Homeخبرونهداعش ډلې د پاکستان بلوچستان کې د یوه کس د اعدام خبر...

داعش ډلې د پاکستان بلوچستان کې د یوه کس د اعدام خبر ورکړی

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د داعش ډلې خراسان څانګې د پاکستان د بلوچستان کوټې ته په یوه نږدې سیمه کې د دوی خلاف د جاسوسۍ په تور د یوه کس د اعدام خبر ورکړی.

یادې ډلې د دغه کس د هویت او نورو جزیاتو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د اعدام اړوند عکسونه یې خپاره کړي.

داعش ډلې مخکې د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هم د ورته پېښو خبرونه ورکړي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د پاکستان له مشخص نوم اخیستو پرته وویل، چې د داعش ډلې پټنځایونه د سیمې په یوه هېواد کې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د استخباراتو اړوندې المرصاد رسنۍ هم پاکستان له داعش ډلې څخه په ملاتړ تورن کړی و.

یو شمېر افغان شنونکي هم باور لري، چې پاکستان د کابل پر واکمن رژیم د فشار راوړلو او ننګولو لپاره یې د داعش ډلې په نوم جنګیالي پیاوړي کوي او افغانستان ته استوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...