيا د راحت زاخيلي، مخفي، ادريس، خليق، فدا او د نورو لويو مشرانو نۀ ستړے کېدونکے د مرام سفر ؤ. د خان عبدالغني خان روماني لېونتوب ؤ، د ستر حمزه شينواري د پښتونيت نادر فني احساس ؤ، د کامل او قلندر او د اجمل د فکر پړق او د غيرت انداز ؤ. د حبيبي، خادم، بېنوا، الفت، رښتين او د رشاد علميت ؤ. د هر پښتون او هرې پښتنې د ټپې اهنګ ؤ. داسې چې کۀ دنيا ورانېږي نو انګازه به ئې خېژي او کۀ ابادېږي نو اهنګ به ئې اورېدے شي. او بيا په تېره تېره د هغو ټولو پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالو او دانشورانو د پښتونيت هغه شديد رد عمل او عمل ؤ چې دا د پښتو نقش ئې هم په وينه او هم په مينه تازه ساتلے دے خو:
ليلا د ارتقاء چې ستا څړۍ کومه ده
سندور د کومې وينې دے دړۍ کومه ده
زنځير چې د انسان د اخوت جوړېدو
ما غږ کړو د پښتون پکښې کړۍ کومه ده
د انسان د اخوت په عالمي زنځير کښې د پښتون کړۍ لا تر ننه پورې ځاے شوې نۀ ده. او ځکه نۀ ده چې ئې د ژبې ځاے نشته. داسې ژبه چې د مليت ځاے او حقيقي تعليم هم په دې کښې دے. د دې ژبې سندره، د دې ژبې متل، د دې ژبې مقولې او محاورې نۀ يواځې د پښتون ملي کردار سازوي، د پښتونيت توانا احساس هم ورکوي. کله چې دا ژبه د اعلى ذهنونو د فکر او احساس د اظهار وسيله وه نو فن، ادب، فلسفه، حکمت هر څۀ په پښتانۀ کښې وو. کله چې ستر ذهنونه او د اعلى خصوصياتو خاوندانو ژبه بدله کړے شوه نو ولس خپل تشخص په فولکلور کښې ځاي کړو. د زمانې زوړ ثقافت په خپل شناخت غاوره په ساده ژوندون کښې ګزران خپل کړو. خو دغه ګزران يؤ پښتون ګزران ؤ چې بې لۀ پښتانۀ د بل چا يا د بل رنګ دپاره ګران ؤ. نو هغه اعلى ذهنونه چې ژبه ئې بدله کړاي شوې وه، هغو‌ئ د خپلې اسانۍ دپاره نورو هغو ثقافتونو ته لاره ورکړه چې د هغوئ خبرې، جامه بودوباش پکښې ځايدے شو. او دا شان د پښتو په ازاد روح او وجود د غلامۍ د نفسياتو غلبه شروع شوه.
کمزورو ارادو او ناسمو کردارونو د پښتو معنى د بدلولو کوشش وکړو، د انګرېز مراعات يافته طبقې د خپلې ذهني غلامۍ ردعمل د پښتو ازاد فکر ته د بندېزونو، حرصونو او د طاقت او سياست نوي زنځيرونه جوړ کړل. دا تهذيبي زنځيرونه د ثقافتي دامونو په رنګ کښې هر چرته خوارۀ کړاي شول. د پښتونيت څېره په نوې او پردۍ غازه بدرنګول شروع شول او دا عمل لا روان دے. خو د پښتو کاڼي چې په اوبو کښې نۀ ورستېږي، تر څو چې دا ژبه ژوندۍ ده نو دا هر څۀ د حالاتو يوه څپېړه خو ده ولې د پښتو ګُونه پرې نۀ شي ورانېدے. شلمې پېړۍ ادب ته ډېر څۀ ورکړل. نوے فکر، د وجود ازادي خو شلمې پېړۍ د ذهني غلامۍ اثرات هم لۀ ځان سره ډېر راوړل. ډېر ثقافتي اقدار لۀ منځه يوړے شول او په ډېرو کوششونو روان دے. خو قدرت چې پښتو ته په خپل فطرت کښې د ژوندۍ پاتې کېدلو صفت ورکړے دے نو يا به پښتو وي او يا به بيا نۀ وي. نيمه نيمچۍ پښتو نۀ شي کېدلاے . پښتو چې يوه عقيده هم ده، پښتو چې د ايمان برخه هم ده، پښتو چې د ژوند مقصد هم دے، پښتو ننګ و ناموس هم دے، د يؤ ځانګړي ملت احساس هم دے، نو د يؤ قام د يؤ ملت په حېث پښتون ته تر اوسه په شعوري توګه دا احساس خو نۀ دے شوے چې د زمانې د دومره لويو طاقتونو، انقلابونو او سېلابونو نه دا ملت يواځې هم پښتو تر اوسه ساتلے دے. ولې په لاشعوري ډول په اجتماعي حيثيت دا احساس ژوندے خو دے. ځکه نو په يوويشتمه پېړۍ کښې چې د انسان د نړۍ د ځمکې په مخ د قامونو د وجود کوم زنځير جوړېږي، د پښتو د ملت د کړۍ ځاے پکښې په خپل ځاے پروت دے. او کۀ دا پېړۍ د پښتو د ځنکدن پېړۍ نۀ وي نو د يؤ نوي صحت نوي ژوند دپاره به پښتو يؤ ځلې بيا د زرين دور هغه اراده هغه عزم تازه کړي چې:
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب