یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کاپیسا او غور ولایتونو په اسمان کې د نامعلومو بې پېلوټه...

د کاپیسا او غور ولایتونو په اسمان کې د نامعلومو بې پېلوټه الوتکو الوتنې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) په کاپیسا او غور ولایتونو کې ځیني خلک وايي چې په اسمان کې یې بې پېلوټه الوتکې ګرځي.

ځايي سرچینو تایید کړه چې په کاپیسا ولایت کې نن (یکشنبه) سهار نامعلومې بې پېلوټه الوتکې ګرځېدې.

د دوی په وینا دا ډول الوتکې یې د کاپیسا په کوهستان او همداراز په اوله برخه او دوهمه برخه ولسوالیو کې لیدلي دي.

طالب چارواکو د دغو الوتکو په اړه څه نه دي ویلي او ځايي اوسیدونکي وايي چې هیڅوک نه پوهیږي چې دا الوتکې د چا دي او ولې د دوی پر سر راچورلي.

نن او د جمعې په ورځ د غور ولایت اوسیدونکو په اسمان کې د بې پېلوټه الوتکو د لیدو خبر ورکړ. دوی وویل چې هم پرون (شنبه) او هم د جمعې په ورځ دوې بې پېلوټه الوتکې د ولایت د مرکز فیروزکوه او څو ولسوالیو په اسمان کې ګرځېدې.

تر دې دوې اوونۍ وړاندې د غور په اسمان کې یوه بې پېلوټه الوتکه د خايي اوسدیونکو په وینا ۱۴ ساعته په اسمان کې وه.

څرګنده نه ده چې دا الوتکې د چا دي او د کوم هدف لپاره د افغانستان هوايی حریم ته داخلیږي.

څو میاشتې پخوا د طالبانو دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد ویلي و چې بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له لوري د افغانستان هوايي قلمرو ته داخلیږي او غالباً دا الوتکې د امریکا دي.

تر دې وړاندې د نیمروز، کندهار، پکتیکا، بدخشان، هرات، پکتیکا او خوست ولایتونو په اسمان کې هم بې پېلوټه الوتکې لیدل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب