Homeخبرونهکرزی د یوناما مشرې ته؛ افغانستان د سولې او ثبات لپاره ملي...

کرزی د یوناما مشرې ته؛ افغانستان د سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم ته اړتیا لري

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی له ځانګړې استازې او د یوناما دفتر مشرې رزا اوتونبایوا سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د ملي تفاهم ټینګار کړی.

د نوموړي د دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان د وروستي وضعیت او په اړه یې د دوحې د درېیمې ناستې په تړاو خبرې شوي.

سرچینې د دغو خبرو نور جزیات نه دي روښانه کړي، خو د نور کله په شان یې د طالبانو لخوا د نجونو د تړلو ښوونځیو په بیرته پيل ټینګار کړی.

حامد کرزي تر دې مخکې هم ورته غوښتنې او ټینګار کړی، خو طالب چارواکو ادعا کړې چې د دوی واکمنۍ په افغانستان کې سوله او ثبات دواړه تامین کړي او چا سره د خبرو اړتیا نه ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...