جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمشهور لیکوال او کره کتونکی همېش خلیل وفات شو

مشهور لیکوال او کره کتونکی همېش خلیل وفات شو

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د پښتو ژبې مشهور لیکوال او کره کتونکی همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر په پېښور کې وفات شو.

همېش خلیل د ۱۹۳۰ م کال د اپریل په ۱۱ مه د پېښوړر په برتاکال کې زېږېدلی. له لومړنیو زده کړو وروسته په (اسلامیه کالجیټ) ښوونځي کې داخل شوی، هلته یې د لسم ټولګي وروسته دوولسم په اسلامیه کالج کې بشپړ کړی دی.

هغه لسګونه کلاسلیک اثار تدوین او چاپ کړي او هم یې د ادبياتو په ګڼو نورو برخو کې مهم اثار لیکلي وو.

د همېش خلیل تر ټولو مشهور اثر ( تول پارسنګ) نومیږي، چې د پټې خزانې په دفاع او په دې اړه د قلندر مومند د متنازع اثر په ځواب کې یې لیکلی.

همېش خلیل د ګڼو اثارو د لیکلو ترڅنګ یوه موده د باګرام په نوم ورځپاڼه تاسیس کړه خو ډېر دوام یې ونه کړ.

د ده اثار دا دي:

تحقيق وترتيب ديوان بيدل 1957 ديوان معزالله خان مو مند 1958 ديوان اشرف خان هجرى 1958 ديوان سعيد 1958 ديوان حسين 1958 ديوان مرزا خان انصارى 1959 ديوان قنبر على خان 1960 ديوان کاظم خان شيدا 1965 ديوان عبدالقادر خان خټک 1967 ديوان رحمت دا وى 1980 قصه شاه وګدا1957 ديوان فدا 1957 دغرۀ ګلونه 1957 کاکاجى صنوبر حسين 1991 خمخانه يثرب 1986 دفکرونو ډيوې 1993 بازنامه (افضل خان خټکِ)1994 ديوان اشرف خان هجرى (فاسى) 1994 خوشحاليات اخلاقنامه 1981 فراق نامه 1983 طب نامه 1984 بازنامه 1985 سوات نامه1986 نام حق1994 تاليفات داباسين چپې 1957 پښتانۀ ليکوال 1958 ورکه خزانه (اول ټوک)1960 ورکه خزانه (دويم ټوک)1960 نصرالله خان نصر1966 محمد ګل خان مومند 1995 تصنيفات نغمه زار1948 زما سندرې1973 خاپونه او خيالونه 1993 چارګل1973 پنجابىژبه او ادب 1982 قامىترانې 1965 بازګشت تنقيد او تحقيق تول پارسنګ 1993 حقيقت دا دی 1998 ماشومانو دپاره دوه شپانۀ 1959 ګوارچى 1959 دنيکۍ بدله 1959 خدائې روزى رسان دی 1959 مومن خان شيرنۍ 1959 ادم خان درخانۍ 1959 لوبې 1982 حضرت عثمان ذوالنورين (رض) 1995 دقلم خاوندان 9199

خلیل په پښتونخوا کې لسګونه شاګردان لرل او د ادبیاتو یوه مهمه مرجع ګڼل کیده.

یو شمېر پښتنو لیکوالو او بنسټونو د هغه مړینه پښتو ادبیاتو او فرهنګ ته لویه ضایع ګڼلې ده.

3 COMMENTS

  1. الله دی مغفرت کړی جنت فردوس یی ځای کړې. دا بدبخته بیسواده حمارتیان خو د ادیبانو، لیکوالانو بالخصوص د پښتو مشاعرو یادونه هم نکوی دا ځکه چی دوی سره د ادب علم نشته نو ځکه په قدر یی هم نه پوهیږی.

  2. پر مرګ یې ډیر خواشیني شوم. روح یې ښاد او یاد دې تل تازه وي. همیش خلیل او نورو مشرانو لیکوالانو ستاینه چې هر څومره وشي، لږه ده.
    خو افسوس دی، چې د پښتو لیکوالان، سندرغاړي، انځورګران او نور د ژوند ټولې شیبې خپلې ژبې ته ورکړي خو په اخر کې یې د پښتنو په نامه حاکمان یوه پوښتنه قدرې هم ونکړي.
    یو ښه مثال یې د پرویش شاهین صیب دی، چې پښتو ژبې ته یې د اکاډمیو هومره خدمت کړی دی، خو د ناروغۍ پر بستر پروت دی او یو حاکم یې هم اغیزمن لاسنیوی ندی کړی. همداشان مشهور هنرمن او ټوکي میراوس درواخلئ، چې د ناروغۍ درملنې ته هم حیران دی.

  3. انا لله وانا اليه راجعون
    الحکم لله
    ارواښاد همېش خليل د پښتو ژبې او ادبياتو لپاره ډېر کار دی چې د ستاينې وړ دی.
    موږ زاړه او نويو ښکېلاکونو ځپلي يو او لا تر اوسه مو نسلونه او ذهنونه له ښکېلاګي سختو ګوزارونو له لاسه خپل ځای ته راغلي نه دي. څېړونکي او ليکوالان، اديبان، شاعران او ان هنرمندان لا په ټولنه کې هغسې ځای او درنښت نه لري چې په کار دی چې ولري او درناوی يې وشي.
    ارواښاد حمزه بابا، ګلزمان، اسحاق ننګيال او ارواښاده قمرګله او داسې نور ډېر په خورا ډېر غُربت او بېچاره ګۍ کې ژوند کاوه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ او نه يې دولتي يا شخصي هغسې پالنه وشوه چې په کار وه.
    خدای تعالی دې يې وبښي او الله تعالی دې ورته په مخکې حساب اسانه او هغه دنيا ښکلې کړي.
    کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته يې تسليت وايم.
    اروا يې ښاده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب