یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد فرانکفورت د لاریون په اړه د پاکستاني چارواکو او رسنیو ضدونقیض...

د فرانکفورت د لاریون په اړه د پاکستاني چارواکو او رسنیو ضدونقیض څرګندونې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ مخته له مظاهرې او د دغه هیواد د بیرغ له کښته کولو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي چې په دې برید کې د لاس لرونکو پاکستاني اتباعو شناختي کارډونه او پاسپورټونه به لغوه کوي.

عطا تارړ نن وویل چې ښايي د عمران خان ګوند د دغه هېواد پر کونسلګرۍ برید ته د خلکو په هڅولو کې لاس ولري.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو تور لکولی و چې د افغانستان یو شمېر اتباعو په فرانکفورت کې د دوی پر قونسلګرۍ برید کړی دی.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل رسمي غبرګون کې ویلي و چې دا برید د یوې «افراطي ډلې» کار و. دغه وزارت په فرانکفورت کې پر خپله قونسلګرۍ برید او د ډیپلوماتیکو تاسیساتو د حرمت او امنیت په ساتلو کې د د جرمني حکومت په پاتې راتولو تورن کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جرمني له حکومته غوښتي چې د دغه برید عاملان ژر تر ژره ونیسي.

د شنبې په ورځ یو شمېر اعتراض کوونکي په فرانکفورت کې د پاکستان د قونسلګرۍ انګړ ته ننوتل او پر قونسلګرۍ یې ډبرې وویشتلې. دا خبره په فرانکفورټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د احتجاج پر مهال وشوه.

د دغه غورڅنګ سرچینو تاند ته وویل چې دوی په بنو کې پر لاریون کوونکو د پوځیانو د ډزو او د ګیله من پښتون د وژل کېدو په اعتراض کې سوله ییز لاریون کاوه خو ځینو عناصرو، په لوی لاس هڅه وکړه چې پر قونسلګرۍ په برید سره لاریون ګډوډ کړي.

په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي او نه قونسلګرۍ ته زیان اوښتی، یوازې د پاکستان بیرغ کښته کړل شوی اور ورته کړل شوی دی.

د جرمني یوې رسنۍ د فرانکفورت د پولیسو له قوله ویلي چې جرمني به د دې مسلې د روښانه کولو لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب